د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ تر اوسه یې نږدې ۱۰ زره شکایتونه ثبت کړي، چې ۸ زرو ته یې رسیدنه شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ له امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت سره د هېوادوالو همکاري زیاته شوې.
دغهراز د دې وزارت محتسبین هم هېوادوالو ته په ښه چلند سره د اسلام شرعي نصوصو په رڼا کې سپارښتنې کوي.
ښاغلي فاروق زیاته کړې؛ له دې وړاندې یې کارکوونکو د ۸ ساعتونو لپاره د شکایتونو اورېدو په موخه دنده ترسره کوله، چي د ستونزو او شکایتونو زیاتوالي له امله اوسمهال د ۲۴ ساعتونو لپاره خپله دنده پر مخ وړي.