ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1169

غزه کې د صهیونیستي رژیم روان وحشت؛ یو ځل بیا د خوراکي توکو په موخه پر راټولو شویو فلسطینیانو ډزې شوې

اسرائیلي عسکرو یو ځل بیا پر هغو فلسطینیانو ډزې کړې، چې د خوراکي توکو ترلاسه کولو په موخه راټول شوي وو.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په دې پېښه کې نږدې ۲۰ فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر اساس په تېرو څو ورځو کې نږدې ۴۰۰ فلسطینیان د صهیونیستي رژیم له لوري داسې مهال شهیدان شوي، چې د مرستو په موخه راټول شوي وو.

ورته مهال اسرائیلي یرغلګرو د غزې په مرکزي برخه او د النصیرت د کډوالو پنډغالي ته نږدې پر یوه کور هوايي برید کړی، چې د مېرمنو او ماشومان په ګډون ۳۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسي ۳۱ زره او ۷۰۰ کسان شهیدان شوي دي.

د روسیې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې


د روسیې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې د دې هېواد په ختیځو سیمو کې د سیمې په وخت نن سهار ۸ بجې پیل شوې، چې تر راتلونکو دوه ورځو به دوام وکړي.

د روسي رسنیو د راپورونو په اساس، په دې هېواد کې له ۹۰ زرو څخه زیات د رایې ورکولو مرکزونه فعال شوي.

دې ټاکنو کې څلور نوماندان لئونید اسلوتسکي، نیکولای خاریتونوف، ولادیسلاو داوانکوف او د روسيې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشرۍ چوکۍ ګټلو لپاره سیالي کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان او فاریاب ولایتونو له يو شمېر ډاکټرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو ډاکټرانو د هېواد د روغتيايي وضعيت په اړه خبرې کړې او دې برخې ته يې د اسلامي امارت له ځانګړې پاملرنې خوښي ښودلې ده.

هغوی د خلکو د مهم لومړيتوب په توګه په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو معياري کولو ته په اشارې غوښتي، ترڅو د یادو ولايتونو په لرې پرتو سیمو کې روغتيايي کلينيکونه او د هېواد په کچه مجهز لابراتوارونو جوړ شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې خلکو ته د اړینو اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت له ژمنتياوو څخه دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د وړانديزونو په اړه زیاته کړې، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دې برخې ته رسيدنه وکړي.

فوټبال؛ د ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبغاړو فوټبال نړیوال جام کوربتوب قطر ته ورکړل شو

د فوټبال نړیوال فدراسیون د ۱۷ کلنو کم‌عمره نارینه لوبغاړو فوټبال نړیوال جام د راتلوونکو پینځه پړاونو ( ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۹ ) د کوربتوب حق قطر هېواد ته ورکړ.

فیفا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، نن د فیفا/ فوټبال نړیوال فدراسیون شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه او قطر هېواد د ۱۷ کلنو کم‌عمره نارینه لوبغاړو د فوټبال نړیوال جام د راتلوونکو پینځه پړاونو د کوربتوب له پاره غوره شو.

کاپيسا ولایت کې ۳۳۱ بېلا بېلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کاپيسا ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د څه باندې ۴۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د ۳۳۱ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هوارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دیوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

د پاکستان له سرپرست سفیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ په بېلا بېلو سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي متقي ویلي، چې د سیمې هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي.

دغه‌راز سیمې دا درک کړې، چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسي له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.

ښاغلي نظاماني ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډیرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.

په پای کې دواړه لوریو د ډیورنډ پر فرضي کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریزو توکو تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د رياست الوزرا د اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمیسيون غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اداري کمېسيون د غړو په ګډون د یاد کمیسیون غونډه وشوه.

په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمیټو د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې پر اساس د اصنافو ماليات او همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د چارو ادارې عمومي رياست او فارياب ولايت اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول او په تړاو يې اړین تصميمونه ونيول شول.

د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او پکتيکا ولايت اړوندو موضوعاتو د لا زياتې څېړنې په موخه جلا کمیټو ته دنده وسپارل شوه.

ایراني پلاوي د کرنې وزارت د بادام باغ له څېړنیز فارم څخه لیدنه کړې

د ایران پلاوي، چې په ترکیب کې یې د یران د کرنې جهاد وزارت مرستیال علي رضا مهاجر، د ایران د کرنې جهاد د بوټو ساتنې د ادارې چارسمبالې مریم جلیلي مقدم او د ایران د کرنې او مالدارۍ د برخې یوشمېر کارپوهانو شتون درلود، د کرنې وزارت د بادام باغ څېړنیز فارم څخه لیدنه کړې.

یاد پلاوی د بوټو ساتنې او خاورې پېژندنې رياست له لابراتوارونو څخه ليدنه کړې او د کرنې وزارت کارکوونکو او متخصصينو دوی ته د ياد رياست او اړوندو څانګو د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوی نصرت الله طلحه، د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د توافقي څېړنو رییس انجنیر محمدقاسم عبیدي، د خاورې پېژندنې رییس حمیدالله احمدزی او د مالدارۍ څېړنې رییس د یاد پلاوي سره د لیدنې پر مهال ملتیا کوله.