د عدلیې سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي وايي؛ د افغانستان نظام اسلامي دی، الهي کلام او نبوي سنت چې د ټولو قوانینو او علومو سرچینه ده، د افغانستان اساسي قانون تشکیلوي او هېڅ ډول قانوني نیمګړتیاوې پکې نشته.
دغهراز افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د قرانکریم او نبوي احادیثو پر بنسټ ټول نافذه قوانین یې شرعي او اسلامي دي.
نوموړی د مغرضو غربي هېوادونو او د افغانستان د دښمنانو هغه تبلیغات ردوي، چې ګواکې افغانستان اساسي قانون نه لري.
ښاغلي شرعي د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون د فعالیتونو په تړاو ویلي، چې ډېری ځمکې په پخواني رژیم کې غصب شوې او د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته دې کمیسیون د ځمکو د غصب مخنیوي په برخه کې کار پیل کړی.
د دغه کمیسیون په اډانه کې د عدلیې، کرنې او ځمکو، ښاري پراختیا او سرحدونو وزارتونه او ستره محکمه، چارو اداره او نورې ادارې شاملې دي.
د عدلیې د سرپرست وزیر په وینا؛ د بېلابېلو ګوندونو او تنظیمونو شتون د افغانستان د یووالي له منځه وړلو لامل شوي دي.