د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون له لوري اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال غورهليګ درېيم پړاو سيالۍ د امالبلاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په ياد غوره لیگ کې امالبلاد، سپین غر، نښتر او پامیر په A گروپ کې او بالاحصار، بُست، هندوکش او نګین هریوا په B ګروپ کې شتون درلود، چې پايلوبې ته يې د امالبلاد او بست لوبډلو لاره پیدا کړه.
په پايله کې امالبلاد لوبډلې خپلې سيالې بست لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه.
د دې لیګ درېیم مقام سپین غر لوبډلې وګاټه.
د ياد غورهليګ غوره لوبغاړی له امالبلاد لوبډلې څخه نصير احمد کوهستاني نومول شوی.
دغه سيالۍ چې ۸ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو.
د يادونې وړ ده، چې د غوره ليګ ټولې سيالۍ له ملي سپورټ تلويزون څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شوې.
د سياليو د پای په مراسمو کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام د لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو لوبغاړو ته مډالونه او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.