ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جینوا کال عمومي ریيس: د اسلامي امارت مثبت ټکې به له نړیوالې ټولنې او ځانګړو بنسټونو سره شریک کړو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جینواکال له عمومي رییس الن دلترو، د جینواکال د نړیوالو اړیکو له مسول الکساندر مونافو او په افغانستان کې د دغه بنسټ له مسول فهد عباسي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د جینواکال عمومي رییس ویلي، له اوږدې مودې را په دې خوا له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دي او همکاري لري.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی، امنیتي او پوځي ادارې له خلکو سره همکاري لري او د اسلامي امارت پوځي منسوبین له خلکو سره مناسب چلن لري.

د نوموړي په وینا؛ دغه مثبت ټکي به له نړیوالې ټولنې او ځانګړو بنسټونو سره شریک کړي.

ښاغلي دلترو ویلي؛ دا مهال دوی په افغانستان کې له یو شمېر پوځي او ملکي ادارو سره همکاري کوي او پلان لري، چې له اړونده افغان بنسټونو سره خپلې مرستې پراخې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جینواکال له مرستو نه مننه کړې او ویلي يي دي، افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د مرستندویه او بې طرفه بنسټونو فعالیت ته تر بل هر وخته ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي د جینواکال مسولینو ته په خطاب کې ویلي؛ د افغانستان واقعیتونو له نړیوالو بنسټونو سره شریک کړئ او اسلامي امارت ټولو همکارو بنسټونو ته ډاډ ورکوي، چې په افغانستان کې خپلې چارې په ازادانه ډول له اصولو سره سمې پر مخ یوسي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د اسلامي امارت اړونده ادارې به له جینواکال سره خپلې همکارۍ پراخې او د لاغوره فعالیت زمینه به ورته برابره کړي.