د فوټبال نړیوال فدراسیون د ۱۷ کلنو کمعمره نارینه لوبغاړو فوټبال نړیوال جام د راتلوونکو پینځه پړاونو ( ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۹ ) د کوربتوب حق قطر هېواد ته ورکړ.
فیفا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، نن د فیفا/ فوټبال نړیوال فدراسیون شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه او قطر هېواد د ۱۷ کلنو کمعمره نارینه لوبغاړو د فوټبال نړیوال جام د راتلوونکو پینځه پړاونو د کوربتوب له پاره غوره شو.