د روسیې لخوا د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې سره هممهاله مسکو کې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ د اسلامي امارت بیرغ پورته شو.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې په یوه لوی اقدام کې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژنده.
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي، چې دا پرېکړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وړاندیز او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پرېکړې پر بنسټ شوې ده.
د ژیرنوف په وینا، د روسیې دا ګام ښيي چې مسکو غواړي له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
په همدې حال کې، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د روسیې لهخوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي، چې ورته ګام واخلي.
دغهراز د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي دغه ګام د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا لپاره مهم او مثبت بللی.

