ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1315

د ریاست الوزرا د دفتر څلورمه اداري غونډه د ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ ترسره شوه

په دې غونډه کې د ریاست الوزرا د درېیو معاونیتونو اداري مسولینو او د مقام دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید سربېره د یاد لوی ریاست ټولو ادارو رییسانو ګډون درلود.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې هدف د اداري چارو لا زیات شفافیت، منسجمول او ولس ته د اسانتیاو د برابرولو په خاطر له یوه بل سره د نظرونو تبادله، د همغږۍ زیاتوالی او شته ستونزو ته د مناسبو حللارو لټول بللي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د تېرو اداري غونډو ارزونه مثبته بللې او ویلي يي؛ تر دې وروسته دې هره اداره د چارو د لا چټکتیا او شفافیت لپاره خپل لومړیتوبونه په ترتیب سره په اوله، دویمه او درېیمه درجه کټه ګوریو ووېشي، ترڅو په اړه یې لازم اقدامات وشي.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د بشري سرچینو د تخنیک، ترانسپورټ او د تدارکاتو ریاستونو او د ریاست الوزرا د سیاسي، اقتصادي او اداري معاونیتونو اداري رییسانو په بېلابېلو برخو کې د خپلو ادارو ستونزې او وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړي، چې تر ازاد بحث وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس د غوندې په پای کې ګډونوالو ته یو د بل سره د مسول کس په توګه د ګډې همکارۍ، همغږۍ، مادون سره د نرم چلند، په پوره حوصلې او اطمنان سره د کارونو ترسره کولو لارښوونې کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ایران کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې وینا کړې

 ملا عبدالغني برادر اخوند په ایران کې د مېشت افغان پانګوالو له لوري جوړ شوي کنفرانس ته ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او پانګوالو د سر او مال امنیت خوندي نه و، خو له نېکه‌ مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره اوس په ډاډمنه فضا کې خپله سوداګري کوي.

د نوموړي په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس یې د ثبات پر مسیر ګامونه اخیستي، د هېواد د زېربنا رغولو په موخه د لویو پروژو چارې پيل شوې دي، صادراتو مو وده کړې، د اسانه پانګونې او مثمرې سوداګرۍ لپاره مو سیسټم له فساد او بیروکراسۍ څخه پاک شوی او په هېواد کې مو د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، اوسمهال په افغانستان کې د صنعت لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې او د لا پراخوالي لپاره یې د برېښنا د تولید او هغو برېښنایي پروژو د بشپړولو هڅې روانې دي، چې چارې یې ناتکمیلې دي.

همداراز صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، پر خامو موادو مالیه کمه شوې، د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د لویو لارو بیارغونه پیل شوې ده، چې ښه بېلګه یې د کابل- کندهار او سالنګونو لویې لارې او د اورګاډي د شبکې جوړولو اړوند نورې پروژې دي.

د دې لارو په رغولو سره به سوداګري وده وکړي او له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د اموالو په انتقال او ترانزیټ کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتو مالیه لوړه شوې، چې موږ یې په هېواد کې تولید لرو او په کور دننه او بهر د افغاني تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې، چې ښه بېلګه یې له افغان پانګوالو سره په مشارکت د ترکي، ایراني، عربي، برېتانوي او نورو شرکتونو له لوري د مختلفو کانونو د استخراج قراردادونه ترلاسه کول او پانګونه ده.

ملا برادر اخوند ویلي، د دې لپاره چې پانګوال په دولتي ادارو کې سرګردان او له بیروکراسۍ سره مخ نه شي، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه جوړه یوه قوي کمېټه رامنځته شوې، څو په یو وخت کې په ټولو ادارو کې د پانګوالو کارونو ته رسېدنه وشي او په چټکۍ سره یې چارې پر مخ ولاړې شي.

د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د امنیتي ګواښونو، اداري فساد، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي او د کوکنارو د کښت پر ځای غنمو، پنبې او د نورو زراعتي توکو کښت ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د نوموړي په پانګوالو غږ کړی؛ چې د لومړنیو خوراکي توکو او په ښه کیفیت د درملو تولید، انرژۍ، کانونو، زراعت، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده، چې شتمن وروڼه باید لومړیتوب ورکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو کور دی او ټول یې د ابادولو مسؤلیت لري، راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو.

په ایران او نوره نړۍ کې پر مېشتو ټولو افغان کادرونو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو غږ کوم، چې راشئ، د هېواد په بېلا بېلو برخو لکه کانونو، زراعت، برېښنا تولید، بندونو جوړولو، ترانسپورت، صنعت او دې ته ورته نورو برخو کې پانګونه وکړئ او له خپلو هېوادوالو سره یوځای د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړئ.

موږ به خپل هېواد په خپله جوړ وو او دا د شکر ځای دی چې الله تعالی د سیمې په کچه یو غني هېواد راکړی دی.

زه یو ځل بیا پر تاسې او د نړۍ په نورو هېوادونو کې پر مېشت افغان پانګوالو غږ کوم، چې راشئ په خپل وطن کې پانګونه وکړئ، ځکه دا وطن پر تاسې حق لري، د دغه وطن په غېږه کې رالوی شوي یاست، له پاکو اوبو او ښکلې هوا مو یې استفاده کړې ده، اوس دا خاوره پر تاسې حق لري چې له ۴۰ کلونو کړاوونو او جنګونو وروسته یې له اوسني راغلي فرصت څخه په استفادې خپله شتمني په ابادولو کې مصرف کړئ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ عزت او ابرو په خپل کور کې وي، دا نن چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره څه روان دي موږ او تاسې یې ټول شاهدان یو، له خپل کور د باندې تل انسان پردی وي، ښه به وي چې له خپلو کورنیو او اولادونو سره په عزت او ابرو خپل هېواد ته راستانه شئ.

اسلامي امارت او نور ټول افغانان هغو وروڼو ته چې د کډوالۍ اوږده مسافري او جدایي یې تېره کړې ده، هرکلی وايي او تر خپل توان پورې یې ملاتړ کوي.

د کورنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال: راستانه شوو افغان کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي

د کورنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي نورجلال جلالي په مشری د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد، مرستیال والي ملا محمد یونس مخلص او د مرکزي ولایتونو له امنیه قومندانانو، استخباراتو له ریسانو او تصفوي کمیسون له مسولینو سره د تصفي په موخه غونډه کړې.

په یاده غونډه کې د امنیتي او تصفیوي مرکزي کمیسون غړي مولوي عبدالرحمان لخوا د بېرته راستنیدونکو افغان کډوالو د امنیت او د چارو تنظیم په موخه د طرزالعمل متن د غونډې ګډونوالو ته واورول شو او د ځای جوړول، خوراکي توکو رسولو، روغتیایي خدمتونو او دوي ته د لا ښه امنیتي فضا برابرولو په موخه لازمې طرحې وړاندې شوې.

مولوی نور جلال جلالي ویلي؛ کوم افغان کډوال چې اوس هېواد ته راستانه شوې دي، دوی ته په ولایتو کې لازمې اسانتیاوې برابرول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي.

نوموړي د امنیتي مسولینو غوښتي، چې د کډوالو سره ښه سلوک وکړي او په ښه ډاډ سره یې تر خپلو کورونو او سیمو ورسوي.

کابل والي ویلي؛ هغه کډوال چې بهرنیو هېوادو کې اوسیدل او اوس خپل هېواد ته راځې نو پکار ده، چې د دوی لاسنیو وکړو او د ژوند سهولتونه ورته برابر کړو.

شیخ محمد خالد حنفي د هېواد له مخکښو څېرو او تحلیلګرانو سره لیدنه کړې

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د هېواد له مخکښو څهرو او سیاسي تحلیلګرانو سره لیدنه کړې.

یاد تحلیلګران چې د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه و پکې سیاسي تحلیلګر حمیدالله هوتک، دوکتور اسماعیل یون، محمد سلیم پيګیر،  دوکتور جنت فهیم چکري، ډاکټر زکریا، ډاکټر معین ګل څمکنی، سعید داود هاشمي، ملا عبدالبصیر او حمیم الله منګل په شمول ګڼو کسانو پکې شتون درلود.

دوي د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت اوسنی تګلاره ستایلي او ویلي يي دي؛ چې ستاسو له لوري د غلطیو پلټنه باید له پامه و نه غورځول شي، کله هم چې محتسبین تخطي کوي ډیر زر متوجه کیږی او مخنیوی یې کوی، افراط او تفریط مو نه ده کړی.

نوموړو زیاته کړې؛ چې د نظام له لوري د مخدره توکو مخنیوی، د سوالګرو ټولول، د معتادینو ټولول، د مهاجرینو د راتګ چارو ښه تنظیم، د ادارو تنظیم او امنیت ستر پرمختګ دی، چې په تیر تاریخ کې یې افغانستان کې مونږ ساری نلرو.

شیخ محمد خالد الحنفي ویلي؛ زمونږ دین د افراط او تفریط ترمنځ ده، کوم څه چې مستحب وي هغه ته د فرضیت درجه ورنه کړو، مونږ غواړو د خپل دین او کلتور سمه ترجماني وکړو.

هره کړنه مو باید د شریعت له مخې وي ځکه شریعت زمونږ معیار دی، د ښوونځي او مدرسې لرې والی، چې په تیر کې د اغیارو له لوري رامنځته شوی و، باید له منځه یوړل شي او زمونږ اړوند هر وخت اصلاحي نیوکه او مشوره راسره شریکولی شئ.

مسیر | پاکستان ولې افغان کډوال په جبري ډول وباسي؟

چین کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو څانګې له مرستیال سره لیدنه کړې

 سید محی الدین سادات د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو د څانګې له معاون ژنګ ماومینګ سره وکتل.

په دې لیدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو په لا پیاوړتیا او د چین هېواد لخوا افغان محصلينو ته د راتلونکي کال لپاره په سکالرشیپونو ورکولو باندې خبرې شوي.

سید محی الدین سادات افغانستان ته د راستنیدونکو افغان مهاجرینو په هکله معلومات شریک کړي او د مهاجرینو د ښه راغلاست او مرستې په تړاو یې د امارت لخوا د نیول شوي تدابیرو یادونه وکړې.

چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو د څانګې مرستیال ژنګ ماومینګ راستنیدونکو افغان مهاجرینو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ مهاجرینو سره د مرستې لپاره هم تیاری ښودلی.

مولوي حبیب الله اخوندزاده هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو روغتیايي وضعیت ته رسېدنې په موخه د روغتیايي همکارانو سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي حبیب الله اخوندزاده حامد د روغتیايي همکارانو او پلي کوونکو موسسو استازو سره هېواد ته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته کړې

په دې ناسته کې د IOM – UNICEF- WHO- UNDP- او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کوونکو موسسو له استازو څخه غوښتنه شوې؛ تر څو هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو روغتیايي وضعیت ته رسېدنه وشي.

 د روغتیایي خدمتونو د پلي کوونکو موسسو استازو او روغتیايي همکارانو په تورخم، سپین بولدک او زرنج ښار کې هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د خپلو ادارو کړنې او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د عامې روغتیا وزارت سره یې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړی.

متحده عربي اماراتو افغان کډوالو سره د ۲۰ زره خیمو مرسته کړې

متحده عربي اماراتو راستانه شویو افغان کډوالو سره د ۲۰ زره خیمو مرسته کړې ده.

 د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې دغه مرسته شوې خیمې تېره شپه کابل نړېوال هوايي ډګر ته را رسېدلې دي.

 د دې وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي د متحده عربي اماراتو څخه مننه کړې، چې داسې حساس وخت کې یې کډوالو سره مرسته کړې ده.

 نوموړي له نړېوالو هېوادونو څخه غوښتي، چې افغان کډوالو ستونزو حل لپاره دې افغان حکومت سره مرستې وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند، ایران د کرنې وزیر سره په لیدنه کې د کرنې پر ميکانیزه کولو، د کوکنارو د بدیلو کښتونو او نورو اړینو موضوعاتو خبرې کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ افغانستان او ایران د تاريخ په اوږدو کې ښې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لرلې دي، چې اوسمهال د دغو اړيکو پراختيا ته ښه زمينه برابره شوې او اړتیا ده، چې دواړه هېوادونه یې د لا پياوړتیا په موخه مشترکې هڅې وکړي.

د دواړو هېوادونو لوړ رتبه مسولینو په افغانستان کې د کرنې پر ميکانیزه کولو، د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې پر مرستې، د اساسي کرنیزو محصولاتو او میوه لرونکو ونو د کښت د پراختیا په برخه کې پر پانګونې.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې پر افغان ظرفیت جوړونې، کرنیزو توکو ته د بازارموندنې په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو پر جوړولو، د ایراني پانګوالو له لوري په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د پانګونې پر زیاتوالي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي، پر افغان کرنیزو محصولاتو د تعرفې پر کمولو، د ایران له خاورې څخه بېلابېلو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د همکارۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.

د ایران د کرنې وزیر محمد علي نېکبخت او ورسره مل ایراني مسولینو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ افغان پلاوي ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ذکر شوو مسایلو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.