ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټبال ملي لوبډلې د نوي سر روزونکي ترمنځ تړون لاسلیک شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټبال ملي لوبډلې د نوي انګلیسي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود ترمنځ د روزنې یو کلن تړون لاسلیک شو.

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي او د فوټبال فدراسیون مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال نوي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود او د فوټبال فدراسیون اړوند نورو مسولینو شتون درلود.

د فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر ویلي؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سر روزونکي لپاره د ایران، ترکمنستان، ازبیکستان او انګلیس څخه اشلي وړاندیز کړی و، چې د فوټبال فدراسیون د اجرائیه پلاوي او فني برخې مسولینو د اشلي تجربو ته په کتو نوموړی د لوبډلې لپاره د نوي سر روزونکي لپاره غوره کړ.

ورپسې د فوټبال فدراسیون نوي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود د افغانستان د فوټبال لوبډلې د نوي سر روزنکي په حیث ګمارل کېدل یو فرصت بللی، چې دا لوبډله به یو ځای ته ورسیږي په خبره یې؛ سره له دې چې وخت کم دی، خو بیا به هم له لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکي کړي او د هغوی په روزنه کې به خپل رول په ښه ډول ادا کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د لوبډلې لپاره به داسې لوبغاړي وټاکي چې د لوبډلې او د هېواد لپاره لوبه وکړي په وینا یې؛ په دېر کم وخت کې به د لوبډلې ټول لوبغاړي ارزیابي کړي او د هغوی له منځه به غوره لوبغاړي د لوبډلې لپاره انتخاب کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ په لوبډله  کې لویو تغییراتو راوستو لپاره وخت ته اړتیا لري، خو بیا هم اړتیا ده، چې د لوبې ډګر ته ښکته شو او بریا ترلاسه کړو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او نوي سر روزونکي ترمنځ تړون به د روان ۲۰۲۳ کال له ډسمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۴ کال تر پایه دوام وکړي.

د افغانستان د فوټبال نوی سر روزونکی ۴۷ کلن اشلي مایکل وستوود د ۱۹۷۶ کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه د انګستان په برایتون ښار کې زېږېدلی.

نوموړی د منچسټر یونایټډ د ځوانانو لوبډلې غړی هم پاتې شوی، چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د ځوانانو حذفي جام سیالیو جام ترلاسه کړ.

همداراز اشلي له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۰ م کال پورې د فرادفورد لپاره د انګلیس په لوبډله کې لوبه کړې ده.

د اشلي مایکل وستوود د روزونې تر ټولو بریالۍ دوره له ۲۰۱۳ څخه ۲۰۱۶ کال پورې هند په بنګلور په لوبډله کې وه، چې په I-League کې دوه ځله اتلولي او یو ځل د هند فدراسیون جام کې د اتلولي ترلاسه کول پکې شامل دي.

اشلي په همدې کلونو کې د هند د فوټبال لوبغاړو اتحادیې په ټاکنه دوه ځلې د دې هېواد د فوټبال د غوره روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي همداراز د بلکبرن او بلکپوله لوبډلو کې د مومک روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.