ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان له خپل سرسخت سیال پاکستان سره مخ کیږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روانې اګسټ میاشتې په وروستیو کې له خپل سرسخت سیال پاکستان سره په سریلانکا کې مخ کیږي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان کرېکټ‌بورډ له رسنیو سره د خپلې لوبډلې راتلونکې لوبې شریکې کړې. په دې کې یې په یوې نامالومې نېټې له افغانستان سره هم د خپلې لوبډلې د مخکېدو یادونه وکړه. له یوې اونۍ تېرېدو وروسته افغان کرېکټ‌بورډ ومنله چې له پاکستان سره به درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.
پاکستان وروسته له هغې دا پرېکړه وکړه، چې د اګسټ پر ۳۰مه اسیا جام سیالۍ پیلیږي او دغه لوبډله به د اسیاجام سیالیو په لړ کې د سریلانکا په کوربتوب له افغانستان سره هم مخ شي. د پاکستان کرېکټ‌بورډ د دې سیالیو هدف اسیا او نړیوال جام ته تیاری ښودلی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د درې یو ورځنیو سیالیوترسره کېدو پخلی کړی او ویلي دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د ۲۰۲۳ م کال اسیا او نړیوال جام ته تیاري په موخه نیول شوې دي.
افغانستان لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال په شارجه کې او وروستي ځل لپاره بیا نړیوال جام سیالیو په لړ کې په ۲۰۱۹ م کال په انګلستان کې له پاکستان سره مخ شوی؛ خو په دواړو سیالیو کې یې بری نه دی حاصل کړی. ملي لوبډله تر دې دمه له پاکستان سره ټوله ۴ وارې مخ شوې، خو په یوه لوبه کې هم نه دی بریالی شوی.
د یادونې وړ ده، چې افغان اتلانو په ۲۰ اوریزو سیالیو کې تازه په تازه پاکستان مات کړی دی.
افغان کرېکټ‌بورډ ملي لوبډلې په اړه ویلي، چې افغان لوبډله یو له هغو لوبډلو ده، چې د اسیا په کچه یې په روان لوبیز کال کې تر نورو هېوادونو زیاتې لوبې کړې دي. بورډ وایي، چې افغان لوبډله سریلانکا کې ښه تجربه لري او زیاتوي، چې تازه یې بنګله‌دېش هم مات کړی او د سیالې لوبډلې پر وړاندې به په لوړ مرال د لوبې ډګر ته ښکته شي.
دغه سیالۍ د سریلانکا په کوربتوب د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کیږي، چې لومړۍ دوه به یې په همبټوټا او وروستۍ یوه یې په کولومبو کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

روزي خان خپلواک