ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د افغان ـ ترکمن لوی نندارتون پرانیستل شو

 د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان په عشق آباد ښار کې د افغان ـ ترکمن لوی نندارتون پرانیست.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د نندارتون پرانستې مراسمو کې د دواړو هېوادونو د مسولینو او خصوصي سکتور ترڅنګ د ۴۰ نوروهېوادونو استازو هم ګډون کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې مراسمو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي، دواړه لوري باید پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.

 ښاغلي عزیزي د افغان ـ ترکمن سوداګرۍ د تواصل کنفرانس کې ویلي؛ اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو لپاره غوره فرصتونه برابر کړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 ورته مهال د ترکمن ولس ملي مشر قربانقلي بردي محمد اف او د خلق مصلحتي مجلس رییس د افغان ـ ترکمن نندارتون څخه لیدنه کړې او د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په کتنه کې یې د ترکمنستان مسولینو ته لارښونه کړې، چې د افغانستان له ګول سیخ، قیمتي ډبرو، رنګ او نورو توکو څخه د ارقدان ښارګوټي دویم فاز کې ګټه واخلي.

د ترکمنستان ملي مشر د دغه هېواد مسولینو ته دغه راز سپارښتنه کړې؛ چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا په موخه په بېلابېلو اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو برخو کې دوام داره ناستې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ترکمن ولس ملي مشر او د خلق مصلحتي مجلس رییس د افغانستان له خلکو او دولت سره د ښه نیت ښودلو په پار په لومړي ځل د ترکمنستان د ننه له یوه بهرني نندارتون څخه لیدنه کوي.

سرپرست وزیر د خپل سفر په ترڅ کې دغه راز د ترکمنستان د یو شمېر ادارو له مسولینو سره په جلاجلا لیدنو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د ټاپي او ټآپ ۵۰۰ د پلي کېدو په اړه خبرې کړي.