ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ګولونو په ډکه سیالۍ کې ریال د ویلنسیا لوبډله ماته کړه

تېره شپه د اسپانیې د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د ریال مادرید لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې د ویلنسیا لوبډلې ته ۵-۱ په توپیر ماتې ورکړه.

د ریال لپاره دوه برازیلي لوبغاړو وینسیوس‌جونیر او رودریګو دوه-دوه ګولونه او داني‌کارجول یو ګول ترسره کړه.

د ویلنسیا یواځینې ګول د سیالۍ په وروستیو شېبو کې د هوګو‌دورو له لوري ووهل شو.

په دغه بري سره ریال د دې سیالیو د سر لوبډلې خیرونه پي‌ سي سره د خپلو امتیازونو توپیر دوو ته راښکته کړه او په ۳۲ امتیازونو سره په دوېم مقام کې ځای لري.