ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1190

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: کوچیان د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لغمان د کوچیانو له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

قومي مشرانو ویلي؛ په تېرو دوه لسیزو کې کوچيان د افغان ولسونو سره سم وکړیدل او دا مهال د ژوند له لومړنیو او اساسي خدماتو هم بې برخې دي.

د دغو مشرانو په وينا، دا مهال د ښوونځیو، روغتیايي کلینیکونو، مدارسو او پاکو اوبو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.

دغه راز په هېواد کې د روانې وچکالۍ له امله یې مالداري هم زيانمنه شوې ده.

دوی د هېواد په ځینو سیمو کې د څړ ځایونو د ستونزو د حل غوښتنه هم کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ کوچیانو د نورو افغانانو په څېر د جهاد په دواړو دورو کې فعاله ونډه اخیستې او قربانۍ یې ورکړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ کوچیان د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري، د دوی د ستونزو د حل لپاره به اړونده مسولین د خپلو امکاناتو په محدوده کې لاس په کار شي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې؛ وچکالۍ په افغانستان کې د میلونونو وګړو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او اړتیا ده، چې د دې ستونزې د رفع کولو لپاره کورني او بهرني بنسټونه او مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرستې وکړي.

ډاکټر ملا عبدالواسع: ټول ارګانونه د هېواد پرمختګ او بیارغونې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د فاریاب ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.

 د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني راغلو مشرانو او علماوو ته ویلي؛ له ۲۰ کلونو وروسته اسلامي نظام حاکم شوی، اوس باید جهالت، فقر او بې اتفاقي لمنځه یوسو او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د خلکو د هوساینې لپاره په ګډه کار وکړو.

قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت پر حاکمیت، په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت، د فساد، غلا او زورواکۍ د لمنځه وړلو په شمول یې د اسلامي امارت پر ټولو لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.

دوی دغه راز په بېلابېلو په ځانګړي ډول د بند سرحوض سړک قیرولو (چې مرکز میمنه د فاریاب ولایت له لولاش ولسوالۍ سره وصلوي)، د پوهنې او دیني مدرسو د ستونزو د حل، د روغتیایي کلینیکونو جوړولو، لېرې پرتو ولسوالیو ته د برېښنا د تمدید، د اوبولګولو بندونو او سړکونو د جوړولو په برخو کې یې د فاریاب د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي.

 د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي؛ اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې د خلکو له ستونزو ځان خبر او د خپلو امکاناتو په محدوده کې یې د حل اقدام وکړي.

 ‌‌ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړې؛ د علم او پوهې ارزښت ډېر زیات دی، هغو مجاهدینو چې په مدارسو کې یې زدکړې کولې د هېواد د خپلواکۍ او اشغال د خاتمې لپاره یې جهاد کړی.

نوموړي څرګنده کړې؛ اسلامي مارت د هېواد په هره څنډه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنه کولو په موخه مهم او اساسي ګامونه اخلي، وزیران او نورو مسولین لرې پرتو سیمو ته سفرونه کوي، ترڅو د خلکو ستونزې تشخیص او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

 ‌‌ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ د تېرو ۲۰ کلونو ورانیو جوړول وخت ته اړتیا لري، فوایدعامې وزارت د مهمو لویو لارو د ترمیم او جوړولو په برخه کې هڅې کوي، دغه راز نور ټول ارګانونه د خلکو د ستونزو د حل او هېواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

مولوي عبدالکبیر: اړونده ادارې دې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې زیانمن شویو کورنیو لپاره اساسي سرپناوې جوړې کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر د نورستان له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره لیدنه کړې.

د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ د واورې او غره ښويېدنې پېښې په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.

مولوي فیصل مختار ویلي؛ یاده پېښه د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلي کې رامنځته شوې، چې ۲۱ تنه پکې شهیدان، ۴ تنه ټپیان او ۲۴ کورونه پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د نورو زیانونو د مخنیوي او له زيانمنو سره د مرستې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې، چې د نورستان یو شمېر ولایتي ادارې او د اوچا اداره په کې ګډون لري.

 د ښاغلي مختار په وینا؛ ۲۵۰ کورنۍ لا هم له ګواښ سره مخ دي، چې په موقت ډول د نورګرام ولسوالۍ په اوله حصه کې په لنډمهالي پنډغالي کې ځای پر ځای شوي او مرستې ورسره دوام لري، خو د اوږدمهال لپاره اړتیا ده، چې دغو کورنیو ته په اساسي ډول سر پنا جوړې شي.

 د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پر یادې پېښې خواشیني ښودلې، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جميل صبر دعا کړې.

مولوي عبدالکبیر له ټولو مرستندویه ادارو په مننې ویلي؛ ټولې اړوند امارتي ادارې، مرستندویه موسسې او بنسټونه دې زیان سره مخ کورنیو لپاره د اساسي سرپناه جوړولو لپاره لاس په کار شي.

د اوبو او انرژي وزارت د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د سیلابونو راوتلو اټکل کړی

د اوبو او انرژي وزارت د روان لمریز کال د کب له شپږمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل کړی.

یاد وزارت د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی.

د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.

په یادو شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د  (فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

د اوبو او انرژي وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه، چې د یادو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي غوښتنه کړې، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

ملا عباس اخوندزاده: هڅه کوو نورګرام کې د غر ښویېدنې د زیانمن شویو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړو

د نورستان مرستيال والي مولوي فیصل مختار د طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي سرپرست وزير ملا عباس اخوندزاده سره لیدنه کړې.

مرستيال والي ملا عباس اخوندزاده سره د نورګرام ولسوالۍ د تتين درې د نکره کلي د ورستيو ځاني او مالي زيانونو په اړه معلومات شريک کړي او له نوموړي یې غوښتي، چې له زیانمن شویو کورنیو سره ډيرې مرستې وشي د نورو مرستو ترڅنګ بايد ورته دايمي سرپناه هم جوړه شي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتووالي سرپرست وزير په ياده پيښه ژوره خواشني ښودلې او مرستيال والي ته يې ډاډ ورکړی، چې د تير په څير به ورسره هر ډول مرستې وشي‌.

د يادونې وړده، چې تر دې وړاندې هم د پيښو پر وړاندې د مبارزې وزارت او نورو اړونده مرستندويه بنسټونو له لوري ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوي دي.

د کرنې سرپرست وزیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس لیدنه؛ د کرنې او د محصولاتو په معیاري کولو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارډ ترانچارډ او د دغه ادارې د مرستو د جلبولو رییس الکسانډر جانس سره په کابل کې لیدنه کړې.

یاده غونډه، چې د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او پراختيا په موخه دایره شوې وه، په ترڅ کې یې د کرنې د پراختيا، د ځنګلونو د ساتنې، طبيعي سرچینو، د کرنیزو تخمونو وېش، د ځنګلونو اقتصادي کول، د کرنې عصري کول او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو معیاري کولو په اړه خبرې شوي.

د کرنې سرپرست وزیر په اوسني وضعیت کې له بزګرانو او مالدارانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستو مننه کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان د کرنې په بېلابېلو برخو کې کار ته اړتیا لري.

مولوي عطاء الله عمري زیاته کړې؛ موږ داسې طرحې جوړ کړي، چې په پلي کولو سره یې کولای شو، چې د دې هېواد وګړو ته د کار زمینه برابره کړو، خو؛ زموږ امکانات محدود دی، اړینه خبره دا ده، چې نړیوال مرستندویه هېوادونه او ادارې له موږ سره په دې برخو کې همکاري وکړي.

سرپرست وزیر د راتلونکي کال لپاره د کرنې وزارت د پلانونو په اړه ویلي؛ هڅه کوو، چې د افغانستان کلیو او بانډو ته عصري او معیاري کرنه او مالداري ورسوو، تر څو خلکو او په ځانګړې توګه مېرمنو ته د ننه په کور کې د کار زمینه برابره شي.

ریچارډ ترانچارډ او الکسانډر جانس د افغانستان له اړمنو خلکو سره د مرستو د دوام لپاره د دغه نړۍوالې ادارې د ژمنو په اړه ویلي؛ دا زموږ انساني او وظیفوي دنده ده، چې د دې هېواد اړمنو بزګرانو و مالدارانو لپآره د مرستې جلبولو په موخه هلې ځلې وکړو.

 نوموړي زیاته کړې؛ موږ د افغانستان ګوټ ګوټ ته په سفرونو کې ولیدل، چې په دې هېواد کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشتنه او موږ کولای شو، چې د دې خاروې لرو پرتو سیمو ته سفر او کار وکړو.

په دې کتنه کې دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسولینو د افغانستان له بزګرانو او مالدارانو سره د مرستې او کار کولو په موخه د بېلابېلو هېوادونو پر لېوالتیا خبرې کړي.

د اوکراین د جګړې دویمه کلیزه؛ داوړو خواوو ته لسګونه زره کسان وژل شوي

پر اوکراین د روسيې د برید دوه کلونه پوره شول.

د روسيې پوځ د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین برید وکړ.

په لومړیو کې باور دا و، چې ښايي دا جګړه به په څو ورځو کې د کرملین په ګټه پای ته ورسېږي. دوه کاله پوره شول او لا هم جګړه روانه ده.

د اوکرايين جګړې دویمې کليزې سره هم‌مهاله تېره شپه روسیي الوتکو د اوکراین د اودیسه ښار په ځینو برخو بریدونه کړي، چې د مرګ‌ژوبلې په هکله یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د راپورنو له مخې په دې جګړه کې د دواړو لورو څه باندې ۱۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د دواړو لورو ځواکونو او ملي وګړو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، چې تر ډېره یې نه رسنیزه کوي.

ویل کېږي چې د یادې جګړې دواړه ښکېل اړخونه د وسلو له کمښت سره مخ دي.

د کرنې پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه؛ د څه باندې دوه میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه

د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا په نهمه غونډه کې، چې د کرنې د سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه صندوق د رهبرۍ د غړو په شتون کې راتلونکي کال لپاره بزګرانو، مالدارانو او د کرنې او مالدارۍ سکټورونو متشبثینو لپاره د اسلامي مالي چوپړتیاوې په موخه د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه.

یاده غونډه د مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي مرستیال مولوی عبدالقدیر احمد، د صندوق د پلاوي رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د مالي چارو کارپوهانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې په ۲۰۲۳ ام کال کې د کرنې د پراختیا صندوق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او د ۲۰۲۴ کال پلانونه هم شریک شوي.

ګډونوالو د سږني پلان په اړه خپل نظرونه شریک کړي او په ځینو برخو کې پرېکړې شوي، چې د صندوق د فعالیتونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

په دې غونډه کې د کرنې د پراختیا صندوق رهبري په راتلونکي کال کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې بزګرانو، مالدارانو او متشبثینو ته د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب کړې.

دا افغانۍ راتلونکی کال د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا او د وکالې او مرابحې د اسلامي مالي خدماتو له لارې غوښتونکو لپاره په یادو سکتورونو کې د پانګونې د پراختیا لپاره ورکول کېږي، چې تر پینځه زره ډېر بزګران د دې پیسو تر پوښښ لاندې راځي.

د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ د کرنې د پراختیا صندوق چوپړتیاوې د کروندګرو، بڼوالو او بزګرانو لپاره ګټور دي هڅه وکړئ، چې د اسلامي مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیات اغېزمنتیا رامنځته او خلک له پورونو برخمن شي.