ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ابوظبي کې د اسلامي امارت سفیر له افغان کډوالو سره د خلیفه بن زاید موسسې د مرستو غوښتنه کړې ده

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د خلیفه بن زاید آل نهیان خیریه موسسې له ریيس محمد حاجي الخوري سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر عمومي وضعیت، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوالو د ستونزو او اړتياوو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

ښاغلي حقاني له راستنو شویو کډوالو سره د روغتیا او تغذيې په برخو کې د مرستو غوښتنه کړې، چې د یادې خیریه موسسې د ریيس له لوري ډاډ ورکړل شوی دی.