ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1179

غزه کې روغتیايي ناورین؛ څه باندې ۸ زره سخت ټپيان او ناروغان باید د درملنې لپاره بهر ته ولېږدول شي


د غزې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریچارډ خبریالانو ته ویلي، چې شاوخوا ۶ زره هغه ټپیان چې په روان جنګ کې سخت ټپیان شوي او تر ۲ زره پورې هغه ناروغان، چې په سرطان او نورو سختو ناروغیو اخته دي د درملنې په موخه باید له غزې بهر ولېږدول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان یاد مسول زیاتوي؛ د ناروغانو په لېږد سره به د جګړې په دې ښکېله سیمه کې پر روغتیایي برخه روان سخت فشار څه ناڅه راکم شي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ په موخه صندوق جوړېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه کړې.

د غونډې په دوام کې د ګډونوالو له لوري د رسنیو پر روان فعالیت، ستونزو، وړانديزونو او سرغړونو خبرې شوي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي؛ د رسنیو لپاره بېلابېلې اسانیتاوې برابرې شوي او ستونزو ته يې هم تر ډېره بريده رسېدنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، رسنۍ دې د هېواد ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په کتو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په یاده غونډه کې پرېکړه شوې، چې له خبریالانو سره د همکارۍ لپاره دې یو صندوق جوړ شي.

همداراز په دې غونډه کې د یادې چارې د ترسره کولو لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې کړنلاره ورته جوړه کړي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند: د هېوادوالو ۸ زره شکایتونو ته رسېدنه شوې

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ تر اوسه یې نږدې ۱۰ زره شکایتونه ثبت کړي، چې ۸ زرو ته یې رسیدنه شوې ده.

د نوموړي په وینا؛ له امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت سره د هېوادوالو همکاري زیاته شوې.

دغه‌راز د دې وزارت محتسبین هم هېوادوالو ته په ښه چلند سره د اسلام شرعي نصوصو په رڼا کې سپارښتنې کوي.

ښاغلي فاروق زیاته کړې؛ له دې وړاندې یې کارکوونکو د ۸ ساعتونو لپاره د شکایتونو اورېدو په موخه دنده ترسره کوله، چي د ستونزو او شکایتونو زیاتوالي له امله اوسمهال د ۲۴ ساعتونو لپاره خپله دنده پر مخ وړي.

راتلونکي جمعې په ورځ د نارنج ګل دودیزه مشاعره جوړیږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور له ریيس قاري احسان اللّٰه ساجد سره لیدنه کړې.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس د نارنج ګل دودیزې مشاعرې په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په پام کې لري، چې د راتلونکي جمعې په ورځ سراج العمارت بڼ کې د نارنج ګل دوديزه مشاعره جوړه کړي، چې د کوزې پښتونخوا څخه هم ورته ادبپال او شاعران راغوښتل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير په خپلو خبرو کې د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅې ستایلي او د نارنج ګل دوديزې مشاعرې په ترسره کولو کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د افغان ـ ترکمن لوی نندارتون پرانیستل شو

 د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان په عشق آباد ښار کې د افغان ـ ترکمن لوی نندارتون پرانیست.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د نندارتون پرانستې مراسمو کې د دواړو هېوادونو د مسولینو او خصوصي سکتور ترڅنګ د ۴۰ نوروهېوادونو استازو هم ګډون کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې مراسمو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي، دواړه لوري باید پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.

 ښاغلي عزیزي د افغان ـ ترکمن سوداګرۍ د تواصل کنفرانس کې ویلي؛ اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو لپاره غوره فرصتونه برابر کړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 ورته مهال د ترکمن ولس ملي مشر قربانقلي بردي محمد اف او د خلق مصلحتي مجلس رییس د افغان ـ ترکمن نندارتون څخه لیدنه کړې او د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په کتنه کې یې د ترکمنستان مسولینو ته لارښونه کړې، چې د افغانستان له ګول سیخ، قیمتي ډبرو، رنګ او نورو توکو څخه د ارقدان ښارګوټي دویم فاز کې ګټه واخلي.

د ترکمنستان ملي مشر د دغه هېواد مسولینو ته دغه راز سپارښتنه کړې؛ چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا په موخه په بېلابېلو اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو برخو کې دوام داره ناستې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ترکمن ولس ملي مشر او د خلق مصلحتي مجلس رییس د افغانستان له خلکو او دولت سره د ښه نیت ښودلو په پار په لومړي ځل د ترکمنستان د ننه له یوه بهرني نندارتون څخه لیدنه کوي.

سرپرست وزیر د خپل سفر په ترڅ کې دغه راز د ترکمنستان د یو شمېر ادارو له مسولینو سره په جلاجلا لیدنو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د ټاپي او ټآپ ۵۰۰ د پلي کېدو په اړه خبرې کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې‌شنبې ورځ، د ۲۳/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۵/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۹۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۲۷  کورنیو سره ۲۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۱۸ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۳۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵ تنه و، کندهار او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په سپین بولدک کې له ۳۶  کورنیو سره مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۷۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۳  تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۴۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د وړې دورې فارغان، درې تنه دیني عالمان، ۳۳ غریبکار او ۱۸ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د انګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۱۶۶ مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۲۲ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۹۶ ته کیږي، لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸۴ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:             ۱۲۵ کورنۍ ۵۴۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۳ کورنۍ ۷۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:    ۴۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۱۸۲ عدده

شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد له سیاسي شنونکو او مبصرینو سره په لیدنه کې؛ په ګډه به د هېواد د پرمختګ لپاره کار کوو

د امربالمعروف، نهې عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد له سیاسي شنونکو او پیژندل شویو څېرو سره د لاښي همغږۍ په موخه لیدنه کړې.

یاده غونډه چي د یاد وزارت د پالیسي او مسلکي مرستیال، د شکایتونو اورېدلو مرستیال او د ګڼ شمېر رییسانو ګډون ترسره شوې، پکې سرپرست وزیر ویلي؛ تاسو د هېواد سرمایه او په ټولنه کې مهم رول لرئ، زموږ او ستاسو ګډ شرعي مسولیت جوړېږي چې د اسلامي نظام د بقا او ټینګښت لپاره په اخلاص او صداقت خدمت وکړو، تاسو کولای شئ چې ستونزې او مشکلات په سمه توګه درک کړئ.

 شیخ محمد خالد الحنفي زیاته کړې، د اسلامي نظام او اسلامي قوانینو په لا ښه نفاذ او پرمختګ کې مسولینو ته خپلې نیکې مشورې او نظرونه وړاندې کړئ.

نوموړي زیاته کړې؛ ټول د یوې خاورې او یوې کلمې وروڼه یو، غم او ښادي مو سره شریکه ده او خپله هره ستونزه او مشکل باید په ګډه سره شریک او د حل لپاره یې لار ولټوو او چاته اجازه ور نه کړو چې نفاق او جلاوالی راولي.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر همداراز ویلي؛ د نظام او ټولنې او یا هم د وزارت اړوند د اصلاح لپاره چې څه مو په ذهن کې وي مونږ سره یې په ډاډه زړه شریک کړئ او د دې ناستې موخه هم همدا ده چې یو د بل خبرې واورو او په ګډه د اسلام او وطن د پرمختګ لپاره لار ولټوو.

ګډونوالو ویلي، ورته ناستې کولای شي چی د کارونو په لاښه پر مختګ کې ګټورې تمامې شي او هيله یې ښودلې، چې دغسې ناستې هر وخت دایرې شي تر څو د اولس او ټولنې ستونزو ته په ګډه د حل لار پیدا او ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ پر لور روانه کړي.

د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه؛ د ځینو ادارو پر وړاندې پرتې ننګونې ارزول شوي

 د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران و الحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله له لوري د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او  د غوره شوي پلاوي د غړو په ګډون جوړه شوې.

د غونډې په پيل کې د چاپيريال ساتنې او ازموينو ملي ادارو، تخنيکي او مسلکي تعليماتو ادارې، د بدني روزنې، اوسپنې پټلۍ او کرېکټ بورډ رياستونو او د حکومت د رسنیو مرکز پر وړاندې پرتې ننګونې ارزول شوي دي.

وروسته د‌ هېواد د بېلابېلو ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو په موخه د ذکر شويو رياستونو او ادارو د مسولينو او با صلاحیته استازو په شتون کې هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.

د پخوانۍ ادارې د دفاع وزارت ویاند د کډوالو چارو له سرپرست سره لیدنه کړې

د پخوانۍ ادارې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.

نوموړي په دې ناسته کې د اوسني اسلامي نظام د پرمختګونو او لاسته راوړنو ستاینه کړی او دا یې د قوي عزم، او اداري فساد د نشتوالي پایله بللې.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ اسلامي امارت د هېواد د ځان بساینې لپاره زیات تمركز په بنسټیزو پروژو کوي، مونږ د هېوادوالو د هوساینې لپاره له ټولو ممکنو لارو چارو کار اخلو.

ښاغلي وزیري خپلې ځینې ستونزې د کډالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره شریکې کړي، چې د ښاغلي حقاني له لورې د حل ډاډ ورکړل شوی.