ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د ټکنالوژۍ او تخنیک له نندارتون څخه لیدنه کړې

په دغه نندارتون کې د ریاست‌الوزرا پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي او له دواړو لورو یوشمېر نورو مسولینو هم ګډون کړی و.

د ریاست‌الوزرا پر اقتصادي مرستیال ویلي؛ ایران د افغانستان یو ښه ګاونډی پاتې شوی او د تاریخ په اوږدو کې یې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره همکاري کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ ایران د نورو برخو ترڅنګ په سختو شرایطو کې د ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او موږ له ایران څخه غواړو چې د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې افغان محصلینو او زده کوونکو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي، څو مو په دغه برخه کې شته ستونزې حل شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ افغانستان په کور دننه د تخنیکي زده کړو ښه ظرفیت او امکانات درلودل، چې له بده مرغه ۴۰ کلنې جګړې پر نورو برخو سربېره له افغانانو دا فرصت هم واخیست.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال په افغانستان کې د زده کړو ښه زمینه برابره شوې او د اسلامي امارت مسولین هڅه کوي، چې افغان ځوانانو ته د نورو برخو ترڅنګ د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې هم د زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي.

له دغه نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ته ډاډ ورکړی، چې ایران له افغانستان سره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.