ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

وردګ لوړو زده کړو موسسه کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم میدان وردګ ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې په وردګ لوړو زده کړو موسسه کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې پرانیستل شوې او ځینې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

 په یادو پروژو کې د وردګ لوړو زده کړو موسسې د ۱.۲ کیلو مټره داخلي سړکونو اساسي بیارغونه او د اوبو کانال پروژې شاملې دي، چې پرانیستل شوې او د کرنې پوهنځي فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 دغه راز د لوړو زده کړو وزیر د یاد سفر پر مهال د وردګ لوړو زده کړو موسسې د لیلیې جوړولو پروژه منظوره کړه.

 د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو د پرانیستې او منظورۍ پر مهال د میدان وردګ ولایت والي، د علماوو شورا رییس، د جهادي مدرسې مهتمم، د یاد تحصیلي نهاد مشرتابه پلاوي او استادانو هم شتون درلود.