د کابل انټرکانټيننټل هوټل د غونډو په تالار کې د ټاپي او ګڼو نورو پراختیايي پروژو د پرانیستې په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري جوړه شوې غونډه جوړه شوې.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو مسولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او ځوانانو شتون درلود، چې په ترڅ کې یې د اسلامي امارت هڅې ستایل شوي او اسلامي امارت د دا ډول چارو یې تود هرکلی کړی.

په جوړې شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نورالله نوري د غونډې ګډونوالو ته د ټاپي پروژې په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړي او د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ دا ګډ مزل او اقتصادي پرمختګ يې نه يواځې د افغانانو لپاره بلکې د سيمې څو نورو هېوادونو لپاره هم ګټور بللی.
نوموړي ویلي؛ نننۍ راټوليدنه مو يوازې له افغان مشرانو او ولس سره د ټاپي پروژې د پرانيستې د خوښۍ لمانځلو په موخه جوړه کړې ده، دا خوښي د هر افغان خوښي او د دې ولس حق دی.
ښاغلي نوري زياته کړې؛ د سردار محمد داود خان له واکمنۍ وروسته بيا دې ولس خوشحالي نه ده ليدلې، دلته مو نننۍ ناسته يواځې د دې لپاره ده چې تاسو ته د داسې مهمو پراختيايي پروژو زيری درکړو او داسې خوښۍ په ګډه سره ولمانځو.
نوموړي د خپلو څرګندونو په ورستيو کې ولس ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مسولین به له ټولې نړۍ سره د اسلام په چوکاټ کې داسې بې بېلګې اړیکې ولري.
په وروستیو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير له ولسونو او رسنیو غوښتي، چې د پرديو په تبليغاتو او پروپاګند پسې ولاړ نه شي، ولسونه دې قضاوت وکړي چې موږ څه لاسته راوړي او کوم شیان مو له لاسه ورکړي او رسنۍ دي هغه څه خپاره کړي چې واقعیت وي، دا وطن د ټولو ګډ کور دی او په شريکه به يې د ابادۍ هڅې کوو.
د دغې ناستې د پیل د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد کړې او ویلي يي دي؛ په موږ او تاسې د الله ﷻ لوی احسان دی چې د جنازو او تکليفونو وخت تېر شو، زرګونه ميندې کونډې شوې، يتيمان راپاتې شول، شهيدان مو ورکړل، په وطن مو نړيوال ازميښتونه وشول، خو د اسلامي نظام د حاکميت په برکت د افغان ولس د سوکالۍ او خوشحالۍ وخت رارسيدلی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د ولسونو د مبارزې، سپيڅلي جهاد او افغانانو د قربانيو له امله کفري لښکرې وتښتيدې، فساد ختم شو، په اقتصادي برخه کې له نړيوالو سره سيال شوي یوو او دغه دی ۳۰ کاله ورسته د الله ﷻ په فضل او کرم د ټاپي د سترې حياتې پروژې پرانيسته وشوه، چې په دې سره به د افغانانو ۴۰ کلن ارمانونه پوره شي.
ښاغلي احمد په ولسونو غږ کړی، چې په هر حالت کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او له اسلامي امارت سره په شريکه د هېواد په پرمختګ او رغونه کې ونډه واخلي.
ورپسې د کابل ښار د وکيلانو مشر احمد شاه ویلي، مونږ په هر حالت کې د خپل حکومت ملاتړ کوو او هيڅ ډول همکاري به ترې ونه سپموو.
نوموړي زیاته کړې؛ په پراختيايي او اقتصادي چارو کې د اسلامي امارت کړي خدمتونه د ستایلو وړ دي، چې ښه بيلګه يې د قوشتيپې او ټاپي اغيزمنې پروژې دي.
په غونډه کې د کابل د اهل تشیع علماوو استازي، د کابل د سوداګرو د اتحادیې رییس، د کرنې او مالدارۍ د اتاق مرستیال او ځينو قومي سپين ږيرو خبرې کړي، هر يو په خپل نوبت د ټاپې پروژې په پرانيسته خوښي ښودلې او دا يې د افغانانو لپاره د اقتصادي ستونزو حل لاره بللې ده.
دوی د اسلامي امارت له مسولینو مننه کړې او زياته کړې یې ده؛ چې په تېرو درې کلونو کې د حکومت کړي خدمتونه او لاسته راوړنې بې ساري دي، امنيت ټینګ دی، چور چپاول نشته، زورواکي ختمه شوې ده او په ټوله معنا يو سوچه اسلامي نظام قایم دی.

