ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1314

د کورنيو چارو سرپرست وزير تورخم کې د پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره لیدنه کړې

د کورنيو چارو سرپرست خليفه سراج الدين حقاني او مل پلاوي تورخم کې د افغان مهاجرو پڼډغالي کې له راستنېدونکو افغان مهاجرو سره ليدنه کړې او د ښه راغلاست ترڅنګ یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

خليفه سراج الدين حقاني د پاکستان پر حکومت نيوکه کړې، چې د نړيوالو اصولو پر خلاف افغان کډوال په جبر او زياتي سره هېواد ته راستنوي.

د نوموړي په وينا، د يادو کډوالو په خفګان ټول افغانان خواشينې دي.

 سرپرست وزير بېرته را ستنېدونکو مهاجرو ته زیاته کړې؛ د افغانانو عزت په خپل هېواد کې خوندی دی او ښه ده، چې د هېواد ابادۍ په موخه د سبا پر ځای نن بېرته را ستانه شوئ.

نوموړي د راستنېدونکو هېوادوالو چوپړ د اسلامي امارت مسوليت ياد کړی او په وينا يې افغان حکومت ژمن دی، چې بېرته  راتلونکو هېوادوالو ته د اسانتيا رامنځته کولو په موخه له ټولو امکاناتو کار واخلي.

ښاغلي حقاني د هېواد له سوداګرو، مرستندويه بنسټونو او بډايه خلکو څخه هېوادوالو سره د مرستې په پار مننه کړې.

په یاد سفر کې له ښاغلي حقاني سره مل سوداګرو، پاکستان څخه را ستنېدونکو کډوالو سره د ۱۱ ميليونه افغانيو مرستې اعلان وکړ.

افغان نولس کلنو کم‌عمره کرېکټ لوبډله به اسیا جام کې د ګډون لپاره دوبۍ ته ولاړه شي

د کرېکټ اسیایي شورا د ۱۹‌کلنو کم‌عمره لوبغاړو اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان کړ، چې له مخې به یې د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

دغه سیالۍ به د روان کال ډيسمبر میاشتې په اتمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې، د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې روانې وي.

 افغان نولس کلنو کم‌عمره کرېکټ ملي لوبډله به په A ګروپ کې د هندوستان، پاکستان او نیپال لوبډلو پر وړاندې د سیالۍ ‌ډګر ته ښکته شي، چې خپله لومړۍ سیالۍ به د ډ‌يسمبر په ۸ نېټه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.

د پاکستان د صدراعظم ادعاوو پر وړاندې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د پاکستان د مؤقت صدراعظم د نننیو ادعاوو په اړه باید ووایو، لکه څرنګه چې اسلامي امارت په افغانستان کې امن او سوله غواړي همدا راز په پاکستان کې هم امن غواړي.
اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمال کړي.
خو افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن د ټينګولو مسولیت نه لري، هغوی باید خپل کورني مسائل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي.
دا چې د اسلامي امارت د بریا څخه وروسته په پاکستان کې نا امني زیاته شوې، د دې دلیل نشي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو.
په افغانستان کې وسلې محفوظې دي، د هیچا لاسته نه دي ورغلی، د وسلو قاچاق ممنوع دی او د هر ډول غیر قانوني اقداماتو مخه نیول شوې.
افغانستان د یو ورور او ګاونډي هېوادو په شان له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، پاکستانی اړخ هم باید د اسلامي امارت ښه نیت درک کړي او د اسلامي امارت په هغه اراده باندې هيڅ شک ونه لري، چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله او د هغو په ضد اقدامات کول نه غواړي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې درېیمه کاري غونډه کړې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې درېیمه نوبتي غونډه ترسره او له اجنډا سره سم پکې د وړاندې شوو طرحو په اړه هر اړخیز بحث شوی.

یادې ناستې ته د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت لپاره د برېښنايي ویزې سیسټم جوړولو په برخه کې د پانګونې طرحه د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې، چې له هر اړخیز بحث وروسته د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له استازو څخه ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې د حقوقي، تخنیکي او اقتصادي تحلیلونو او د دې ناستې د وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره د طرحې وړاندې کوونکي شرکت له استازو سره بیا ځل ناستې ترسره کړي او راپور یې د دوه اوونیو په جریان کې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې پنځمې نوبتي ناستې ته راوړي.

د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو مستند!

ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د ټکنالوژۍ او تخنیک له نندارتون څخه لیدنه کړې

په دغه نندارتون کې د ریاست‌الوزرا پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي او له دواړو لورو یوشمېر نورو مسولینو هم ګډون کړی و.

د ریاست‌الوزرا پر اقتصادي مرستیال ویلي؛ ایران د افغانستان یو ښه ګاونډی پاتې شوی او د تاریخ په اوږدو کې یې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره همکاري کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ ایران د نورو برخو ترڅنګ په سختو شرایطو کې د ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او موږ له ایران څخه غواړو چې د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې افغان محصلینو او زده کوونکو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي، څو مو په دغه برخه کې شته ستونزې حل شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ افغانستان په کور دننه د تخنیکي زده کړو ښه ظرفیت او امکانات درلودل، چې له بده مرغه ۴۰ کلنې جګړې پر نورو برخو سربېره له افغانانو دا فرصت هم واخیست.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال په افغانستان کې د زده کړو ښه زمینه برابره شوې او د اسلامي امارت مسولین هڅه کوي، چې افغان ځوانانو ته د نورو برخو ترڅنګ د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې هم د زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي.

له دغه نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ته ډاډ ورکړی، چې ایران له افغانستان سره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریاست لوړ پوړي هیئت تهران کې له یو شمېر افغان مهاجرو ورزشکارانو سره لیدنه کړې

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست درې کسیز لوړی پلاوي په ایران کې د میشت افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو اورېدو په موخه تهران ته تللي او هلته يې له یو شمېر افغان مهاجرو ورزشکارانو سره لیدنه کړې.

پلاوي کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د دې ادارې د پلان او پالیسۍ ریيس محمد حنیف حنفي او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي امر محمدنعیم پرهېز شامل دی.

دغه پلاوي د هغوی د تېرو کړنو د ارزونې ترڅنګ د دوی شته ستونزې او غوښتنې اوریدلي دي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست یاد پلاوي په دې ناسته کې د ایران هېواد د پلازمېنې تهران پر مهاجرو ورزشکارانو سربیره د قُم، یزد او خرسان ولایتونو له ځينو ورزشکارانو سره هم ناسته کړې او د هغوی د تېرو کړنو راپور يې اوریدلی دی.

د یاد پلاوي له لوري په ایران کې میشتو افغان مهاجرو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړل شوی، چې د دوی شته ستونزې او غوښتې به د هېواد د ورزش ادارې د قانون له مخې د دې ادارې له رهبري سره شریکې کړي او د هغوی له لارښوونې وروسته به يې د حل فیصله وشي.

 د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست دا پلاوی به څو ورځې په تهران کې له افغان مهاجرو ورزشکارانو سره تر لیدو وروسته، هغو ولایتونو ته سفرونه وکړي، چې ګڼ شمېر افغان مهاجر ورزشکاران پکې په ورزشي فعالیتونو بوخت دي.

یاد پلاوی به د ایران دولت د ورزش ادارې او اتباعو وزارت له مسولینو او په دې هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره هم لیدنه وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له مسولینو سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په تهران کې د افغانستان له سفارت د لیدنې پر مهال ویلي؛ د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال افغانان په بهرنیو هېوادونو کې له ډېر ستونزو سره مخ وو، ژوند یې سخت او ستونزو ته یې په وخت او ښه ډول رسېدنه نه کېده، خو نن الحمدلله په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې هغه په رښتینې مانا د دغه ولس خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسولیتونو ته په ښه ډول متوجه دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغان ولس هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسول کس باید تر حده کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکاري وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند همدا راز د سفارت ټولو مسولینو ته لارښوونه کړې، څو افغان محصلینو ته په ایران کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او په دغه برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي.

په تهران کې د افغانستان سفارت مسولینو د سفارت د فعالیتونو په اړه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته خپل راپور وړاندې کړی او ویلي یي دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ایران کې د مېشت افغان کډوالو او کارکوونکو ستونزې تر ډېره حده حل شوې او هغوی ته د لازمو سهولتونو برابرولو په اړه یې له ایراني مقاماتو سره په وار وار مجلسونه کړي، چې ښه پایله یې ورکړې ده.

د سفارت مسولینو زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ سره په تهران کې د افغانستان د سفارت په چارو کې هر ډول فساد ختم شوی او اوس یې د تېرو کلونو په پرتله په عوایدو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.

د نړۍ ۹ هېوادونو له اسرایلو څخه خپل سفیران ورغوښتي

افریقا لویه وچه کې د چاد او جنوبي افریقا هېوادونو هم له هغو اوو نورو هېوادونو سره یوځای شوي، چې غزه کې د روانې جګړې په درشل کې یې له اسرایلو سره اړیکې پرې کړې دي.

د دغو هېوادونو له ډلې په لاتیني امریکا کې د بولویا هېواد لومړنی هغه وو، چې اسرایلو سره یې په غزه کې د صهیونستي پوځیانو له لوري د ملکي وګړو د قتل عام په غبرګون کې اړیکې پرې کړې.

تر بولویا وروسته بحرین، هندوراس، چیلي، اردون، ترکیې، چاد او جنوبي افریقا هم له اسرایلو څخه خپل سفیران ورغوښتي او له دغه هېواد سره یې اړیکې پر کړې.

پر غزې د اسراییلو د هوایي بریدونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګویتریش وايي، چې په غزه کې هېڅ کس خوندي نه دی او جګړې دا سیمه د ماشومانو په هدیره بدله کړې ده.

ګویتریش په تازه څرګندونو کې ویلي، غزه کې هره ورځ سلګونه نجونې او هلکان وژل کېږي او هلته هېڅوک خوندي نه دي.

غزه کې د اسرایلي ځواکونو او حماس وسلوالو ترمنځ له روانې جګړې ۳۱ ورځې اوړي او تر دا مهاله په کې تر لس زرو ډېر کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي، تر ۲۰ زرو ډېر ټپیان دي او شاوخوا ۱.۵ میلیون نور له خپلو سیمو او مېنو بېځایه شوي او اوس مهال په پنډغالو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له نوي شارژدافیر سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې نوي شارژدافیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله کړې او ویلي يي دي؛ د افغانستان او ترکیې اړیکې په تاریخ کې ژورې رېښې لري، دا دوه مسلمان ملتونه په سختو او ښو ورځو کې د یو بل په څنګ کې پاتې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ زمونږ د بهرنیو چارو وزارت مسولین په ترکیه کې او تاسې په افغانستان کې دې د هغو تاریخي اړیکو پاللو او پراخولو لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي حقاني همدا راز د ټولې اسلامي نړۍ پر وحدت ټینګار کړی.

جنک اونال د ترکیې او افغانستان د تاريخي اړیکو په بنسټ ویلي؛ دواړه ملتونه داسې ګډ ارزښتونه لري، چې د اړیکو ټینګ بنیاد یې جوړېږي، چې د دې روابطو پالل او پراخول زمونږ دنده او ماموریت دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ درېدل خپله وجیبه بولي.

شارژدافیر د امنیت ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او په وینا یې په افغانستان کې روان وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو په حال کې دی.

نوموړي همدا راز د مخدره موادو پدیدې سره د اسلامي امارت پرېکنده چلند او مثمره مبارزه ستایلې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم کړې.

اونال له بشري مرستو بار د اتم اورگاډي د راتلو خبره هم کړې، چې په را رسېدو سره به په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک بشري مرستې ترلاسه کړي.