د امربالمعروف، نهې عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد له سیاسي شنونکو او پیژندل شویو څېرو سره د لاښي همغږۍ په موخه لیدنه کړې.
یاده غونډه چي د یاد وزارت د پالیسي او مسلکي مرستیال، د شکایتونو اورېدلو مرستیال او د ګڼ شمېر رییسانو ګډون ترسره شوې، پکې سرپرست وزیر ویلي؛ تاسو د هېواد سرمایه او په ټولنه کې مهم رول لرئ، زموږ او ستاسو ګډ شرعي مسولیت جوړېږي چې د اسلامي نظام د بقا او ټینګښت لپاره په اخلاص او صداقت خدمت وکړو، تاسو کولای شئ چې ستونزې او مشکلات په سمه توګه درک کړئ.
شیخ محمد خالد الحنفي زیاته کړې، د اسلامي نظام او اسلامي قوانینو په لا ښه نفاذ او پرمختګ کې مسولینو ته خپلې نیکې مشورې او نظرونه وړاندې کړئ.
نوموړي زیاته کړې؛ ټول د یوې خاورې او یوې کلمې وروڼه یو، غم او ښادي مو سره شریکه ده او خپله هره ستونزه او مشکل باید په ګډه سره شریک او د حل لپاره یې لار ولټوو او چاته اجازه ور نه کړو چې نفاق او جلاوالی راولي.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر همداراز ویلي؛ د نظام او ټولنې او یا هم د وزارت اړوند د اصلاح لپاره چې څه مو په ذهن کې وي مونږ سره یې په ډاډه زړه شریک کړئ او د دې ناستې موخه هم همدا ده چې یو د بل خبرې واورو او په ګډه د اسلام او وطن د پرمختګ لپاره لار ولټوو.
ګډونوالو ویلي، ورته ناستې کولای شي چی د کارونو په لاښه پر مختګ کې ګټورې تمامې شي او هيله یې ښودلې، چې دغسې ناستې هر وخت دایرې شي تر څو د اولس او ټولنې ستونزو ته په ګډه د حل لار پیدا او ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ پر لور روانه کړي.