د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت الله شهیدي ویلي، چې په امریکا کې افغان کډوالو په پار راټولو شویو پیسو د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې ۱۵ معیاري کورونه او یوه لویه اشپزخانه یا پخلنځی جوړوي.
شهیدي زیاته کړې، چې په دې کورونو کې به هغه کډوال د کمپ ټاکل شوې موده تېروي، چې تازه له پاکستانه راستانه شوي وي.
ملي اتل حشمت الله شهیدي وروسته له هغې دا کورونه جوړوي، چې څه موده وړاندې یې د افغان کډوالو سره د مرستې راټولولو په پار په امریکا څه باندې ۱۰۰ زره ډالره نغدي مرسته راټوله کړې وه.
حشمت الله شهیدي په مرسته شویو پیسو افغان کډوالو ته معیاري کورنه جوړوي
ملا خیرالله خیرخواه: د “کڼو” کسانو له مهارت او مسلکي وړتيا څخه دې د ورته وګړو په عامه پوهاوي کې ګټه واخیستل شي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه د هېواد يو شمېر کڼو ځوانانو سره لیدنه کړې.
کڼو په ټولنه کې دوی ته د ورپېښو ستونزو، په دولتي ادارو کې د کاري فرصتونو د نشتون، د خپلو کاري وړتياوو، او مسلکي زده کړو په اړه معلومات شريک کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزير څخه يې د ملاتړ غوښتنه کړې.
ملا خيرالله خيرخواه له دوی څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ دوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې ژمنه کړې، تر څو د دوی له مهارتونو څخه په رسنيزه برخه کې د کڼو ماشومانو، ځوانانو او ښځو لپاره د ديني او خبري خپرونو او مرکو په جوړولو کې ګټه واخستل شي.
سرپرست وزیر ویلي؛ د ټولنې د فعالو غړو په توګه کاڼه کسان مهارت او مسلکي وړتیا لري، هڅه کوي تر څو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مختلفو برخو کې د کڼو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.
د نوموړي په وينا؛ کاڼه باید د کار او ټولنيزو چارو وزارت پورې منحصر ونه ګڼل شي، بلکې په ټولنه کې د کڼو کسانو له مهارت او مسلکي وړتيا څخه دې ګټه واخیستل شي.
کابل؛ امالبلاد لوبډلې د واليبال غورهليګ درېيم پړاو سياليو اتلولي وګټله
د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون له لوري اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال غورهليګ درېيم پړاو سيالۍ د امالبلاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په ياد غوره لیگ کې امالبلاد، سپین غر، نښتر او پامیر په A گروپ کې او بالاحصار، بُست، هندوکش او نګین هریوا په B ګروپ کې شتون درلود، چې پايلوبې ته يې د امالبلاد او بست لوبډلو لاره پیدا کړه.
په پايله کې امالبلاد لوبډلې خپلې سيالې بست لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه.
د دې لیګ درېیم مقام سپین غر لوبډلې وګاټه.
د ياد غورهليګ غوره لوبغاړی له امالبلاد لوبډلې څخه نصير احمد کوهستاني نومول شوی.
دغه سيالۍ چې ۸ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو.
د يادونې وړ ده، چې د غوره ليګ ټولې سيالۍ له ملي سپورټ تلويزون څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شوې.
د سياليو د پای په مراسمو کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام د لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو لوبغاړو ته مډالونه او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ، د ۱۲/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۴/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د تورخم څخه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۰۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۶۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۹ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۳۶۰تنه کډوال تداوي شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۸ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن لیسانس، یو حافظ، درې تنه دیني عالمان، ۴۶ تنه غریبکار او ۲۴ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۸۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۲۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د سپین بولدک څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۷ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۷۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۴۲۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۲۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۹۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۶۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۳تنه د بکلوریا سند لرونکي، ۱تن د لیسانس سند لرونکی، ۲تنه حافظان، ۵تنه دیني عالمان، ۴۴ تنه غریبکار او ۲۲ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۷۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
پکتیــــکا
آنګور اډې لار
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۴۹۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په نیمروز کې ۲۵۴تنه کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۸۲ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۴۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په هرات کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په هرات کې ۱۸۷ تنه کډوال تداوي شوي دي.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۴۰ کورنۍ ۳۷۹ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۹ کورنۍ ۱۴۶ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۲۵ کورنۍ
تداوي شوي کډوال: ۱۰۲۷ تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۱۲ عدده
د لومړي ځل لپاره د متحده عربي اماراتو څخه بلخ هوايي ډګر ته کارګو الوتنه ترسره شوه
د اسلامي امارت راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره د کارګو الوتنه د (فلای سکای) هوايي شرکت له لوري د متحده عربي اماراتو او بلخ ولایت ترمنځ پروازونه پیل کړي.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي، د مولاناجلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر د بیات پاور شرکت مسولینو او کاري پرسونل شتون درلود.
د کارګو شرکت مسول ویلي؛ دا چې د بلخ ولایت او متحده عربي امارات ترمنځ سوداګریزي اړیکي شتون لري او افغانستان او متحده عربي امارات غواړي هر وخت د سوداګرۍ په برخه کې پراخې اړیکې ولري؛ نو د دې اړتیا وه، چې د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزه پروازونه پيل کړي.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر ویلي؛ د اسلامي امارت له حاکمېدو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره رسماً د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزه پرازونه پيل او په لومړني پرواز کې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي، چې د بیات برېښنا شرکت برېښنايي سیسټمونه پکښي شامل دي، له متحده عربي اماراتو څخه مزارشریف ته لیږدول شوي دي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسؤلینو خوښي څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له هڅو وروسته د لومړي ځل لپاره د هوايي دهلېز پرانېستل شو او د هوا له لاري د سوداګریزو توکو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې، چي د دې سوداګریزې اړیکې سره سم به په نورو برخو کي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې قوي شي.
مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام له سراج الاسلام دارالعلوم څخه د فارغو شویو علماوو د دستاربندي په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، مسولینو او علماوو ګډون کړی و.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر فارغو شویو علماوو او د هغوی استادانو ته مبارکي ویلې او د ټولنې د اصلاح لپاره یې زدهکړې ضروري او د دیني بنسټونو فعالیت اړین ګڼلی دی.
نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت په اډانه کې به د عصري زدهکړو تر څنګ د دینې مدرسو غوره او تخصصي فعالیت ته هم پاملرنه وشي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ پر هطواد د بهرنیانو له لوري په پرلهپسې تېریو سربیره ولسونه پر خپلو ارزښتونو کلک ولاړ دي او اجازه نه ورکوي پر ملي او دیني مسایلو معامله وشي.
هغه ویلي، چې افغانان په خټه مسلمانان دي او د تاریخ په اوږدو کې د یرغلګرو په خلاف او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ولسونو قربانۍ، مجاهدت او مبارزې د اسلامي ارزښتونو د ساتلو او اسلامي نظام د غوښتنې غوره بېلګې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه، چې په دوحه کې د اسلامي امارت د ګډون په هکله وه، غیرمنصفانه یاده کړې او ویلي یې دي؛ که چیرې په راتلونکو ناستو کې د ملګرو ملتونو او هیوادونو لخوا په ناستو کې د ګډون په موخه د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شي، اسلامي امارت به هم د افغانستان په استازولۍ پکې برخه واخلي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز په هېواد کې روانې وچکالۍ او د اوبو د کمښت ستونزې حل په اړه ویلي؛ د هیواد په کچه د اوبو د مدیریت په موخه پراخ پلان تر کار لاندې دی، چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې ډېر شمېر د اوبو ذخیروي بندونه جوړ او د اوبو د کچې لوړولو لپاره کار وشي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره ملي بودیجه له خپلو عوایدو چمتو کېږي، چې د ملکي ادارو او پراختیايي پروژو پر لګښت سربېره د اسلامي اردو او امنیتي ادارو لګښتونه هم له ملي بودیجې ورکول کېږي.
محترم سیاسي مرستیال زياته کړې، چې له نشهيي توکو او فساد سره مبارزه او په افغانستان کې تلپاتې ثبات یوازې د اسلامي امارت په وجود کې تضمین کېدای شي، چې افغانانو او نړیوالو هم دغه واقعیت درک کړی دی.
هغه ویلي؛ افغانستان د یوه خپلواک هیواد او اسلامي امارت د یوه مشروع اسلامي نظام په توګه، ټولو ګاونډیانو او نړیوالو ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت د خپل متعادل او متوازن بهرني سیاست له مخې د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي او له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ متوجه نشي.
مولوي عتیقالله عزیزي د ماشین خانې له تاریخي ودانیو او پرمختیاوو څخه لیدنه وکړه
د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د کابل د تاریخي ماشین خانې له لرغونو ودانیو، تاسیساتو، برجونو او وسایلو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عزیزي ویلي، چې ماشین خانه زمونږ د هېواد د تخنیک او هویت ژوندی تاریخ دی، حفاظت او ساتنه یې خپل ملي او فرهنګي مکلفیت ګڼو او خوښ یو، چې اوسنی بڼه او د رغونې چارې یې په تاریخي سبک او معیارونو برابرې پر مخ وړل کېږي.
ماشین خانه چې له سلو کلنو زیات عمر لري د امیر شیرعلي خان په وخت کې جوړه شوې او د هېواد په کچه د وسلو او اوسپنیزو روپیو او سکو جوړولو مجهزه کارخونه وه.
په ورستیو کلونو کې د اغاخان بنسټ له لوري د یادې کارخونې ترمیماتي چارې په پخواني سبک له عصري ایجاباتو سره سم پیل شوې دي.
د اغاخان د فرهنګي موسسې مسول انجنیر اجمل میوندي د هنر او فرهنګ معین ته دماشین خاني دترمیماتو په باب هر اړخیز توضیحات ورکړي او ویلي یې دي، چې ماشین خانه کې ٢٣ لوی هنګرونه، دوه دنګ برجونه، دري تاریخی ودانی په اساسي ډول باندي رغول کیږي.
همدارنګه د تجارت لپاره دوکانونه، تفریحي ځايونه، صنعتي موزیم، پیاده روونه، شنې ساحې، تشنابونه او نور سهولتونه تر کار لاندې دي، چې خوشبختانه د دغو ټولو ودانیو او ملحقاتو کار ٨٧ سلنه بشپړ شوی دی.
کندهار کې د منګالې فارم رغول کېږي
د کندهار دکرنې او مالداري ریاست چارواکي وایي؛ د کرنې ریاست اړوند د منګالې فارم د بیارغولو په موخه له خصوصي سکټور سره هوکړه لیک لاسلیک شوی، چې پر بنسټ به یې یاد فارم بیا ورغول شي.
د کندهار د کرنې او مالداري چارواکو د دې فارم څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې یاد فارم د کندهار د لوړشاولیکوټ ولسوالۍ د سربند په سیمه کې په شاخوا ۳۳ جریبه ځمکه جوړ شوی، چې د بیا رغونې په موخه خصوصي سکټور ته سپارل شوی دی.
د مسولینو په وینا؛ دغه فارم له کلونو راهیسي شاړ پاتې وو او کومه ګټه ترې نه ده پورته شوې.
د کندهار دکرنې رییس ویلي؛ د خصوصي سکټور له لوري په دې فارم ۳.۷ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي، چې په معیاري بڼه به ورغول شي.
