د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.
ښاغلي متقي ویلي، چې د سیمې هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي.
دغهراز سیمې دا درک کړې، چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسي له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.
ښاغلي نظاماني ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډیرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.
په پای کې دواړه لوریو د ډیورنډ پر فرضي کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریزو توکو تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.