قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې ځینې نور هېوادونه به هم د روسیې د پرېکړې په تعقیب اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
نوموړي زیاته کړې: “ښایي په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ښه خبرونه واورو.”
په همدې حال کې، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د روسیې لهخوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي، چې ورته ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده ، چې روسیې تېره ورځ په یوه لوی اقدام کې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژنده او په مسکو کې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ د اسلامي امارت رسمي بیرغ هم پورته شو.
د یادونې وړه ده، چې د روسیې دا پرېکړه د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وړاندیز او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان پر بنسټ شوې ده.

