ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1154

د حماس او اسرائیلو تر منځ د اوربند خبرې بیا پيل شوې

د مصر ‘القاهره’ تلویزیون د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ پرون یو ځل بیا په قاهره کې د اوربند خبرې له سره پیل شوې.

په غزه تړانګه د اسرائیلو د جګړې له پیله نږدې شپږ میاشتې تیریږي، چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي او غزه کې یې بشري ناورین رامنځته کړی او لا هم جګړه روانه ده.

شاوخوا اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د بیړني اوربند پریکړه‌لیک تصویب کړ، خو د اسراییلي پوځونو له لوري عملي نه شو. صهیونیستي رژیم په دې موده کې جګړې ته لا زور ورکړی او هره ورځ بې‌ګناه فلسطینیان په شهادت رسوي.

که څه هم اسرائیلي حکومت د خپلې جګړې له پیله تر اوسه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د نړۍ هېڅ هېواد ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، خو تازه د مصر ‘القاهره’ تلویزیون د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې پرون شنبه د حماس او اسرائیلو ترمنځ خبرې یو ځل بیا له سره پيل شوې.

له دې سره هم‌مهاله د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په خبري کنفرانس کې ویلي؛ هېواد یې د غزې د اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پریکړه‌لیک وړاندې کوي، تر څو د روانې جګړې لپاره سیاسي حل‌لاره وموندل شي.

د افغانستان اسلامي امارت هم تل د فلسطین په بې‌ګناه خلکو د اسرائیلو بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ له هېوادونو غواړي، چې په غزه تړانګه کې د ټول‌وژنې مخنیوی وکړي.

کرېکټ؛ د بلخ رمضان جام سیالۍ د بلخ خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام لس اوریزه کرېکټ سیالۍ د بلخ خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان کرېکټ بورډ کورني کرېکټ پرمختګ څانګې په خپله فېسبوک پاڼه ویلي، د دې سیالیو پایلوبې ته د بلخ خپلواک او ابراهیم‌خېل لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې یي د بلخ خپلواک خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ د لوبغاړو د بوخت ساتلو او د با استعداده لوبغاړو موندولو په موخه په لاره اچول شوې وې او یوه اونۍ یې دوام وکړ.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ څه باندې ۹۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتۍ له ۳مې څخه د حمل تر ۹مې) نېټې پورې ۹۰ زره او ۵۵۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۹ زره او ۷۳۶ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې نهه زره او ۳۲۵ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱ زره او ۴۹۲ ټنه انتقالات چې ټولټال ۹۰ زره او ۵۵۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۴۰۰ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، ممیز او د آنارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال ننګرهار کې نږدې ۲۹۲ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۲۹۱ زره او ۶۵۵ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۶۴ زره او ۷۸۵ الکترونيکي او ۱۲۶ زره او ۸۷۰ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس مولوي نظر محمد حامد ویلي؛ هره ورځ تر زر زيات کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلي حامد زیاته کړې؛ د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې تر پینځه زرو زیاتو کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او نږدې درې زره او ۵۰۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (د مړينو او زېږونونو ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونيکي پېژندپاڼو د وېش درې وېش څانګې فعالې دي، چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
همدارنګه د کاغذي او الکترونيکي پېژندپاڼو او د ژوند پېښو د ثبت خدمتونو له لارې تېر کال نږدې ۱۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

د ملي پراختیا شرکت مرستیال: تېر کال هېواد کې په لسګونه پروژې بشپړې شوي

د ملي پراختیا شرکت د تولید، سوداګرۍ او انسجام مرستیال ریاض الدین شریفي له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې دغه شرکت د تېر کال په اوږدو کې په ټول افغانستان کې لسګونه پروژې بشپړې کړي او زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

نوموړي همداراز زیاته کړې، د قوش تیپې کانال د لومړي فاز کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی او د دغه کانال د دویم فاز چارې په عادي ډول روانې دي.

د یاد شرکت مرستیال په وینا، اوسمهال په دغه کانال کې یو زر او ۳۰۰ ماشینونه په کار بوخت دي.

ریاض الدین شریفي ویلي؛ دوی همداراز پلان لري، چې سږ کال په ټول هېواد کې سترې پروژې پلي کړي.

اسلامي امارت له نړۍ او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غواړي، چې غزه کې د روان بشري جنایت مخه ونیسي

په غزه کې د بېړني اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړې سربېره اسرائیلو خپلو وحشتونو او ظلمونو ته دوام ورکړی.

د افغانستان اسلامي امارت په غزه کې د صهیونیستي رژیم بریدونه غندي او له نړۍ په ځانګړې ډول اسلامي هېوادنو غواړي چې د دغه بشري جنایت مخه ونیسي او د غزې خلکو ته مرستې ورسوي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد: “نور باید د غزې ظلم په ټولییزه توګه پای ته ورسیږي او ژر تر ژره دې اسرائیلي ځواکونه له غزې ووځي. د دې لپاره ټول هېوادونه مسولیت لري؛ اسلامي هېوادونه ځانګړی مسولیت لري، چې لاسونه سره ورکړي او د دغه ظلم پر وړاندې په جدیت سره ودریږي.”

ښاغلی مجاهد وایي؛ امریکا او غربي ټولنه چې تل د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره د بشري حقونو د نقض په نوم په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي، خو په غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو او بشر ضد کړنو ملاتړي او شریک دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند: “پخپله د یوه لوی بشري جنایت چې په غزه کې روان دی د هغې ترشاه ولاړ ده او ملاتړ یې کوي، وسلې ورکوي، د اسرئیلو ملاتړ کوي، چې دا د دولتي ترورزیم او جنایت او بشري ظلم او زیاتي سره مرسته ده او دغه چاره د غربي ټولنې اصلي څېره نړۍ ته ورښیي.”

ورته مهال د عدالت نړیوالې محکمې له اسرئیلو غوښتي، چې فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او په یوه میاشت کې د ننه د محکمې د حکم د تطبیق راپور ورکړي.

د عدالت نړیوالې محکمه: “اسرائیل دې له ځنډ پرته ټول اړین اقدامات وکړي، چې د خوراکي او روغتیایي توکو، اوبو او تېلو په ګډون لومړني خدمات او بشري مرستې جګړه ځپلو فلسطینیانو ته ورسیږي. د اسرائیلو پوځ دې د وژنې جرمونو مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون خلاف په غزه کې د فلسطینیانو د حقونو څخه سرغړونه نه کوي.”

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د اسرائیلو په بریدنو او بمباریو کې تردې مهاله له ۳۲ زره زیات فلسطینیان شهیدان، له پنځه اویا زره زیات چې ډیره برخه یې میرمنې او ماشومان دي ټپیان او سلګونه زره نور، چې کورونه یې د بمباریو له امله په کڼدوالو بدل شوي د سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

حکمت الله نعیمي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۰/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۱/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۵۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې پنځه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په ‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د سپین بولدک له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۲۰ کورنیو سره ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
خوړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۱۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۶۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۱۷ زره او ۲۸ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۹ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د اسلام کلا له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې نهه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له لس را ستنې شوې کورنۍ سره ۷۲ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۶۶ کورنۍ ۲۸۷ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۳۰ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۱ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۶۵ عدده

عدلیې وزارت د لویدیځو هېوادونو او امریکا هغه ادعاوې په کلکه ردوي، چې ګواکې افغانستان اساسي قانون نه لري

د عدلیې سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي وايي؛ د افغانستان نظام اسلامي دی، الهي کلام او نبوي سنت چې د ټولو قوانینو او علومو سرچینه ده، د افغانستان اساسي قانون تشکیلوي او هېڅ ډول قانوني نیمګړتیاوې پکې نشته.

دغه‌راز افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د قرانکریم او نبوي احادیثو پر بنسټ ټول نافذه قوانین یې شرعي او اسلامي دي.

نوموړی د مغرضو غربي هېوادونو او د افغانستان د دښمنانو هغه تبلیغات ردوي، چې ګواکې افغانستان اساسي قانون نه لري.

ښاغلي شرعي د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون د فعالیتونو په تړاو ویلي، چې ډېری ځمکې په پخواني رژیم کې غصب شوې او د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته دې کمیسیون د ځمکو د غصب مخنیوي په برخه کې کار پیل کړی.

د دغه کمیسیون په اډانه کې د عدلیې، کرنې او ځمکو، ښاري پراختیا او سرحدونو وزارتونه او ستره محکمه، چارو اداره او نورې ادارې شاملې دي.

د عدلیې د سرپرست وزیر په وینا؛ د بېلابېلو ګوندونو او تنظیمونو شتون د افغانستان د یووالي له منځه وړلو لامل شوي دي.