د اسلامي امارت راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره د کارګو الوتنه د (فلای سکای) هوايي شرکت له لوري د متحده عربي اماراتو او بلخ ولایت ترمنځ پروازونه پیل کړي.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي، د مولاناجلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر د بیات پاور شرکت مسولینو او کاري پرسونل شتون درلود.
د کارګو شرکت مسول ویلي؛ دا چې د بلخ ولایت او متحده عربي امارات ترمنځ سوداګریزي اړیکي شتون لري او افغانستان او متحده عربي امارات غواړي هر وخت د سوداګرۍ په برخه کې پراخې اړیکې ولري؛ نو د دې اړتیا وه، چې د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزه پروازونه پيل کړي.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر ویلي؛ د اسلامي امارت له حاکمېدو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره رسماً د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزه پرازونه پيل او په لومړني پرواز کې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي، چې د بیات برېښنا شرکت برېښنايي سیسټمونه پکښي شامل دي، له متحده عربي اماراتو څخه مزارشریف ته لیږدول شوي دي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسؤلینو خوښي څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له هڅو وروسته د لومړي ځل لپاره د هوايي دهلېز پرانېستل شو او د هوا له لاري د سوداګریزو توکو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې، چي د دې سوداګریزې اړیکې سره سم به په نورو برخو کي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې قوي شي.