سره له دې چې منځګړي هېوادونه په غزه تړانګه کې د اوربند هڅه کوي او حماس هم د اوربند طرحې ته مثبت ځواب ویلی؛ خو صهیونیستي رژیم خپل بریدونه دوامداره ساتلي.
روغتیایي سرچینو الجزیرې ته تایید کړې، چې د جمعې له سهار راهیسې نږدې ۲۹ فلسطینیان په غزه تړانګه کې د اشغالګرو د بریدونو له امله شهیدان شوي.
د سرچینو په وینا، د قربانیانو له ډلې دوه تنه د بشري مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.
ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې ښايي تر راتلونکې اونۍ په غزه تړانګه کې اوربند وشي.
.دغه راز ټرمپ په «مثبته روحیه» د اوربند وړاندیز شوې طرحې ته د حماس اسلامي غورځنګ د ځواب ویلو هر کلی کړی دی
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرایئلي اشغالګرو د جګړې له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۷ زره او ۲۶۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۵ زره او ۶۲۵ نور ټپيان شوي دي.

