ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال د بغلان له والي سره کتلي

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د بغلان والي له مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.

د کتنې په پيل کې مولوي عبدالرحمن حقاني د بغلان ولايت د ټولنيز، امنيتي وضعيت او سيمه‌ييزې حکومتولۍ په اړه معلومات ورکړل.

د بغلان والي وويل، مجاهدين او په دې ولايت کې د اسلامي امارت مسؤلين تل د خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي امنيت تامين او خلک هوسا واوسي. 

نوموړي همداراز د انکشافي چارو، روغتيا او کارموندنې په برخو کې د خلکو غوښتنې او له ګاونډيو هېوادونو څخه اجباري را اېستل شویو هېوادوالو ته د رسېدنه موضوع مطرح کړې.

ورته مهال، د رياست‌الوزرا اداري مرستيال وویل، اسلامي امارت د امنيت ټینګښت، د خلکو چارو ته رسېدنه او همداراز له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنو شويو هېوادوالو د ستونزو حل خپل مسؤليتونه بولي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه، چې اسلامي امارت ترخپله وسه او امکاناتو د بغلان د خلکو د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو لازم اقدامات تر سره کوي.