ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غازي عبدالله اڅکزي د مزار د پېژندنې ډبره ورغول شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتیق‌الله عزيزي په ځانګړي هدايت، د تاريخي آبداتو رياست د مسلکي انجينرانو له لوري او د ولسي خلکو په همکارۍ د غازي عبدالله اڅکزي د مقبرې د پېژندنې ډبره چې په دې وروستيو کې زيانمنه شوې وه، بیا ځلې ورغول شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، غازي عبدالله اڅکزی چې د پرنګي اشغال په وړاندې د ملي پاڅون له مهمو مشرانو څخه ګڼل کیږي، مزار یې د کابل ښار اړوند ریشخورو سیمه کې واقع دی.

د ویلو وړ ده، چې د اسلامي امارت له بيا ځلي حاکميت وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پراختيايي بوديجې او همکارو بنسټونو له لوري د ملي آرشيف ودانۍ، غور کې د جام تاريخي منار حفاظتي چارې، د احمد شاه بابا کور او یو شمېر ولایتونو کې لسګونو تاريخي آبدو د رغونې چارې بشپړې شوې.

همدا راز غزني کې د باباجي تاريخي مسجد، باميانو کې د شش‌پُل تاريخي کاروان سرای، کابل بالاحصار کې تحقيقاتي او رغنيز کارونه، او لسګونو نورو تاريخي آبدو د رغوني چارې په بېلابېلو ولایتونو کې تر کار لاندې دي.