ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1312

تورخم کې د بېرته راستنېدونکو کورنيو کمپ اسانتیاوې

د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند په مشرۍ د بېرته راستنېدونکو کورنيو په کمپ کې ټولې چارې په منظم ډول پرمخ روانې دي او راستنو شويو کورنيو ته د مېشته کېدنې او خپلو سيمو ته د تګ په موخه لازمې اسانتياوې رامنځته شوي دي.

د ننګرهار کډوالو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن د بېرته راستنو شويو کورنيو د ثبت او راجستر له پروسې څارنه کړې او خپلو کار کوونکو ته يې لارښوونه کړې، چې د بېرته راستنو شويو کورنيو ثبت ژر او په دقيق ډول تر سره کړي.

کابل ښاروالۍ له لوري د بېرته راستنېدونکو کورنيو موقتي کمپ د منظم جوړېدو په موخه چارې پیل شوې، چې په کې به ټولې اړينې برخې په اساسي ډول جوړې شي.

د افغانستان بانک ریيس هدايت الله بدري د ياد کمپ څخه د ليدنې پر مهال ویلي، لسګونه بېرته راستنو شويو هېوادوالو ته، چې د دوی په شرايطو برابر وي دندې ورکړي.

 نوموړي ژمنه کړې، چې افغانستان بانک او نورو بانکونو څخه به بېرته راستنو شويو کډوالو ته دکاربار په موخه وړې قرضې ترلاسه کړي.

جلال اباد ښاروالۍ له لوري په کمپ کې مېشتو کورنيو ته د اوبو رسولو په موخه د يوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوي، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

همدا راز هلته سلګونه د اوبو ذخیرې ايښودل شوي دي، چې وخت پر وخت ټانکرونو له لوري له پاکو اوبو ډکيږي.

په ياد کمپ کې تېره ورځ پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست په چوکاټ کې د جرمني مرستې افغان ماشومانو لپاره مؤسسې له لوري ۲۵۰ بېرته راستنو شویو کورنيو ۵۰ کيلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کيلو بوره، نيم کيلو چای او لس کيلو وريجې ورکړل شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن الولید قول اردو اړوند ځواکونو د يوې اوونۍ په ترڅ کې په انټرنشنل موټرونو کې اته زره او ۳۱۵ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته انتقال کړي.

تېره ورځ په دې کمپ کې يو شمېر خيريه بنسټونو له لوري بېرته راستنو شويو کورنيو ته زر کمپلې، شپږ سوه فرشونه او شپيته منه خوږې کلچې وېشل شوي دي.

 همدا راز هلته د رییس الوزراء په لارښوونه د يو لوی سايبان او لسګونو تشنابونو په اساسي ډول د جوړولو چارې پيل شوي دي.

په ياد کمپ کې تېره ورځ کميسارۍ له لوري بېرته راستنو شويو ۱۹ زره کسانو ته دوه وخته ډوډۍ د ټاکل شوې مېنو له مخې ورکړل شوه.

دغه راز د اترا ادارې له لوري په تورخم کې تېره ورځ بېرته راستنو شويو کورنيو ته ۲۱۱۷ سيمکارتونه وېشل شوي دي.

له ياد کمپ څخه تېره ورځ شاوخوا ۲۳۷ څخه زياتې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

 هغه کورنۍ چې بېوزله دي او غوښتنه وکړي د ملي اردو په موټرونو کې خپلو ولایتونو ته رسول کيږي.

همدا راز تېره ورځ ۲۷۱ تازه بېرته راستنې شوې کورنۍ ثبت شوي دي.

د ننګرهار برښنا رياست له لوری د تورخم کمپ د شپې له لوري د لسګونه څراغونو په نصبولو سره روښانه شوی او مېشتې کورنۍ له برښنا برخمنې شوي دي.

د کونړ سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې پینځه نوي ډیپارټمنټونه رامنځته شوي

 د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ يو پلاوي د کونړ سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې د پینځو نويو ډيپارټمنټونو د رامنځته کېدو ترڅنګ د ياد پوهنتون علمي – څېړنیزې مجلې «اند» مخکتنې مراسمو کې هم برخه واخیستې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه مجلې په اړه ویلي؛ خوښ يم چې د اسلامي نړۍ ستر فيلسوف علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله علیه په ټاټوبي او د هغه په نوم نومول شوي علمي بنسټ کې د علمي – څېړنيزې مجلې «اند» مخکتنه کوم.

نوموړي د اند مانا ته په اشارې د استادان او محصلين متوجه کړي، چې د علم په ترويج او حاصلولو کې د څېړنې برخې ته پوره پام وکړي او خپل فکر په نوښتونو ورټول کړي.

د سيد جمال الدين افغان پوهنتون ریيس پوهنمل محب الله محب، علمي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې علمي بنسټ په لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.

دوکتور لطف الله خیرخواه او مل پلاوي په کرهنې پوهنځي کې د هارټيکلچر ډيپارټمنټ پرانیسته وکړه او همدارنګه د رياضي او فزيک ډيپارټمنټ، د تاریخ او جغرافيې ډيپارټمنټ یې په مستقلو څلور ډيپارټمنټونو ووېشل.

ياد پلاوي د پوهنتون له بېلابېلو برخو؛ کمپيوټر لېب، کتابتون، د کيميا ډيپارټمنټ لابراتوار، کرهنې پوهنځي له څېړنيز فارم، د کمپيوټر ساينس او کرنې پوهنځيو د استادانو او محصلينو له څېړنيزو او عملي پروژو څخه هم ليدنه کړې.

علمي مرستیال د يادو پروژو په ليدو خوښي ښودلې محصلين يې لا نورو نوښتونو ته وهڅول.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: جمعه

نېټه:  ۲۶/۴/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۹/۷/۱۴۰۲ ھ ش

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

۲۷۱ کورنۍ چې د ۱۴۴۹ کسان پکې شامل دي، ثبت او بایومټریک شوي دي

د خدماتو او صحي چارو کمیټه:

* د تورخم کمپ کې د جنراټوري برېښنا چارې بشپړې او د کمیټو دفترونو او د سلګونه کډوالو کورنیو ته برېښنا ورکړل شوه.

*د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ مسوولینو پر راستانه شویو کډوالو ۲ زره او ۱۱۷ سیمکارټونه توزیع کړل او (اترا) ادارې د ثبت له جریانه نظارت وکړ.

*د تورخم په عمري کمپ کې نن پر ۳۹ زره راستانه شویو کډوالو خوراکي او غیرې خوراکي توکي ووېشل شول.

* پر ډیورنډ فرضي کرښه تورخم سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په سور د یوه انتظار ځای د جوړولو چارې روانې دي.

* د خدماتو او صحي چارو کمېټې او د موقت میشت کولو کمېټې د عزیزي خیریه موسسې له استازو سره د کډوالو د ستونزو په اړه لیدنه وکړه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

*نن د بېلا بېلو موټرو په وسیله ۲۳۷ کورنۍ، چې ۱۲۹۳ کسان پکې شامل وو، له ډیورنډ فرضي څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته ولېږدول شول.

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمیټه:

*د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټې له لوري د تورخم اړوند عمري کمپ کې د راستانه شویو کډوالو لپاره د ابو هریره (رض) په نوم یو باب جومات پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

* نن د عامه پوهاوي کمېټې له لوري د راستنېدونکو کډوالو د تشویق او ذهني اماده‌ګي په موخه پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم په سیمه کې ۲۵۰ متره بېنر چې پر ښو شعارونو سمبال و، نصب شول.

زر پاڼې نور نښلوونکي شعارونه چاپ او نشر شوي او ۱۲ معلوماتي بیلبورډونه هم نصبولو ته اماده دي.

* د عامه پوهاوي کمېټې سیار ټیم د مهاجرينو ستونزې تر کاري کمېټو پورې رسوي او د کمیټو سپارښتنې تر کډوالو پورې رسوي.

* د ورکو شویو ماشومانو لپاره موظف کاري ټیم تر اوسه ۶۰۰ ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته سپارلي او ګن شمیر اسناد، نغدې پیسې، مبایلونه او نور توکي یې هم اصلي مالکانو ته تسلیم کړي دي.

* د عامه پوهاوي یو درې کسیز ټیم بیا کډوالو ته د کمیټو کاري ترتيب او د مهاجرينو موجوده د خدمت لړۍ تشریح کوي.

•۷۵ داخلي او خارجي رسنیو سره د راپورونو په چمتو کولو او د معلوماتو په وړاندې کولو کې همکاري شوې ده.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

*نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپين بولدک په سیمه کې ۶۹۰ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۳۹۷۰ کسان کېږي، ثبت او راجسټر او د مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته معرفي شوي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

* له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۴۷۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۳۰۴۱ کسان کېږي، د مختلف النوع موټرو په واسطه کابل، روزګان، هلمند، فراه، کندهار، هرات او نورو ولایتونو ته لېږدول شوي او ۲۳۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د کډوالو د موقت مېشت کولو کمیټه:

* د سپين بولدک د لیسې په کمپ کې یوه لویه خیمه نصب شوه او د تخته پل کمپ لاره هم ورغول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمیټه:

* نن په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۷۱۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

د خدماتو او صحي چارو کمیټه:

*د سپین بولدک، تخته پل او شوراندام کمپونو کې ۱۴۰۶۰ کډوالو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوې او له ۵۵۰۰ زیاتو مهاجرينو ته روغتیايي خدمات رسیدلي دي.

پکتیــــــا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

* د پکتیا اړوند پر ډیورنډ فرضي کرښه د خرلڅیو په سیمه کې هم د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر پیل او د مسولينو او ولسونو له خوا ورته ښه راغلاست وویل شو.

*نن د پکتیا اړوند پر ډیورنډ کرښه د پټان ولسوالۍ اړوند د خرلڅیو له لارې ۴۴ کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۳۱۷ کېږي، ثبت شوې دي.

*د پکتيا مهاجرينو رياست له لوري ۳۰۰ کورنيو ته ډوډی هم ورکړل شوې ده.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د مهاجرينو د موقت مېشت کولو کمیټه:

*د کډوالو لپاره پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې د ۳۰۰۰ لیټره ټانکر اماده شو.

* د انګور اډې په سیمه کې د کمېټو دفترونو لپاره برېښنا اماده شوه.

*پر ډیورنډ کرښه قمرالدین سیمه کې د مهاجرينو لپاره ۵ بابه خیمې او څلور تشنابونو نصب شول.

هلمنـــــد (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

* د هلمند اړوند پر ډیورنډ فرضي کرښه د بهرامچې په سیمه کې ۱۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۸۱ تنه کېده ثبت شوې او هرې کورنۍ ته لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

باید وویل شي چې په تېرو ۲۶ ورځو کې د بهرامچې له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۳ تنو ته رسیږي، راستنې شوې دي.

د خدماتو او صحي چارو کمیټه:

*د بهرامچې او لښکرګاه-کندهار دوه لارې کې جوړو شوو کمپونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره هر ډول چمتووالی نیول شوی دی.

نیمــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

*نن ۱۸ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۸۸ تنو ته رسیږي، ثبت او ۱۴ کورنۍ چې افرادو شمېر یې ۵۲ تنه کیږي، په موقت کمپ کې ځای پر ځای شوې.

دوی آی او اېم سازمان ته معرفي او نغدي او غیرې نغدي مرستې ورسره شوې دي. دوې نورې کورنۍ په خپله خوښه راستنې شوې.

*البته ۱۵۸۶ تنه مجردان هم ثبت شوي، چې ۱۱۸۵ تنه په اجباري توګه اخراج شوي، ۴۰۱ بیا په خپله خوښه راستانه شوي دي.

د مهاجرو موقت میشت کولو کمیټه:

•د نیمروز پوهنتون او ډاک ساحه کې د راستانه شویو مهاجرو د موقت میشت کولو په موخه سيمه اماده شوې او خیمې ورته تدارک شوې دي.

هـــــــــرات

د مهاجرو مؤقت میشت کولو کمیټه:

* د کډوالو د موقت مېشت کولو لپاره په سعادت ښارګوټي کې د اتاقونو د پاکولو او فرشولو چارې روانې دي.

کابل ـ مرکز

د مهاجرو مؤقت میشت کولو کمیټه:

* په کابل ښار کې د اسکان موقت کمېټې په سرای شمالي سیمه کې د پایتخت ترمینال د کډوالو لپاره فعال کړ او ۵۰ بابه خیمې، ۳۰ بابه تشنابونه، ۲۰۰ کمپلې، څلور ۳۰۰۰ لیټره ټانکۍ، ۵۰ پلاستیکي فرشونه او ۲۰۰ کوزې ورته اماده شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د عربستان ولیعهد پر غزه د اسرائیلو برید غندلی او د جګړې پای ته رسولو غوښتنه یې کړې

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان جده کې د ریاض په کوربتوب د عربستان او افریقا د مشرانو په غونډه کې د غزې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې فلسطینیان باید له اجباري کډوالۍ او جلاوطنۍ څخه وژغورل شي.

محمد بن سلمان ویلي؛ موږ ژر تر ژره غزه کې د جګړې پر درېدو او د فلسطینیانو د اجباري کډوالۍ په مخنیوي ټینګار کوو.

دغه‌راز اشغالګرو اسرائیلو له لوري پر فلسطینیانو نظامي تېری، د نړیوالو بشري قوانینو ماتول او د ملکیانو په نښه کول په کلکه غندو.

د سعودي عربستان ولیعهد په دې ناسته کې دغه‌راز د ملکیانو د ستنېدو لپاره د شرایط پر چمتو کولو او غزه تړانګه کې پر ثبات او سولې ټینګار کړی دی.

میدان‌وردګ ولایت چک ولسوالي کې د چک برېښنا بند بیارغونې پاتې چارې پیل شوې

دغه پروژه چارې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د یاد ولایت قاري بختیار معاذ، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریيس مولوي محمد حنیف حمزه، نورو لوړ پوړو مسولینو او د چک ولسوالۍ د مشرانو په ګډون پرانیستل شوې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال د یادې پروژې د ارزښت په هکله خبرې کړي او ویلي يي دي، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه کورنۍ د برېښنا څخه برخمنې شي.

د میدان وردګ والي هم د دغې پروژې پلې کول د دې ولایت د چک ولسوالۍ د خلکو لپاره یوه ارښتناکه لاسته راوړنه بللې.

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي ریيس مولوي عبدالرحمن رحماني ویلي، د برېښنا شرکت مسولین په هېواد کې د برېښنا د تولید پراختیا ته ژمن دي او په دې برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

اوسمهال د دغې پروژې لپاره د افغانستان د اسلامي امارت له لوري ۱۶۴ میلیونه افغانۍ بودجه منظوره شوې ده او په راتلونکي کې به ۲۵۰ میلیونه افغانۍ بودجه نوره هم ورته منظوره شي.

د دغې پروژې پلي کول چې ۱۸ میاشتې وخت به واخلي،  د چک- وردګ د برېښنا د تولید بند فابریکه به د 3.9 مېګاواټه برېښنا په ټولېزه وړتیا فعاله او همدارنګه په چک ولسوالۍ کې به د سب سټیشن جوړول او د برېښنا د لېږد مزي پروژه هم پلي شي.

بلخ کې هېواد ته راستنو شويو کډوالو سره د مرستو راجلبولو په پار لويه ولسي غونډه شوې

په دغه غونډه کې د بلخ اوسیدونکو ډاډ ورکړی، چې تر خپل وسه هېواد ته راستانه شوو کډوالو سره مرسته کوي.

په یاده غونډه کې د بلخ ولايت مرستيال مولوي نورالهادي ابوادريس، د دې ولایت لوړو پوړو چارواکو، يو شمېر مسولينو او د یاد ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکو ګډون درلود.

مولوي نورالهادي ابوادريس د پاکستان هېواد کړنه د افغان کډوالو په وړاندې نه بښونکې یاده کړې او ویلي يي دي؛ چې افغان کډوالو د کلونو کلونو راپدېخواه په دغه هېواد کې پانګونه کړې او د ژوند ټوله شتمني يې هلته لګولې، خو د دغه هېواد حکومت دوي په جبر او ظلم له هېواده باسي او شتمني يې غصبوي، چې د اسلامي او نړۍوالو له اصولو سره خلاف کار دي.

ښاغلي ابوادريس زياته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت په راتګ د افغانانو ترمنځ پوره يووالي او ورورولي رامنځته شوې او تازه د راستانه شويو مهاجرينو سره مرسته يو ځل بيا وښوده، چې افغانان په خوښي او غم کې سره يو دي او د يوه بل لاسنیوي کوي.

د بلخ ولايت د علماو شورا مرستيال مولوي محبوب الحق‌ مخدوم‌زاده راغلو کډوالو ته ښه راغلاست ویلی او تنګار يې کړی، چې په دغه شرايطو کې د يادو کډوالو سره مرسته ضروري ده او بايد هر څوک تر خپل وسه ورسره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد په تاريخ کې زړه سوانده او د ولس خواږي پاتې شوي.

ښاغلي مخدوم زاده د بلخ له اوسيدونکو غوښتي، لکه څرنګه چې حکومت د خپلو کډوالو ترڅنګ ولاړ دي، تاسي یې هم همدغسې همکاري وکړئ.

د یاد ولايت د پوهنۍ رييس شيخ عبدالجليل شهيدخيل ویلي؛ بلخ ولايت کې د دوي لپاره مجهز کمپ جوړ شوي او په ښه ډول د ګډوالو ستونزو ته رسېدنه کوي.

د بلخ ولايت والي محمد يوسف وفا په خپل استولو شوي پيغام کې هېواد ته راستانه شويو ګډوالو ته د ښه خدمتونو په ترسراوي تنګار کړي او په ټولو سوداګرو او افغانانو يې غږ کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت په همغږۍ د خپلو کډوالو ورونو لاسنيوي وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند: د ایران له حکومت او خصوصي سکټور سره مو د سوداګرۍ، صنعت، ترانزیټ، کرنې، کانونو او یو شمېر نورو برخو کې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى ايران ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شوی.

ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبري کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ ایران ته مو د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو ایراني مسولینو سره وکتل او پر هغه سربېره مو له چابهار بندر او یو شمېر صنعتي او تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړه.

زموږ د سفر موخه دا وه څو بهرنیو هېوادونو ته د افغاني توکو د صادراتو او وارداتو د رسولو اسانه او ارزانه لار پيدا کړو، چې په دې سره به د افغانستان سوداګري زیاته شي.

اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ د دغه سفر پر مهال مو د ایران له حکومت او خصوصي سکټور سره د سوداګرۍ، صنعت، ترانزیټ، کرنې، کانونو، نفت او ګازو، سرحدي مسایلو، روغتیا، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

د نوموړي په وینا، دا د دواړو هېوادونو لپاره په صنعت او سوداګرۍ کې لویه لاسته راوړنه ده.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د دغو هوکړه لیکونو د څار په موخه له دواړو لوریو کاري ټیمونه او یوه میاشت وخت ټاکلی.

د ایران د چابهار بندر مسولینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان سر له اوسه کولای شي له چابهار بندر څخه د سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو او ترانزیټ په موخه عملاً استفاده پيل کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې فاضلانو د عملي او نظري زده کړو سیمینار په پای مراسمو کې وینا کړې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې فاضلانو لپاره د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو ریاست له لوري جوړ شوی سیمینار د دغې جامعې د فاضلانو لپاره په عملي زده کړو او ظرفیت لوړونه کې مهم بللی او د دې سیمینارونو د لړۍ د دوام د غوښتنې تر څنګ یې، د سترې محکمې له مسولینو مننه کړې.

نوموړي د قضاء ارزښت په اړه ویلي؛ په نظام کې د قضاء دنده خورا مهمه ده او د عدالت تأمین پر غاړه لري.

سرپرست وزیر په دیني علومو کې پر تخصص ټینګار وکړی او زیاته کړې یې ده، چې د دیني جامعاتو متخصصین به د سترې محکمې اړتیاوې پوره کوي او د سترې محکمې لپاره به متخصص کاري ځواک روزي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال مفتي محمد طاهر احمد ویلي دي؛ د نظام پرمختګ، ځواکمنتیا او بقا په سوچه او عادل قضایي سیسټم کې ده.

د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې رییس مفتي احسان الله احسان او د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن غزنوي د فاضلانو لپاره د دا ډول عملي زده کړو پر ګټو او په نظام کې د قضاء پر ارزښت خبرې کړي.

په دغه نهه ورځني عملي او نظري سیمینار کې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې د دویم کال ۱۲۶ تنو فاضلانو ګډون کړی و.