د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار له والي مولوي ګل محمد سره لیدنه کړې.
په پیل کې د ننګرهار والي د دې ولایت د اقتصادي، اجتماعي او د سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، سیمه ییز مسولین د امنیت په ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې تل هڅې کوي.
نوموړي همداراز د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې په دې ولایت کې دې د کرنېزې پراختیا په برخه کې د پروژو پلي کېدو ته جدي پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار د سیمه ییزو مسولینو فعالیتونه او کړنې یې ستایلي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د سرتاسري امنیت ټینګښت او اجتماعي هوساینه د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او لازمه ده، چې سیمه ییز مسولین په دې برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
مولوي عبد السلام حنفي د ننګرهار والي وړاندېزونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام دغې برخې ته رسېدنه وکړي.