ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه ١٠٣ تنه بریدملان فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو څخه ۱۰۳ تنه بریدملان د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ټيټ رتبه بریدملانو ښوونځي د دلګي مشرانو او بلوک مشرانو له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندان مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته له اِعداد څخه د فراغت مبارکۍ ویلو تر څنګ اړینې لارښوونې کړې او ویلي یې دي: “مجاهدینو! د اسلامي اردو په لیکو کې په زړورتیا، مېړانه او پاک نیت سره خپل مسولیتونه سرته ورسوئ، ځکه دا د مجاهد صفتونه دي.”

ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په پار بشپړ چمتووالی ښودلی دی.