ورځ: شنبه
۱۴۴۵/۰۴/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۰۸ تر/۲۰ هـ ش
په تورخم (ډيورنډ فرضي کرښه)
د ثبت او تثبيت کمېټه:
نن ورځ ۴۲۸ کورنۍ ثبت او ۱۹۴۳ تنه یې بايوميټرک شوي دي، ۷۰ کورنۍ يې تثبیت شوي چې ۵۰ کورنۍ یې تقلبي مهاجر ګڼل شوي دي. همدا راز راستانه شويو مهاجرينو باندې درې زره او ۱۱۳ سيمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
سلګونه مهاجرینو ته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل شوي، د یو شمېر کمېټو سپارښتنې مهاجرينو ته رسول شوي، ۵۰ ورک شوي ماشومان او ۱۰۰ ورقې بېلابېل ورک شوي اسناد خپلو کورنیو او مالکانو ته سپارل شوي، د عامه پوهاوي په برخه کې مهاجرينو سره ناستې شوي او معلومات ورته ورکړل شوي، پنځو رسنيو ته د فعاليت زمینه برابره شوې او دوو کمېټو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د موقتي ميشت کولو کمېټه:
د يو خيريه بنسټ له لوري ۱۰۰ خېمې او ۲۰۰ ترپالونه ترلاسه شول، د ايي او ايم (IOM) له دفتر سره يوه د اوبو ذخيره نصب شوه، شپږ هغه خيمې چې د نوي سرک نقشه پرې راغلې، راټولې او خوندي شوي او د سرک جوړونې څخه څارنه شوې، په کمپ کې د اوبو ذخیرې ډکې شوي.
د روغتیایي چارو او خدماتو کمېټه:
۱۸ زره ۴۵۰ کډوالو باندې خواړه ووېشل، یو زر او ۲۳۲ کمبلې، ۱۱۷ فرشونه، ۴۰۰ جوړه لباسونه، ۱۰۰ بوجۍ اوړه، ۱۰۰۰ بوشکې غوړي، چې د بېلابېلو خيریه مؤسسو له لوري یادې کمېټې ته سپارل شوي وو، په مهاجرینو باندې ووېشل شول.
د مساجدو او زده کړو د تنظيم کمېټه:
یو باب جومات پرانيستل شو، چې له دې سره په دې کمپ کې د جوماتونو شمېر نهه شو، د يوې مؤسسې په همکارۍ ۳۰۰ زده کوونکو باندې قرطاسيه ووېشل شوه.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
۲۹۹ کورنۍ چې یو زر او ۷۹۲ تنه کیږي، د ۵۷ بار وړونکو موټرو په واسطه د هېواد بېلابېلو ولایتونه ته انتقال کړې، همدا راز يې د اوبو د څلورو ټانکرونو په مرسته په کمپ کې نصب شويو ذخيرو ته اوبه رسولي، ۴ عرادې بسونه د مهاجرینو د لېږد او ۵ عرادې رینجر د ورځینو چارو سرته رسولو لپاره مؤظف شوي.
د مالي چارو د تنظيم کمېټه:
د مالي چارو کمېټې نن ورځ ۷۰۰ کورنیو سره، ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
د کاري فرصتونو برابرولو کمېټه:
دې کمېټې ۸۰۹ کسان ثبت کړي، چې په کې د قرانکریم حافظان، بکلوریا، لیسانس او د حرفوي یا مسلکی زده کړې لرونکي کسان شامل دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سپين بولدک (ډيورنډ فرضي کرښه)
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
د سپين بولدک له لارې ۴۷۱ کورنۍ په ۹۹ موټرو کې د کندهار، نیمروز، هرات، زابل او ننګرهار ولایتونو کې خپلو سيمو ته لېږدول شوي دي او ټولو کورنیو ته ۲۱۰ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې.
د ثبت او تثبيت کمېټه:
۷۲۰ کورنۍ چې د غړیو شمېر یې څلور زره او ۱۲۵ تنه کېدل خپل هېواد ته راستانه شوي، ثبت شوي دي او د مرستې لپاره (IOM) ته معرفي شوي دي، همدا راز د اسلامي امارت له لوري ټولو کورنیو ته د هرې کورنۍ په سر ۱۰ زره افغانۍ مرسته ورکړل شوې ده او یو زر او ۴۹۰ کډوالو ته د بېلابېلو شبکو سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د روغتیایي چارو او خدماتو کمېټه:
سپين بولدک، انځرګي او ښوراندام کې اته زره او ۴۶۰ تنو ته ډوډۍ ورکړل شوې ده. يو ګډ پلاوي د شپږو روغتيايي ټيمونو نظارت ترسره کړ، همدا راز د یو زر او ۴۱۵ تنو ناروغانو تداوي شوې، درې زره او ۴۹۷ تنو ته واکسين شوی، ۳۶۰ معاينات ترسره شوي، ۱۲ ناروغان روغتونونو ته لېږدول شوي دي او ۷ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.
دا راز په کمپونو کې د نسايي ولادي څانګې فعالې شوې او یو زر او ۴۵۹ بېلابېل ناروغان تداوي شوي دي. همدا راز ۴ ناروغان بستر شوي دي او ۸ ناورغان کندهار ته د تداوۍ په موخه لېږل شوي دي.
د سپین بولدک، ميل پل او ښوراندام کمپ کې د رڼا لپاره لسګونه برقونه نصب شول او ځينې ساحو ته د برېښنا تارونه وغځول شول.
د نويو خېمو برېښا لپاره لسګونه غټ برقونه نصب او د دې لپاره تار وغځول شو.
د ټانکرونو په واسطه ۱۴۰ زره لېټره اوبه د کډوالو د اړتیا لپاره راوړل شوي.
هرات:
د هرات اسلام کلا له لارې له ايران څخه ۳۲ کورنۍ او مجردان په جبري او داوطلبه توګه راستانه شوي، چې یو زر او ۳۶۴ تنه کيږي. د همکارۍ لپاره (IOM) ته معرفي کړل شول. همدا راز درې زره مهاجرینو ته خواړه ورکول شول او ۵۰۰ نورو ته د شپې ځای او خواړه تيار کړل شول او د روغتیايي خدماتو په برخه کې ۴ عرادې امبولانسونه چمتو شوي.
نیمروز:
له ایران څخه د نیمروز ولایت له لارې یو زر او ۹۹۶ تنه اجباري او داوطلب مجرد مهاجرین او ۵۳ کورنۍ چې ۱۹۴ تنه غړي کیږي، خپل هېواد ته راستانه شول. همدا راز ۳۷ کورنۍ چی ۱۳۹ تنه کیږي او ۱۰۴مجردان د مرستې لپاره (IOM) ته معرفي شول چې نغدي او خوراکي توکو مرسته ورسره وشوه.
پکتيکا:
د انګور اډې له لارې ۸ کورنۍ چې ۵۲ کسان کیږي، خپل هېواد ته راستانه شول، د دې راستانه شویو مهاجرینو ۳۴ تنه یې ناروغان وو چې تداوي يې ترسره شوه او د مالي کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
هلمند:
دولس کورنۍ چې د بهرامچې له لارې څه موده مخکې پاکستان څخه راستنې شوې وې، نن خپلو اصلي کورنيو او سيمو ته انتقال کړل شوې.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسيون دارالانشاء