ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1184

د ایران د ولسمشر سلاکار سره د اسلامي امارت د تخینکي پلاوي لیدنه؛ د چابهار په ازاده سیمه کې د اسلامي امارت د استازولۍ په رامنځته کولو خبرې شوي

د اسلامي امارت تخنیکي پلاوي، د چابهار په ازاده سیمه کې د ایران د ولسمشر له سلاکار او او د ازادې سوداګریزې – صنعتي سیمو د عالی شورا له منشي سره لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ دې لیدنه کې له چابهار څخه د ترانزیټ زنځیر د پلې کولو او بشپړولو، په ازاده سیمه کې د اسلامی امارت د استازولۍ او په دې لاره کې اسانتیاوې رامنځته کولو خبرې شوي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ همداراز په چابهار کې د اړتیا وړ ځمکو ټاکل، له دې لارې ترانزيټي توکو لیږد ته لومړیتوب ورکول او په چابهار کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو هم بحث شوی دی.

په یاده ناست کې د ایران د ولسمشر سلاکار د چابهار بندر پروژې څخه ملاتړ اعلان کړی او د اسلامي امارت پلاوي ته یې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او د ترکمنستان د سوداګرۍ اتحادیې رییس لیدنه؛ له افغانستان څخه د سوېلي اسيا هېوادونو ته د ټرانزيټ په اړه خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو د اتحادیې له رییس نوکر قلي آتاقي اوف سره لیدنه کړې.

 آتاقي اوف ترکمنستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور د ګډ پلاوي ورتګ هرکلی کړی.

 د ترکمنستان د سوداګرۍ اتحادیې رییس د ترکمنستان-افغان سوداګريز پیوستون کنفرانس او نندارتون پرانيستل د دواړو هېوادونو د نږدېوالي لامل بللی.

 د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په یاد هېواد کې د افغان حکومت او خصوصي سکتور له پلاوي د هرکلي مننه کړې او یاد کنفرانس يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګام بللی.

نوموړي له افغانستان څخه د سوېلي اسيا هېوادونو ته د ترانزيت د لارو چارو، په افغانستان کې د پانګونې د زمینې مساعدوالي او په دغه هېواد کې د پانګونې د ګټو په اړه خبرې کړي.

د جینوا کال عمومي ریيس: د اسلامي امارت مثبت ټکې به له نړیوالې ټولنې او ځانګړو بنسټونو سره شریک کړو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جینواکال له عمومي رییس الن دلترو، د جینواکال د نړیوالو اړیکو له مسول الکساندر مونافو او په افغانستان کې د دغه بنسټ له مسول فهد عباسي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د جینواکال عمومي رییس ویلي، له اوږدې مودې را په دې خوا له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دي او همکاري لري.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی، امنیتي او پوځي ادارې له خلکو سره همکاري لري او د اسلامي امارت پوځي منسوبین له خلکو سره مناسب چلن لري.

د نوموړي په وینا؛ دغه مثبت ټکي به له نړیوالې ټولنې او ځانګړو بنسټونو سره شریک کړي.

ښاغلي دلترو ویلي؛ دا مهال دوی په افغانستان کې له یو شمېر پوځي او ملکي ادارو سره همکاري کوي او پلان لري، چې له اړونده افغان بنسټونو سره خپلې مرستې پراخې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جینواکال له مرستو نه مننه کړې او ویلي يي دي، افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د مرستندویه او بې طرفه بنسټونو فعالیت ته تر بل هر وخته ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي د جینواکال مسولینو ته په خطاب کې ویلي؛ د افغانستان واقعیتونو له نړیوالو بنسټونو سره شریک کړئ او اسلامي امارت ټولو همکارو بنسټونو ته ډاډ ورکوي، چې په افغانستان کې خپلې چارې په ازادانه ډول له اصولو سره سمې پر مخ یوسي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د اسلامي امارت اړونده ادارې به له جینواکال سره خپلې همکارۍ پراخې او د لاغوره فعالیت زمینه به ورته برابره کړي.

غزه کې د صهیونیستي رژیم روان وحشت؛ ملګري ملتونه: د مرستو په موخه راټول شوي کسان په مرمیو لګېدلي

ملګري ملتونه وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د مرستو په موخه راټول شوي ډېری کسان په مرمیو لګېدلي.

د تېرې پنج‌شنبې په ورځ صهیونیستي یرغلګرو ځواکونو د غزې تړانګې په غزه ښار کې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د راټولو شویو فلسطینیانو په ګڼه ګوڼه ډزې کړې، چې ۱۱۷ کسان پکې شهیدان او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

نړیوالې ټولنې د یادې پېښې په اړه د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې او ګڼو هېوادونو یې په مقابل کې غبرګونونه ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یاده پېښه غندلي او ویلي یې دي، چې نهیلي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل لوري ته د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بوریل یاده پېښه د نه منلو وړ ګڼلې ده.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري ملکي خلک په نښه شوي.

جرمني او ایټالیا د دې پېښې د پلټنې غوښتنه کړې او

فلسطین بیا دا پېښه عام وژنه بللې ده.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسي ۳۰ زره او ۲۲۸ کسان شهیدان او ۷۱ زره او ۳۷۷ نور ټپیان شوي دي.

د ایران ټاکنې؛ لا هم د رایو شمېرنه روانه ده

د ایراني رسنیو د راپورونو په حواله دغه هېواد کې د پرونیو ټاکنو چې پایله کې یې د خبره ګانو شورا غړي او د استازو جرګه ټاکل کېږي، د کارول شویو رایو شمېرنه لا هم روانه ده.

دغه ټاکنې په ۳۱ ولایتونو، ۲۹۰ حوزو او ۵۹ زره ټاکنیزو سایټونو کې ترسره شوي او میلیونونو ایرانیانو په کې خپلې رایې وکارولې دي.

ابراهیم رییسي الجزایر هېواد ته د خپل رسمي سفر تر پیل کولو وړاندې رسنیو سره په خبرو کې په دغو ټاکنو کې د خلکو پراخ حضور د ستاینې وړ بللی.

په یاد هېواد کې د ټاکنو د امنیت لپاره سلګونه زره امنیتي پرسونل په دنده ګمارل شوي وو او د ایراني امنیتي چارواکو په خبره ټاکنې په امن کې ترسره شوې دي.

کرېکټ؛ د افغانستان کرېکټ‌بورډ د ایرلینډ پر وړاندې ۳ یو ورځنیو سیالیو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د ایرلنډ پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د ایرلنډ پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې درې ځوانو لوبغاړو ته چې له دې وړاندې یې په بېلابېلو کورینو سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، ځای ورکړل شوی دی.

چپ لاسی ورو توپ اچوونکی ننګیال خروټی، چې د توپ اچونې ترڅنګ په چپ لاس ښه توپوهنه هم کوي، د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبدلې ته اضافه شوی دی.

د نوموړي ترڅنګ ښي لاسی چټک توپ اچوونکی بلال سمیع او ښی لاسی ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر، چې د روان کال نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګټه ولوبېده، هم د ایرلنډ پر وړاندې لوبډله کې ټاکل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د دوه مخکښو لوبغاړو او پیاوړو ورو توپ اچوونکو راشد خان او مجیب الرحمن ټپونه لا هم ندي رغېدلي او د ایرلنډ پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې به هم د لوبډلې برخه نه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر احمد شاه سلیمانخیل ویلي؛ راشد خان او مجیب الرحمن لا هم له درملنې لاندې دي او د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې به هم ګډون ونلري.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ دا ځل درې نوي ځوان لوبغاړي لوبډلې ته اضافه کړي دي. ننګیال خروټي او بلال سمیع په تېره څه موده کې د کورني کرېکټ غوره لوبغاړي پاتې شوي دي، دغه راز الله محمد غضنفر د ۱۹ کلنو لوبغاړو په نړیوال جام کې غوره لوبې وکړې.

ښاغلي سلیمانخیل ویلي، موږ هیله من یو چې غضنفر به د ایرلنډ پر وړاندې لوبو کې د مجیب الرحمن تشه ډکه کړي او د افغان لوبډلې په ګټه به ښې لوبې وکړي.

د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

د دوی ترڅنګ به ضیاء الرحمن اکبر، شاهد الله کمال او قیس احمد د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مل وي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۲۰/۸/۱۴۴۵هـ ق نېټه چې ۱۱/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

 د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۴ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۲ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۶ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکي، درې تنه دینی عالمان، یو تن د قران کریم حافظ، ۱۰ تنه غریبکار او شپږ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۳ تنه کیږي ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۹۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۰ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶ تنه و، کابل او زابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۱۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۶۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه دینی عالمان، ۳۵ تنه غریبکار او اووه تن حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۴ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۲۱۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۳۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۹۱تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۲۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۰۴ کورنۍ ۳۴۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۲۱ کورنۍ ۱۷۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۹۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۴۸کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۳۹۷ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۱۸۳ عدده

مولوي عبدالسلام حنفي: مسولین دې په اجتماعي هوساینه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار له والي مولوي ګل محمد سره لیدنه کړې.

په پیل کې د ننګرهار والي د دې ولایت د اقتصادي، اجتماعي او د سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، سیمه ییز مسولین د امنیت په ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې تل هڅې کوي.

نوموړي همداراز د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې په دې ولایت کې دې د کرنېزې پراختیا په برخه کې د پروژو پلي کېدو ته جدي پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار د سیمه ییزو مسولینو فعالیتونه او کړنې یې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د سرتاسري امنیت ټینګښت او اجتماعي هوساینه د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او لازمه ده، چې سیمه ییز مسولین په دې برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.

مولوي عبد السلام حنفي د ننګرهار والي وړاندېزونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام دغې برخې ته رسېدنه وکړي.