په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کرنۍ مالدارۍ او اوبو لګولو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ګډون کړی و، د راستنو شویو لپاره د کار موندنې پر چټکتیا، د هغوی د مهارتونو د کارولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې او پرېکړې وشوې.
د ناستې په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د هېواد په پولو کې د راستنو شویو کسانو د مهارتونو او زده کړو د کچې ثبت شوي معلومات له برخوالو سره شریک کړل او ویې ویل، چې یو شمېر راستانه شوي کسان ادارو ته د دندو به موخه معرفي شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې راستانه شوي هېوادوال د کرنې، مالدارۍ، صنعت، سوداګرۍ، او همدرانګه په اداري برخو کې د پام وړ مهارتونه او ځینې په دیني او عصري علومو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري.
همداراز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وویل، چې په جبري ډول د لوړ شمېر کډوالو راتګ د هېواد پر اقتصادي او ټولنیزو حالتو اغېز کړی او زیاته یې کړه، چې د کار موندنې په موخه باید د راستنو شویو له مهارتونو او زده کړو ګټه پورته شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د راستنو شویو کډوالو د کاري ظرفیت لوړېدو او د هغوي د نیمګړو زده کړو بشپړولو ته دې اړونده ادارې رسېدنه وکړي، څو راستانه شوي هېوادوال په ټولنه کې د کار کولو وړ وګرځي.
مولوي عبدالکبیر همدارنګه د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو وغوښتل، چې په خپلو چارو او تړونونو کې راستنو شویو ته لومړیتوب ورکړي او د کلیوالي اقتصاد پياوړتیا ته پام وکړي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي په خصوصي سکتور کې د افغان راستنو شویو د جذب د کچې او په دې برخه کې د شویو ژمنو په شریکولو سره وویل، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د خپل پينځه کلن پلان پر مټ هر کال زرګونه کسانو ته کار پیدا کړي او همدرانګه راستنو شویو ته د کوچنیو کارونو په رامنځته کولو تمرکز لري.
د ښاغلي عزیزي په وینا، اسلامي امارت د اړتیا وړ ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په واک کې ورکړې، چې صنعتکارانو ته به ورکړل شي.
ورپسې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې د کرنې وزارت راستنو شویو ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د مناسبو کاري فرصتونه د رامنځته کولو توان لري او همدارنګه کولای شي چې کډوالو ته، په یو لړ شرایطو سره د اړتیا وړ مالي امكانات هم چمتو کړي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه، چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي هېوادوال د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ښه مهارتونه لري او دا مهال افغانستان د کرنې سربېره د چرګانو، کبانو او لبنیاتو په تولید کې ښه فرصتونه او بازار لري.
د ناستې پر دوام د اقتصاد وزارت استازي وویل، چې یاد وزارت د کاري فرصتونو پیدا کېدو په موخه په هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته هڅې کوي او له موسسو او نورو اړوندو ادارو سره په تړونونو کې راستنو شویو ته د کاري فرصتونو چمتو کولو ته لومړیتوب ورکوي.
د ناستې په پای کې له بحث او خبرو وروسته راستنو شویو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو چمتو کولو په موخه د یادې کمېټې د چارو د ګړندي کېدو او اغېزمن فعالیت لپاره شوي وړاندېزونه و اروزل شول او د یو شمېر موضوع ګانو به هکله پرېکړې وشوې.

