ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

کرنې وزارت وايي؛ د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال په خوست کې ۱۸ زره ۵۹۵ هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي، چې تمه ده له دغو کروندو څخه شاوخوا ۵۰ زره ۶۹۸ ټنه غنم راټول شي.

د خوست د کرنې ریاست مسولین وایي، د غنمو د حاصل ښه والي تر ډېره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او د کرنیزو خدمتونو پایله ده.

سږ کال د خوست د کرنې ریاست په همغږۍ د بېلابېلو موسسو په مالي ملاتړ، ۱۹ زره ۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.

د خوست د کرنې ریاست ژمن دی، چې د دې ولایت د بزګرانو د لا پرمختګ، کرنیزو ځمکو د حاصلخیزۍ، او د حاصل د کیفیت د لوړوالي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو بزګران له خپلو ځمکو نه اعظمي ګټه واخلي او د خپلو هڅو ثمره په ښه ډول ترلاسه کړي.