ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1316

د جمهوریت تخصصي روغتون رییس: څه باندې څلور میلیارده افغانۍ د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارو له پاره ځانګړې شوي دي

د جمهوریت روغتون د هېواد د پخوانیو روغتونو څخه دی، چې د سردارمحمد داود خان دواکمنۍ پرمهال یې په ۱۳۵۴ه ش کال یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په افغانستان کې یواځینی روغتون دی، چې خلکو ته د سرطاني ناروغیو ترڅنګ پښتورګو، پوزې اوغوږ، داخله، عمومي جراحي، هیماتولوژی، نفرلوژي اوعاجله څانګو کې خدمات وړاندې کوي.

په یاد روغتون کې هر ورځ شاوخوا د یو زر او ۵۰۰ نه تر دوه زره پورې ناروغان د او پی ډي برخي ته مراجع کوي .

د جمهوریت تخصصي روغتون رییس ډاکټر امین الله معیني ویلي؛ په جمهوریت روغتون کې سرطاني ناروغیو لکه، سیني، معدې، مرۍ، مثانه، پښتورګوسرطان، ګردو، داخله، دپزي او غوږ، عمومي جراحي د تجربه لرونکو او متخصصو ډاکټرانو لخوا په بریالي توګه درملنه کېږي.

یاد روغتون ته د هېواد د مختلفو ولایتونو او لرې پرتو سیمو څخه ګڼ شمېر ناروغان د درملني په موخه راځي چې درملنه یې په وړیا ډول کېږي.

د جمهوریت روغتون رییس وایي، د اسلامي امارت مشران د هېواد په هر برخه کې د هېواد پرمختګ ته ژمن او متحد دي، دا چې د عامې روغتیا په برخه کې د اسلامي امارت په راتګ سره زیات خدمات وړاندې شوي دي.

د ریاست الوزرا عالي مقام لازم وګڼله چې په هېواد کې مو داسي یو مجهز او عصري روغتون ریفورم شي چې ناروغانو ته په لوړ معیار خدمات وړاندې کړي او کوم هېوادوال مو چې بهر ته د درملنې لپاره ځي په داخل د هېواد کې یې په ښه شان درملنه وشي.

له یوې خوا به مو سرمایه چې په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډالره بهر ته وړل کېږي په خپل هېواد کې پاتي شي او له بل اړخه به مو ځوان کدرونه په دندو وګمارل شي، نو په دې اساس د جمهوریت روغتون د جوړوني طرحه په ۲۲/۷/۱۴۴۴د وزیرانو شورا لخوا تایید شوه.

د اسلامي امارت دریاست الوزاء عالي مقام د جمهوریت روغتون د جوړوني د بورد مشري دریاست الوزراء ادارې مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي تر نظارت لادې ده، چې څلور کمیټې لري، تدارکات، استخدام، دمصارفو د سنجش اوعوایدو راټولولو کمیټې جوړی شوي دي.

ښاغلي معیني زیاته کړې؛ چې د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارو له پاره څه باندې څلور میلیارده افغانۍ ځانګړې شوي دي، چې ۳۱۷ میلیونه افغانۍ به یي په تعمیراتي برخه کې ولګول شي، دوه میلیارده او۶۷۰ میلیونه افغانۍ به طبي تجهیزات او وسایل را ونیول شي، ۹۲۱میلیونه معاشات، ۱۰ میلیونه د عاجلې څانګې تجهیزات او اړین وسایل ، ۱۴۴میلیونه افغانۍ عملیاتي مصارف سنجول شوي دي، ۱۸میلیونه مصارفي طبي مواد او د غیري طبي مصارفي موادو لپاره ۱۰ میلیونه افغانۍ په پلان کې نیول شوي دي.

یاد روغتون مخکې ۱۳ تخصصي څانګې لرلې دا مهال ۲۸مختلفو تخصصي څانګو ته  لوړاو په فعالیت به پیل وکړي، اوس لپاره ۳۰۰ بستر لرو، چې په راتلونکي کې به ۴۰۰ بستره ته لوړ شي، او په یاد روغتون کې به دوه زره او ۲۹۱ روغتیایي کارکوونکي هېوادوالوته خدمات په معیاري ډول وړاندې کوي.

ښاغلی معیني زیاته کړې، په تېرو شپږو میاشتو کې یاد روغتون ته ۱۱۲ زره ۴۲۹ ناروغان د درملنې لپار ثبت او راجستر شوي دي او په همدي موده کې ۱۲ زره او ۷۹۴ تنه ناروغان مو بستر درلوده.

یاد روغتون د فیس له درکه ۷۸۰ میلیونه افغاني په کال کې عواید لري، چې د روغتون په نوروبرخو به په مصرف رسیږي او په دي سره به د هېوادوالو ستونزي لا نوری هم حل شي.

د جمهوریت تخصصي روغتون رییس ډاکټر امین الله معیني خوښي څرګنده کړې، چې خپل ملت ته د روغتیا په برخه کې خدمت وړاندې کوي.

همدارنګه په بهر میشتو افغان ډاکټرانو او علمي کدرونوغږ کوي، چې خپل هېواد ته راشي او په هره برخه کې د خپلو هېوادوالو لاسنیوي وکړي.

له اوکراین سره د لوېدیځ ملاتړ کمرنګه کېدو ته نږدې شوی

اوکراین چې له روسیې سره په جګړه بوخت دی، دغه جګړه تر ډېره د لویدیځې نړۍ په ځانګړي ډول امریکا په مرسته پر مخ بیایي، خو د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل وروسته غربي هېوادونو د اوکراین سره د لوېدیځو هېوادونو د ملاتړ اړیکې پرې کېدو ته نږدې دي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د امریکا په ګډون لویدیځو هېوادونو د اوکراین مرستې ته سینه ووهله او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت یې ورسره پوځې مرستې اعلان کړې، چې اوکراین د دې مرستې په ملاتړ روسیه ګواښوله.

خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، داسي ښکاري چې د روسیې پر وړاندې لودېځ ورسره خیانت کړی دی.

له اوکراین سره د لوېدیځ د ملاتړ کمرنګه کېدو سره روسیه خوشبینه شوې.

بلخوا ټاکل شوې وه، چې راتلونکي ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د اوکراین ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، خو د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په فبرورۍ کې پر دغه هېواد د روسیې پوځي برید او تر دا مهاله د دغې جګړې اوږدېدل د دې لامل شوی، چې دغه ټاکنې راتلونکی کال ترسره نه شي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي پرون ماښام ناوخته په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې اوس مهال هېواد په جنګي حالت کې دی او د ټاکنو د ترسره کېدو امکانات نه شته.

نوموړي ویلي، چې اوس مهال هېواد تر بل هر څه زیات یووالي او دفاع ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر دغه څرګندونې وروسته تر هغې کړي، چې د تېرې اوونۍ په پای کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولابه ویلي وو، زیلنسکي په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه غور کوي او مثبت او منفي اړخونه یې اروزي.

غزني کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت یو سربند او پینځه استنادي دیوالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

غزني کې د ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه سربند او پینځه استنادي دیوالونه ګټې اخیستنې ته د سپارلو په موخه د غزني مرکز قره باغي سیمه کې ناسته جوړه شوې وه، چې پکې د غزني ولایت والي سربېره د دغه ولایت سیمه ییزو مسولینو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

د غزني ولایت والي حافظ محمد امین عمري ویلي؛ اسلامي امارت په دې هڅه کې دی تر څو د هېواد وګړو ته د کار زمینه برابره کړي او هڅه کوي د ټولګټې پروژې اکثره په هغو سیمو کې پلي کړي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ورته هیڅ ډول پاملرنه نه وي شوې.

د غزني ولایت د ولاړو اوبو ریاست رییس مولوي محمد شفیق منصور عمر ویلي؛ د یادو پروژو له ډلي درې د غزني په مرکز او درې نوري یې د دغه ولایت په واغظ او اندړو ولسوالیو کې دي، چې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې UN-FAO موسسې په مالي مرسته جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ یادې پروژې د غزني مرکز قره باغي سیمي، موی مبارک، د اندړو ولسوالۍ ناني سیمه او واغظ ولسوالۍ ساروان سیمه کې ټولټال دوه زره متره استنادي دیوالونه یا ګبینونه او یو سربند وو، چې په جوړېدو سره یې د مسلکي انجینرانو په ګډون ۲۶ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

ښاغلي منصور عمر په وینا؛ د یادو پروژو کارې چارې په پینځو میاشتو کې بشپړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سیمې اوسیدونکي ددغو پروژو په بشپړېدو سره خوښي څرګنده وي او وایي چې له دې سره به د دوی زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو څخه وژغورل شي.

سوریه او عراق کې ۴۵ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

پټناګون د دوشنبې په ورځ اعلان کړی، چې سوریه او عراق کې ۴۵ امریکايي سرتېري ټپیان شوي.

یاد سرتېري په څه کمو درېیو اونیو کې په ۳۸ بېلا بېلو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا؛ د اکټوبر میاشتې له ۲۰مې نېټې راهیسې ۲۰ راکټي او ډرون بریدونه په عراق او ۱۸ بیا په سوریه کې په امریکايي پوځیانو ترسره شوي دي.

امریکا په سوریه کې ۹۰۰ او په عراق کې بیا ۲۵۰۰ سرتېري لري.

د یادولو وړ ده، چې امریکا پر غزه د اسرائیلي برید له پیل سره سم د اسرائیلو ملاتړ کړی دی.

ملګرو ملتونو کې د چین استازی: غزه د ماشومانو په هدیره بدله شوې

ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون ویلي، چې غزه د اسرائیلو د پرله‌پسې هوايي بریدونو او بمباریو له امله د ماشومانو په هدیره بدله شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ په غزه کې د اوربند غوښتونکي یو او له دواړو لورو غواړو، چې د غیرې نظامیانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

له دې سره هم‌مهال فلسطیني چارواکي وايي، چې د اسرائیلي برید له پیل څخه تر اوسه په هره دقیقه کې یو ټپي او په هر ساعت کې ۱۵ شهیدان روغتیايي مرکزونو ته راوړل شوي.

د راپورونو پر اساس د اسرائیلو د برید له پیل څخه تر اوسه پر غزه تړانګه ۳۵ ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي دي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ ویلي، چې د میزان له ۱۵ مې تر اوسه د صهیونیستي اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ زره او ۲۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي، چې له شپږ زرو زیات یې ښځې او ماشومان دي.

دغه‌راز ملګري ملتونه وايي، چې د غزې په جنګ کې په منځني ډول په هر لسو دقیقو کې یو ماشوم شهید او دوه نور ټپیان کېږي.

لغمان کې د نږدې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړو خونو بیارغونه پیل شوه

لغمان کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې ۳۵ میلیونه ۹۶۸ زره او ۹۵۹ افغانیو په ارزښت درې سړې خونې بیا رغول کیږي، چې په جوړیدو سره به یې بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په برخه کې اسانتیاوې رامځته شي.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد ویلي؛ دغه سړې خونې په سرخکانو، مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې موجود دي، چې د څلورو میاشتو په موده کې به بیا ورغول شي.

نوموړي زیاته کړې؛ لغمان کې یې هرې برخې ته پاملرنه شته، هڅه کوي په ټولو برخو کې د لغمان ولسونه پر ځان بسیا کړي، ترڅو یې د خلکو اقتصاد پیاوړی شي.

د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي؛ د سړو خونو د بیا رغولو اړوند د امیرالمومنین د ځانګړي فرمان په اساس بودیجه ټاکل شوې، چې له مخې به یې لغمان کې درې سړې خونې چې پخوا جوړې شوې وې اوس بیا رغول کیږي او بزګرانو ته به د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ښه زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سړو خونو د نشتون له امله بزګرانو خپل محصولات په ارزانه بیه پلورل ترڅو خراب نه شي، چې له دې وروسته به په سړو خونو کې ساتل کیږي او وخت پر وخت به په بزګرانو او ولس ارزانه پلورل کیږي.

انجینر محمد یاسر ځاځی د کرنې وزارت د طبیعي منابعو معینیت کارمند ویلي؛ د سړو خونو برارود مو وکړو، هره خونه کې په اوسط ډول ۱۸۰ متریک ټنه مواد ځای پرځای کیږي، چې تر ډیره به بزګرانو ته د محصولاتو د ساتنې په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي.

افغان تېکوانډوکارانو د  G2 سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان تېکوانډوکارانو د پاکستان په کوربتوب د ۲۳ هېوادونو څخه د ۳۱۵ لوبغاړو ترمنځ د تېکوانډو پینځم پړاو ازادو/ G2 سیالیو کې لومړی مقام وګاټه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

په یادو سیالیو کې افغان تکواندوکارانو خپلو پاکستاني، قزاقستاني او عرب سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دوه د سرو زرو او دوه د  سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدارنګه افغان لوبډلې د غوره لوبډلې، غوره لوبغاړي او غوره روزونکي ډالۍ هم ترلاسه کړې، چې د سیالیو په ا‎خیر کې د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي محسن رضایي خپل د سرو زرو مډال له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته ډالۍ کړ.

د کابل مرکزي سېلو په تورخم کې راستانه شوو ګډوالو ته د ورځي ۳۰ زره وچه ډوډۍ برابروي

د افغانستان اسلامي امارت په ټول قوت سره هڅه کوي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت او په ښه ډول رسېدنه وکړي، اوسمهال د پاکستان هېواد څخه په جبري توګه د راستانه شوو هېوادوالو وضعیت ته د رسیدنې، هغوی ته د سرپنا‌ء، د خوراکي او روغتیایي توکو د برابرولو په موخه ګډې کمېټې جوړ شوي او په کار یې پیل کړی دی.

د مالیې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ په تورخم کې میشت افغان کډوالو ته د وچې ډوډۍ برابرولو مسولیت پر غاړه اخیستی، چي په ورځني ډول راستانه شوو ګډوالو ته تر ۳۰ زرو پوري وچه ډوډۍ برابروي.

د مالیې وزارت د مرکزي سېلو رییس مولوي نصرالله منصور ویلي؛ له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل شوي افغان کډوال، چې د ژمي د یخ موسم په درشل کې هېواد ته راستنېږي، له هغوی سره مرسته کول خپل دیني، انساني او ملي مسولیت بولي او په دې برخه کې د کډوالو د بشپړ ځای پر ځای کېدلو پورې به د مرکزي سېلو له لوري دوی ته د وچي ډوډۍ برابرولو پروسه دوام ولري او همدا راز هڅه کوي، تر څو کډوالو ته نور اړین خوراکي توکي هم برابر کړي.

د کابل مرکزي سېلو په تېرو درو ورځو کې  راستانه شوو کډوالو ته د ۱۰۰ زره په شاوخوا کې وچه ډوډۍ  لیږلې او وېشلې ده.

همدا راز د یادي سېلو له لوري تورخم ته د ډوۍ پخولو داشونه، وسایل او پرسونل استول شوي دي ، چي په نږدې وخت کې به په تورخم کې د ډوډۍ پخولو پروسه پیل کړي.

د کابل مرکزي سېلو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د مالیې وزارت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې فعاله شوه، چې اوسمهال د غنمو د زېرمه کولو، په لوړ کیفیت سره د اوړو د تولید، د وچې ډوډۍ، ناشتا، روټ، کیک او کلچو د پخولو په برخو کې فعالیت کوي او تر څنګ یې په دغه سېلو کي له ۴۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

شیرمحمد عباس ستانکزی د افغان کډوالو جبري ایستلو په غبرګون کې؛ افغانان عکس‌العمل ته مه اړ کوئ

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه له غبرګونونو وروسته د یاد هېواد دا پرېکړه یو اړخیزه او د کډوالۍ د ټولو معیارونو خلاف ګڼلې ده.

ښاغلي ستانکزي ویلي، چې پاکستاني پوځیان د افغانانو د ایستلو پر مهال د دوی مال او شتمني لوټي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې له افغان کډوالو سره دې سم چلند وکړي او افغانان دې نه مجبوروي، چې د دوی د کړنو په وړاندې غبرګون وښيي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې بېرته دې افغانستان ته راستانه شي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت ټولو افغانانو ته د مذهب او توکم له توپیر پرته د هېواد د قوانینو او شریعت په رڼا کې حقوق ورکوي.

شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي، چې زده‌کړه د هر افغان طبیعي او مشروع حق دی او هېڅوک انکار نه شي ترې کولای.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د انرژۍ له وزیر سره لیدنه؛ د اوبو مدیریت، بریښنا تولید، پانګونې او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې

دواړو لورو د اوبو مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د کرنې په برخه کې د اوبولګونې له پرمختللو سیسټمونو څخه پر استفادې او په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ د زیاتوالي په اړه بحث شوی.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ وروستیو وچکالیو د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو پر سرچینو بد اغېز کړی، چې له امله یې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده.

په ډېری سیمو کې د هېواد دننه خلک د ځایونو پرېښودو ته اړ شوي او ځینې نور یې بیا مهاجرت ته مجبور شوي دي. 

نوموړي زیاته کړې، څه موده وړاندې د ایران تخنیکي هیئت د هلمند له سیند څخه لیدنه وکړه، دوی دا ومنله چې د هلمند سیند اوبه تر خپلې کچې څو برابره کمې شوي دي او د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.

همدارنګه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ایراني لوري څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې او تخنیکي همکاري وکړي.

د ښاغلي برادر په وینا، افغانستان چې تازه له جګړو او اشغال راوتلی د اوبیزې، بادي، لمریزې، ډبرو سکرو برېښنا د تولید په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې په استفادې سره به یې په کور دننه د برېښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي.

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د ریاست‌الوزرا اقتصادي ته د ایران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې او د اوبو سم مدیریت او استفادې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.