د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو د تخنیک او وسلو مدیریت لخوا، د حمایوي او لوژیستیکي کنډک په ورکشاپونو کې د مسلکي پرسونل په هڅو ۵۲۹ عرادې بېلابېل ډوله پوځي وسایط او ۳۸ میله بېلابېل ډوله اسلحې ترمیم او بېرته ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو وسایطو کې ۵۰ زغره وال هاموي ټانګونه، اته ضربتي ټانګونه، ۶۳ انټرنېشنل موټر، ۳۱۶ رنجر، شپږ فورکلفت او نور بېلابېل نوع غير زرهی وسايط شامل دي.
همدارنګه په ترمیم شویو اسلحو کې، يو میل SPG9، يو ميل ٨٢ توپ، يو ميل روسي دهشکه، څلور ميله زيو ام 23، څلور میله 249- (AKM)، ۱۲ ميله کلاشنکوف، ١٦ میله (M16) او ګڼې نورې اسلحې ترمیم او ګټی اخیستنی ته چمتو شوې دي.

