ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک لوی رییس د اسلامي مالي خدماتو بورډ په ۲۳مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان بانک لوی رییس نور احمد اغا او مل پلاوي د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې له ۱-۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په ۲۳مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې، چې د مراکش د مرکزي بانک (بانک المغرب) په کوربه‌توب جوړه شوې وه، د افغانستان بانک په شمول د نورو اسلامي هېوادونو د ۳۴ مرکزي بانکونو ریيسانو، مرستیالانو او استازو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د بورډ د تېر کال اجرات او د اسلامي بانکوالۍ او مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړو هېوادونو لخوا تر بحث وروسته تصویب شول.

همدارنګه شپږو اسلامي هېوادونو او د اسلامي بانکوالۍ نړیوالو موسساتو د صادراتو، وارداتو، پانګه‌ونې او د صکوکو له لارې د بنسټېزو پروژو د تمویل په برخه کې خپلې تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د دې تر څنګ د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو پر اساس د اسلامي بانکوالۍ د اړوند معایرو په ښه تطبیق، اسلامي بانکي او غیرې بانکي سکټورونو کې د ثبات او ښه مدیریت په پیاوړي کېدو، مالي شمولیت، ظرفیت لوړونې، د ډيجیټلایزیشن او مالي تکنالوژۍ یا فېنټیک څخه پر موثرې استفادې او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج پر وړاندې پر شته ګواښونو، پلانونو او عملي اقداماتو بحث وشو.

د افغانستان بانک رییس په دې غونډه کې د اسلامي مالي خدماتو د بورډ د ریيس ډاکټر غیاث شبسېغ سره په لېدنه کې د شریعت د اصولو پر اساس د افغانستان د بانکي سکټور د لا ښه مدیریت، ظرفیت لوړونې او ښونیزو پروګرامونو په اړه بحث وکړ او په دې برخو کې یې د اسلامي مالي خدماتو بورډ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د اسلامي مالي خدماتو بورډ یوه نړیواله اسلامي موسسه ده، چې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، نور اسلامي بانکونه او نړیوالې مالي ادارې یې غړیتوب لري.