ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1313

افغانستان مالیزیا کې د ۲۰۲۳ ایشین‌پاور جایزې ګټونکی شو

ماليزيا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي د دې هيواد په مرکز کوالالمپور کې د ايشیا پاور له خوا د روانې لړم میاشتې په ۱۷ نېټه جوړه شوې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

د ایشیا پاور هر کال نړيوالې غونډې جوړوي او په اسيایي هيوادونو کې د ټکنالوژۍ، اوبو، برېښنا او ګازو په برخه کې مشهورو کمپنيو او شرکتونو ته د نوښتونو او ښو لاس ته راوړنو په اساس ايوارډونه ورکوي، چې له نېکه مرغه سږ کال له افغانستانه هم د برېښنا شرکت په ګډون دوه سترو شرکتونو بيات پاور د ګازو او ترکي ۷۷ شرکت د سولري برېښنا په برخه کې دا وياړ تر لاسه کړی وو او په دې نړيواله غونډه کې یې ګډون کړی وو او ايوارډونه یې تر لاسه کړل.

د افغانستان برېښنا شرکت په استازيتوب او د یادو شرکتونو د لا هڅونې په پار ماليزيا کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست هم ګډون کړی وو او خوښي يې څرګنده کړه، چې موږ ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان یو.

نوموړي ویلي؛ دا د وياړ ځای دی چې د سترو نړيوالو شرکتونو او کمپنيو په قطار کې د افغانستان شرکتونو هم خپل ايوارډونه تر لاسه کړل او لا ډېره هڅه بايد وکړو تر څو د هيواد د ښېرازۍ لپاره شپه ورځ کار وکړو، ځکه چې کارونه مو له وختونو څخه زيات دي.

ښاغلي احمدي زياته کړې، چې د افغانستان په تاريخ کې د پرمختګ او ابادۍ لپاره اوس تر ټولو ښه فرصت په لاس راغلی افغانان بايد لاسونه سره ورکړي او په مشترکه د ګران هېواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.

نوموړي له هغو افغان سوداګرو، چې شتمنۍ یې بهر کې دي، هیله کړې تر څو خپل هېواد ته را وګرځي او د خپل وطن په ابادۍ کې ونډه واخلي او دلته پانګونه وکړي.

دغه‌راز له نړيوالو کمپنیو یې هم هیله کړې، چې افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له فرصتونو څخه ګټه واخلي او هر څوک افغانستان ته راتلی او پانګونه کولای شي.

میوند تدریسي روغتون کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم په میوند تدریسي روغتون کې د جلدي وارډ لیزر څانګه، یو مسجد او د برېښنا نوي برج پروژې له تکمیل وروسته پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په تېر دوه کلن حاکمیت کې، په کمو امکاناتو ډېر کارونه کړي دي.

نوموړي روغتونونه د ټولنې له لومړنیو او جدي اړتیاوو څخه بللي او زیاته کړې یې ده؛ نظام مکلف دی چې د خپل ولس لپاره غوره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز ښاغلي ندیم د یادو پروژو په تکمیل کې د میوند تدریسي روغتون د مشرتابه او کارکوونکو هڅې ستایلې دي.

د میوند تدریسي روغتون د مسولینو په وینا د جلدي وارډ لیزر څانګه د ICRC له لوري، د برېښنا برج او د میوند تدریسي روغتون مسجد مالي لګښت د نور خیریه بنسټ مسول حاجي رحمت الله راشیدي له لوري ورکړل شوی، چې یاد مسجد د یوه کال په موده کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت ورغول شو.

زابل کې د څه باندې ۴۰۰ زرو ډالرو په ارزښت ۴۶ ښوونځیو ته احاطې جوړې شوي

د دې ٤٦ احاطوي دیوالونو  ټولټال لګښت ۴۱۴ زره ډالرو ته رسیږي، چې د یونیسف له لوري ورکول شوی او د یوې موسسې له لوري یې رغیزې چارې په مخه وړل شوي.

مسولینو یې ویلي؛ دا حاطې په پاخه او اساسي ډول سره د کلات په ګډون ټولو ولسوالیو کې جوړې شوې دي، چې ټول لګښت یې ۴۱۴ زره امریکايي ډالرو ته رسیږي.

د زابل پوهنې رییس مولوي ګل ولي متقي ویلي؛ د دې احاطو په جوړیدلو سره ۱۶زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپیریال رامنځ ته شوی.

د ښاغلي متقي په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د زابل بېلابېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې او پر ډېر شمېرو یې کار روان دی.

سیمه ایزو اوسیدونکو د ښوونځیو لپاره د دې پروژو پر پلې کولو د خوښي ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت دې لاهم د زابل پوهنې بهیر ته پاملرنه وکړي او دې ولایت کې دې هغه مدرسو او ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي، چې اوسمهال یې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

زابل کې دا پروژې داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، چې څو ورځې وړاندې هم مرکز کلات د ښوونځۍ یوه مجهزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

سعودي د غزې د جګړې په اړه د دوه مهمو ناستو کوربتوب کوي

د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالېح په سنګاپور کې د بلومیورګ اقتصادي فورم ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې روانه اونۍ به ریاض د غزې د کړکېچ په اړه د اسلامي او افریقايي هېوادونو د استازو او مشرانو ترمنځ د دوه بېلابېلو ناستو کوربه وي.

نوموړي ویلي، چې دغو ناستو کې به د غزې د کړکېچ پر هواري او هلته د بشري ناورین له پراخېدو څخه د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشي.

دغه راز د غزې د جګړې په اړه د جاپان ټوکیو ښار هم د جي اوو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وو.

همدارنګه وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د دغې جګړې، اوربند او هلته د روان بشري ناورین د مخنیوي پر څرنګوالي تر بندو دروازو ناسته وکړه.

غزه کې د روانې جګړې د درول کېدو غوښتنه په داسې مهال کېږي، چې اسرایلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل بیا د غزې بېلابېلې برخو بمبار کړي او ګڼو ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل په کچه د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د بدمنتون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بدمنتون ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت په کچه د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د بدمنتون ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت اتشه ریګي سوبکجا، مشاورینو، رییسانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس ویلي؛ د افغانستان ورزشي ډګر د ودې په حال کې دی، لکه په دې وروستیو کې چې وینو په هره ورزشي برخه کې ورزشکاران په نړیوالو سیالیو کې له ښو لاسته راوړنو سره هېواد ته راستنېږي او ویاړونه راوړي.

نوموړي په اسیایي سیالیو کې چې په چین هېواد کې ترسره شوې ترلاسه کړو مډالونه، د فوټسال، فوټبال، والیبال او تکواندو ورزشکارانو لاسته راوړنې یادې کړې.

ښاغلي وثیق ورزشکارانو ته وعده ورکړی، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تل په څېر خپل ټول امکانات د ورزشکارانو په واک کې ورکوي؛ ترڅو ترې ګټه واخلي، ده همداراز د بدمنتون له ورزشکارانو غوښتنه کړې، چې خپلو لوبو ته پاملرنه وکړي، ترڅو په راتلونکي کې ګران هېواد ته ویاړونه راوړي.

د اندونیزبا سفارت اتشه ریګي سوبکجا ویلي؛ بدمنتون ورزش په اندونیزیا  کې د نورو ورزشونو په پرتله ګڼ ورزشکاران او مینوال لري، دې ته په کتو موږ غواړو، چې افغانستان کې د بدمنتون لوبغاړو ملاتړ  وکړو او د یاد ورزش د ودې په برخه کې کار وکړو.

دغه سیالۍ چې نن رسما پیل شوې د پنځو کټګوریو ۸۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی و، موخه یې نړیوالو سیالیو ته چمتووالی او د کابل په کچه د اتلو ورزشکاران موندل وو، چې په پایله کې به د کابل ولایت په کچه ۱۵ غوره لوبغاړي وټاکل شي.

له چابهار بندر څخه د ملا عبدالغني برادر اخوند لیدنه؛ له دې لارې یې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار کړی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن پنجشنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه.

محترم ملا صاحب د دغه لیدنې پر مهال د چابهار بندر له مسولینو سره لیدنه وکړه او د دې بندر له لارې یې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ایراني لوري وغوښتل، چې چابهار بندر ته د افغانستان لاسرسی اسانه کړي، تر څو له دې لارې خپل صادرات د نړۍ بازارونو ته ورسوي.

ایراني لوري په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو او همدارنګه د دې بندر له لارې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتېدو په اړه محترم ملا صاحب ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په ګډه کار وکړي.

له چابهار بندر سره د نښلېدو په صورت کې به افغانستان د هند، چین او پر دې سربېره د اروپا او منځني ختیځ بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي او په دې سره د افغانستان او نړۍ اړیکې لا پياوړې او نږدې شي.

یاد بندر د مرکزي اسیا هېوادونو او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره چې په وچه پورې تړلی هېواد دی، ځانګړی اقتصادي ارزښت لري.

چابهار بندر د افغانستان لپاره د بندر عباس په پرتله لسګونه کیلومتره او د کراچۍ بندر په پرتله بیا سلګونه کیلومتره لنډ دی، چې له دې لارې به د صادراتو په لګښت او وخت کې په بې ساري ډول کموالی راشي.

چابهار بندر په جغرافیوي لحاظ په یو ستراتیژیک موقعیت کې جوړ شوی، چې له دې لارې افغانستان نوي سوداګریز او ترانزیټي ملګري پيدا کولای شي.

دغه‌رزا په لږ وخت او لږ مصرف سره به له نړیوالو سوداګریزو بازارونو سره ونښلول شي.

د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې مسول د قطر هېواد د الغرافیه خیریه بنسټ له استازو سره لیدنه کړې

په دې غونډه کې، چې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې استازو هم ګډون درلود، د کډوالو لپاره د بېړنیو مرستو راټولولو او لازمو اسانتیاوو برابولو په اړه خبرې شوي.

انجینیر فرهاد ازاد د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ په استازیتوب د افغان کډوالو د بېرته راستنیدونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې. 

د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ، چی تر دې وړاندې یې هم د افغانستان خلکو سره په بېلابېلو پراختیایي او بشري مرستو کې فعاله ونډه اخیستی اوس هم د اسلامی اخوت او مسلمان هېواد په ټوګه خپلې مرستې بېرته راستنېدونکو مهاجرینو ورونو سره د مرستو د جلب او جذب کمېټې سره په پوره همغږۍ شریکې کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټبال ملي لوبډلې د نوي سر روزونکي ترمنځ تړون لاسلیک شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټبال ملي لوبډلې د نوي انګلیسي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود ترمنځ د روزنې یو کلن تړون لاسلیک شو.

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي او د فوټبال فدراسیون مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال نوي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود او د فوټبال فدراسیون اړوند نورو مسولینو شتون درلود.

د فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر ویلي؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سر روزونکي لپاره د ایران، ترکمنستان، ازبیکستان او انګلیس څخه اشلي وړاندیز کړی و، چې د فوټبال فدراسیون د اجرائیه پلاوي او فني برخې مسولینو د اشلي تجربو ته په کتو نوموړی د لوبډلې لپاره د نوي سر روزونکي لپاره غوره کړ.

ورپسې د فوټبال فدراسیون نوي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود د افغانستان د فوټبال لوبډلې د نوي سر روزنکي په حیث ګمارل کېدل یو فرصت بللی، چې دا لوبډله به یو ځای ته ورسیږي په خبره یې؛ سره له دې چې وخت کم دی، خو بیا به هم له لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکي کړي او د هغوی په روزنه کې به خپل رول په ښه ډول ادا کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د لوبډلې لپاره به داسې لوبغاړي وټاکي چې د لوبډلې او د هېواد لپاره لوبه وکړي په وینا یې؛ په دېر کم وخت کې به د لوبډلې ټول لوبغاړي ارزیابي کړي او د هغوی له منځه به غوره لوبغاړي د لوبډلې لپاره انتخاب کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ په لوبډله  کې لویو تغییراتو راوستو لپاره وخت ته اړتیا لري، خو بیا هم اړتیا ده، چې د لوبې ډګر ته ښکته شو او بریا ترلاسه کړو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او نوي سر روزونکي ترمنځ تړون به د روان ۲۰۲۳ کال له ډسمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۴ کال تر پایه دوام وکړي.

د افغانستان د فوټبال نوی سر روزونکی ۴۷ کلن اشلي مایکل وستوود د ۱۹۷۶ کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه د انګستان په برایتون ښار کې زېږېدلی.

نوموړی د منچسټر یونایټډ د ځوانانو لوبډلې غړی هم پاتې شوی، چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د ځوانانو حذفي جام سیالیو جام ترلاسه کړ.

همداراز اشلي له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۰ م کال پورې د فرادفورد لپاره د انګلیس په لوبډله کې لوبه کړې ده.

د اشلي مایکل وستوود د روزونې تر ټولو بریالۍ دوره له ۲۰۱۳ څخه ۲۰۱۶ کال پورې هند په بنګلور په لوبډله کې وه، چې په I-League کې دوه ځله اتلولي او یو ځل د هند فدراسیون جام کې د اتلولي ترلاسه کول پکې شامل دي.

اشلي په همدې کلونو کې د هند د فوټبال لوبغاړو اتحادیې په ټاکنه دوه ځلې د دې هېواد د فوټبال د غوره روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي همداراز د بلکبرن او بلکپوله لوبډلو کې د مومک روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ زیانمنې شوې برخې بېرته رغول کیږي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوی رییس سره لیدنه کړې.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس ملا بخت الرحمن شرافت د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس نرزلوف زفر غیاسویچ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ریلي موضوعاتو بحث شوی.

ملا بخت الرحمن شرافت خپل ازبیکستاني سیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ویلي؛ دا چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره غواړي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ هغه برخې چې زیانمنې شوې دي، ورغوي؛ په همدې موخه دغه اداره د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته بلنه ورکوي، چې یاد ترمیمات په تر ټولو کم وخت او لږ قیمت سره ترسره کړي.

غیاسویچ څرګنده کړې، دوی چمتو دي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیمات په ښه کیفیت او لنډ وخت کې په مناسب قیمت سره ترسره کړي.

نوموړي ویلي؛ د ازببکستان هېواد د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د ښه ګاونډيتوب په پام کې نیولو سره په یادو ترمیماتو کې له افغان اړخ سره ۵۰ سلنه تخفیف کوو.

همدارنګه دغه ناسته کې پرېکړه شوې، چې دواړه لوري به هڅه کوي ترڅو کم وخت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ترمیماتو چارې ترسره کړي، څو یې له امله د ریل ګاډي پر مټ سوداګریز توکي تر مزارشریف ښار پورې انتقال شي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په نظر کې لري د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ځینې برخې چې د وروستیو تحولاتو پرمهال زیانمنې شوي دي، بېرته ورغوي، چې تر رغېدو وروسته به د سوداګریزو توکو انتقالات تر مزارشریف ښار پورې کیږي او همداراز به ورسره د انتقالاتو کچه ډیره او سوداګرو ته به یو نوی سهولت برابر شي.

غزه کې د اسرائیلو جنایتونه؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ کسان شهیدان او ۱۰۰ ټپیان شوي

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې پرون چهارشنبه د غزې پر بېلا بېلو سیمو د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۶۵ کسان شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

یاد وزارت تېره دوشنبه اعلان وکړ، چې د میزان له ۱۵ مې تر اوسه د صهیونیستي اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ زره او ۲۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي، چې له شپږ زرو زیات یې ښځې او ماشومان دي.

له بل لوري پر غزه تړانګه د صهیونیستي اسرائیلو د ځمکني برید له پیل څخه تر اوسه یې ۱۳۶ زرهي ټانکونه او تجهیزات د مقاومت په پایله کې له مینځه وړل شوي دي.

ویل کېږي چې غزه کې د صهیونیستي رژیم ځمکني عملیات له ټینګ مقاومت سره مخ شوي او درانه تلفات ور اړول شوي دي.