ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د افغانستان کرېکټ‌بورډ د ایرلینډ پر وړاندې ۳ یو ورځنیو سیالیو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د ایرلنډ پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د ایرلنډ پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې درې ځوانو لوبغاړو ته چې له دې وړاندې یې په بېلابېلو کورینو سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، ځای ورکړل شوی دی.

چپ لاسی ورو توپ اچوونکی ننګیال خروټی، چې د توپ اچونې ترڅنګ په چپ لاس ښه توپوهنه هم کوي، د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبدلې ته اضافه شوی دی.

د نوموړي ترڅنګ ښي لاسی چټک توپ اچوونکی بلال سمیع او ښی لاسی ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر، چې د روان کال نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګټه ولوبېده، هم د ایرلنډ پر وړاندې لوبډله کې ټاکل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د دوه مخکښو لوبغاړو او پیاوړو ورو توپ اچوونکو راشد خان او مجیب الرحمن ټپونه لا هم ندي رغېدلي او د ایرلنډ پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې به هم د لوبډلې برخه نه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر احمد شاه سلیمانخیل ویلي؛ راشد خان او مجیب الرحمن لا هم له درملنې لاندې دي او د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې به هم ګډون ونلري.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ دا ځل درې نوي ځوان لوبغاړي لوبډلې ته اضافه کړي دي. ننګیال خروټي او بلال سمیع په تېره څه موده کې د کورني کرېکټ غوره لوبغاړي پاتې شوي دي، دغه راز الله محمد غضنفر د ۱۹ کلنو لوبغاړو په نړیوال جام کې غوره لوبې وکړې.

ښاغلي سلیمانخیل ویلي، موږ هیله من یو چې غضنفر به د ایرلنډ پر وړاندې لوبو کې د مجیب الرحمن تشه ډکه کړي او د افغان لوبډلې په ګټه به ښې لوبې وکړي.

د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

د دوی ترڅنګ به ضیاء الرحمن اکبر، شاهد الله کمال او قیس احمد د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مل وي.