ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او مل پلاوي سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا په دې کتنه کې هیله‌ څرګنده کړه، چې د پاکستاني پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا زیاتې پراختیا په برخه کې اغېزناک تمام شي.

ورته‌مهال محمد اسحاق ډار د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف نېکې هیلې او سلامونه د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ته وړاندې او نوموړي ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.

نوموړي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د اوزبیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانس-افغان درې اړخیز تړون پر لاسلیک خوښي وښوده او وې ویل، چې له دې سره به د درې‌واړو هېوادونو سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پراخې شي.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا هیله څرګنده کړه، چې هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدلو لپاره د دواړو لوریو هڅې اغیزناکې تمامې شي.

نوموړي د افغانستان، اوزبیکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک ته په اشارې وویل، موږ تر خپله وسه کوښښ کوو چې ټرانس- افغان پروژه بریالۍ شي.

د اسلامي امارت رییس الوزرا پاکستان ته د سفر په خاطر د یاد هیواد د لومړي وزیر د بلنې مننه وکړه او وې ویل، په یو مناسب فرصت کې به هغه هیواد ته سفر وکړي.