ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال ننګرهار کې نږدې ۲۹۲ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۲۹۱ زره او ۶۵۵ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۶۴ زره او ۷۸۵ الکترونيکي او ۱۲۶ زره او ۸۷۰ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس مولوي نظر محمد حامد ویلي؛ هره ورځ تر زر زيات کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلي حامد زیاته کړې؛ د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې تر پینځه زرو زیاتو کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او نږدې درې زره او ۵۰۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (د مړينو او زېږونونو ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونيکي پېژندپاڼو د وېش درې وېش څانګې فعالې دي، چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
همدارنګه د کاغذي او الکترونيکي پېژندپاڼو او د ژوند پېښو د ثبت خدمتونو له لارې تېر کال نږدې ۱۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.