ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام له سراج الاسلام دارالعلوم څخه د فارغو شویو علماوو د دستاربندي په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، مسولینو او علماوو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر فارغو شویو علماوو او د هغوی استادانو ته مبارکي ویلې او د ټولنې د اصلاح لپاره یې زده‌کړې ضروري او د دیني بنسټونو فعالیت اړین ګڼلی دی.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت په اډانه کې به د عصري زده‌کړو تر څنګ د دینې مدرسو غوره او تخصصي فعالیت ته هم پاملرنه وشي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ پر هطواد د بهرنیانو له لوري په پرله‌پسې تېریو سربیره ولسونه پر خپلو ارزښتونو کلک ولاړ دي او اجازه نه ورکوي پر ملي او دیني مسایلو معامله وشي.

هغه ویلي، چې افغانان په خټه مسلمانان دي او د تاریخ په اوږدو کې د یرغلګرو په خلاف او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ولسونو قربانۍ، مجاهدت او مبارزې د اسلامي ارزښتونو د ساتلو او اسلامي نظام د غوښتنې غوره بېلګې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه، چې په دوحه کې د اسلامي امارت د ګډون په هکله وه، غیرمنصفانه یاده کړې او ویلي یې دي؛ که چیرې په راتلونکو ناستو کې د ملګرو ملتونو او هیوادونو لخوا په ناستو کې د ګډون په موخه د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شي، اسلامي امارت به هم د افغانستان په استازولۍ پکې برخه واخلي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز په هېواد کې روانې وچکالۍ او د اوبو د کمښت ستونزې حل په اړه ویلي؛ د هیواد په کچه د اوبو د مدیریت په موخه پراخ پلان تر کار لاندې دی، چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې ډېر شمېر د اوبو ذخیروي بندونه جوړ او د اوبو د کچې لوړولو لپاره کار وشي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره ملي بودیجه له خپلو عوایدو چمتو کېږي، چې د ملکي ادارو او پراختیايي پروژو پر لګښت سربېره د اسلامي اردو او امنیتي ادارو لګښتونه هم له ملي بودیجې ورکول کېږي.

محترم سیاسي مرستیال زياته کړې، چې له نشه‌يي توکو او فساد سره مبارزه او په افغانستان کې تلپاتې ثبات یوازې د اسلامي امارت په وجود کې تضمین کېدای شي، چې افغانانو او نړیوالو هم دغه واقعیت درک کړی دی.

هغه ویلي؛ افغانستان د یوه خپلواک هیواد او اسلامي امارت د یوه مشروع اسلامي نظام په توګه، ټولو ګاونډیانو او نړیوالو ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت د خپل متعادل او متوازن بهرني سیاست له مخې د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي او له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ متوجه نشي.