د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم، شیخ ابراهیم سعید او یو شمېر نورو علمای سره وکتل.
په دې کتنه کې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم د مهاجرینو چارو وزارت لخوا له مدرسو او علماوو سره د شوو مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت په هڅو سره د کابل د جهادي مدرسې په ګډون د ګڼ شمېر علمي او ښوونیزو ادارو ستونزې هوارې شوې دي.
همدا راز د جهادي مدرسې مهتمم د کډوالو چارو له وزیر سره د ځینو مسایلو په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.
په دې کتنه کې علماوو ټینګار وکړ چې د ښوونځیو علمي کچه باید لوړه شي او د ښوونځیو ترمنځ باید زیاته همکاري او همغږي رامنځته شي ترڅو تجربې شریکې شي او کارونه ښه پرمختګ وکړي.
مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې مهتمم او استادانو د هڅو ستاینه ترڅنګ وویل، چې چې اسلامي امارت د مدرسو په ګډون د ټولو ښوونیزو او علمي ادارو د ستونزو حل او پرمختګ ته ژمن دی.
د کډوالو چارو وزیر د مدرسو مسوولینو او استادانو ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو خبرې وکړي او زیاته یې کړې، چې اسلامي امارت خپلو امکاناتو ته په کتو د علمای کرامو وړاندېزونو ته رسیدنه کوي.
د ناستې په پای کې د جهادي مدرسو د لاښه فعالیت او لاسته راوړنو په موخه د ناستې ګډونوالو خپلې تجربې او نظرونه سره شریک کړل.

