ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې ولس سره شریکې کړې

د افغانستان بانک مسولینو نن (پنجشنبه، د وږي ۱۵مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه بانک د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

افغانستان بانک مسولینو په یاد کنفرانس کې وویل؛ د افغانستان د پولي او اسعارو سیاست طرحه او پلي کول، د هېواد اسعارو د رسمي زېرمو ساتنه او اداره کول، د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول، بانکونو او غیر بانکي مالي موسسو ته د جوازونو صادرول، د بانکي قوانینو او مقرراتو پلي کول او د هېواد مالي او بانکي سیستم مدیریت، پراختیا او پیاوړتیا، د دغه بانک له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

مسولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د اغېزناکه پولي سیاستونو د پلي کېدو له لارې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو ترڅنګ، د انفلاسیون د کنټرول برخه کې هم اغېزناک ګامونه اوچت شوي دي.

همدارنګه، د افغانستان بانک د پرله پسې هڅو په پایله کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷،۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

د مسولینو په وینا، د افغانیو او ډالرو په بانکي حسابونو باندې لګول شوي محدودیتونه کم شوي او اوسمهال مشتریان کولی شي، چې د افغانیو له حساب څخه، په اونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ، همدارنګه له ډالري حساب څخه په اونۍ کې د زر ډالرو پر ځای دوه زره ډالر او په میاشت کې د درې زره ډالرو پر ځای شپږ زره ډالر واخلي.

په همدې ډول، د افغانستان بانک په تېر کال کې له مرکز او ولایتونو څخه، د اووه میلیارده، ۱۸۶ میلیونه او ۵۴۴ زره افغانیو په ارزښت، زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي او د راکړې ورکړې برخه کې د ستونزو د حل په موخه یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.

 دغه راز، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او صرافیو د میکانیزه کولو قانون، د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله لخوا توشیح شو، چې د دې قانون په رڼا کې د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د تنظیم، معیاري او میکانیزه کولو برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.

د افغانستان بانک چارواکو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په تېر کال کې صرافیو او د پیسو خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته ۱۴۹ جوازونه صادر شوي، چې له دې سره د صادر شویو جوازونو ټولیز شمېر  یو زر او ۷۸۰ ته رسیږي.

همدا راز له برېښنایي پیسو څخه د ګټې اخیستنې ملي ستراتېژي تدوین شوې، د برېښنایي پیسو پینځو موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او په پلورنځیو، رسټورانټونو، روغتونونو او دولتي او خصوصي ادارو کې یو زر او ۲۵۸ کارت لوستونکې دستګاوې (POS) نصب شوي دي.

د مسولینو په وینا، په مطلوب حد کې د انفلاسیون د نرخ ساتلو پر افغانیو باور زیات کړی او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو سبب شوی.

دا حالت دا په ډاګه کوي، چې مرکزي بانک د هېواد د اقتصادي بدلونونو په اداره کولو کې مهم او اړین رول لوبوي.

د افغانستان بانک د هېواد پر بانکي سیستم د یوه ناظر بنسټ په توګه، د بانکونو د فعالیتونو او مالي سلامت څارنې، د بانکي قوانینو او مقرراتو چمتو کولو، د بانکونو مالي حالت او نقدینګۍ ارزونې، د ضعف ټکو له منځه وړلو او د بانکي سیستم د ثبات او خوندیتوب برخه کې پرله پسې هڅې کړي دي.