ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1324

امریکا له اسراییلو سره پوځي مرسته اعلان کړې

د امریکا دفاع وزارت وایي، چې د اسرایلو له پوځ سره د مرستې په موخه یې د پوځي تجهیزاتو یوه کڅوړه، چې بېلابېل وسایل په کې شامل دي اعلان کړې.

دوي زیاتوي، چې پوځي کښتۍ یې هم د مدیترانې سمندرګي په شرقي برخه کې له اسرایلو څخه د دفاع په خاطر ځای پر ځای کړې.

د اسرایلو دفاع وزارت بیا د حماس په وروستیو بریدونو کې د ۷۰۰ اسرایلیانو د وژل کیدو خبر ورکړی.

دوي زیاتوي، چې په یادو بریدونو کې تر یو زره او ۵۰۰ کسانو زیات ټپیان شوي هم دي.

د الجزیرې ټلویزیون خبر له مخې، د اسرایلي پوځ د بمباریو او بریدونو له امله تر اوسه ۴۱۳ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د حماس ډلې دغه زورور بریدونه د تېرې شنبې په ورځ پیل شوي، چې وروسته یې د لبنان حزب الله ډلې او دغه راز د فلسطین نورو جهادي ډلو یې ملګرتیا پیل کړه.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هرات زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې او د دغه غمجنې پېښې له امله یې اغېزمن شوو هېوادوالو ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي.

 سرپرست وزیر همداراز د اغېزمن شوو هېوادوالو کورنیو ته د ټپیانو د ښې درملنې او روغتیايي وضعیت ته يې د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړی.

د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ لوړو زده کړو موسسې د احاطې دېوال جوړیږي

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته د خپلو کاري سفرونو پر دوام میدان وردګو ولایت ته سفر کړی، او هلته یې د یاد ولایت لوړو زده کړو موسسې د احاطې دېوال بنسټ ډبره کېښوده او تر څنګ يې ولسي غونډه کې ګډون کړی.

مولوي نداء محمد نديم د یادې احاطې دېوال بنسټ ډبرې کېښودو پر مهال ویلي، چې د احاطې دغه دیوال به پنځه سوه جريبه ځمکه کې د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شي، چې ټول لګښت به يې د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه ورکړل شي.

د میدان وردګ لوړو زده کړو موسسې مسولينو، استادانو او محصلينو د یادې موسسې د احاطې دېوال پر جوړېدو خوښې ښودلې او د لوړو زده کړو وزارت د دغه اقدام قدردانی يې کړې.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په ولسي غونډه کې، چې د یاد ولایت والي، امنیې قومندان، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، مجاهدينو، علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسې شيوخو، ځایي متنفذينو، استادانو او محصلینو پکې ګډون کړی و، د میدان وردګو ولایت مجاهد او علم دوسته ولس د شهادتونو قدردانی وکړ او د اشغالګرو پر وړاندې يې د جهاد په دوران کې د هغوی کارنامې او اتلولۍ ستایلي دي.

همدا راز نوموړي د مسلمانانو تر منځ د اتفاق او اتحاد پر ګټو، د شریعت پلي کولو، په تحصيلي بنسټونو کې د دعوت او ارشاد پر پروګرامونو او د هغوی اړتیاوو، د امیر اطاعت او له بېلابېلو لارو څخه يې د فرمانونو دفاع، د غرب فکري او تبليغاتي جکړې سره مبارزه او پر وړاندې يې درېدل او د اسلام او افغانستان د دښمانو پر ټولو دسيسو خبرې کړي.

سرپرست وزیر زیاته کړې؛ د دې ټولنې هر وګړی مسوليت لري، چې د هېواد مشرانو د حکمونو د اطاعت تر څنګ د هېواد د دښمانو مغرضو تبليغاتو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله ديني وجیبه ادا کړي او د هېواد پراختیا او پرمختګ په برخه کې هڅې وکړي.

ویناوالو میدان وردګ ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ورتګ څخه مننه کړې او په دغه ولایت کې یې د تحصیلي بنسټونو پراختیا او ودې ته د لا زیاتې پاملرنې تر څنګ، په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير تېره اونۍ د هېواد شمال او شمال ختيځ زون ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې د يادو زونونو د تحصيلي بنسټونو ١٤ پروژې پرانيستې او ١٥ نورې يې منظور کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال هرات ته د زلزلې له امله زیانمنو شوو هېوادوالو سره د مرستو عادلانه وېش په موخه سفر کړی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی نن سهار هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی.

ملا عبدالغني برادر اخوند به د دغه سفر په ترڅ کې د زلزلې له امله زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وګوري او هلته به د بېړنیو مرستو د رسولو ترڅنګ پر زیانمنو شویو هېوادوالو د راټولو شویو مرستو د عادلانه او سم وېش په موخه اړوندو ارګانونو ته هم لازمې لارښوونې او هدایات وکړي.

ایران د بهرنیو چارو وزیر د مولوي امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي

ایران د بهرنیو چارو وزیر امير عبداللهیان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره پر یو شمېر موضوعاتو ټليفوني خبرې کړي.

 په ټليفوني مکالمه کې امیر عبداللهیان په هرات کې د تيرې ورځې د زلزلې له قربانیانو سره خپله غمشریکي ښودلې او د تسلیت مراتب يې وړاندي کړي.

نوموړي دغه راز له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو ژمنه کړې او د هر راز همکارۍ چمتو والی یې ښودلی.

مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر څخه د غمشریکۍ د څرګندولو او مرسته کولو ژمني له کبله مننه کړې او د زلزلي د زیانونو او زلزله ځپلو د اړتیاو په هکله یې معلومات ورسره شریک کړي.

 دواړو سیالانو د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پاللو او لا تقویي او د افغان-ایران د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا ټینګار کړی.

د مهاجرينو چار وزارت د دفتر رييس د ناروې ټولنې د عمومي رييس سره ليدنه کړې

د مهاجرينو چارو وزارت د دفتر رییس قاري محمد اجمل وياړ په افغانستان کې د ناروې د مهاجرينو ټولنې رییس نيل ترنر او د دفتر د پروګرامونو له مسولې پاتريشا سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې ترنر د سرپناه د جوړېدو، مصونيت، مرستو او اړمنو او معلولو کورنیو ته د ژمنيو مرستو رسولو دعملي پلان په برخه کې د ياد دفتر د پروژو په اړه معلومات ورکړي.
قاري محمد اجمل وياړ د ياد دفتر د همکاريو څخه مننه کړې او د مهاجرينو چارو وزارت سره يې په همغږۍ او د مرستو د کمیت او کیفیت پر زیاتوالي ټینګار کړی او ویلي يي دي، د کډوالو د جبري راستنېدو په برخه کې باید د فعالیتونو یادونه وشي او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.

د اقتصاد وزارت سرپرست هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستو چټکتیا په موخه غونډه کړې

د اقتصاد سرپرست وزیر د کورنیو او بهرنیو غیر اماراتي موسسو  له مسولینو سره هرات ولایت کې د زلزلي له امله خلکو سره د مرستو او بشري کموکونو د چټکتیا په موخه غونډه کړې.

 دغه غونډه چې د اقتصاد سرپرست وزیر په مشرۍ جوړه شوې وه، مولوي محمد عالم جمیل مالي او اداري مرستیال، د غیر اماراتي بنسټونو د فعالیتونو د همغږۍ ريیس مفتي عبدالسلام اشرفي او د اقتصاد وزارت یو شمېر ربیسانو په کې ګډون درلود.

یاده غونډه د کورنیو او بهرنیو غیر اماراتي بنسټونو مسولینو او د ملګرو ملتونو سازمان یو شمیر دفترونو استازو سره د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو خلکو سره د بشري مرستو  او لاس نیوي د چکټیا په موخه جوړه شوې وه.

 د اقتصاد وزارت سرپرست هرات کې د تیرې ورځې زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې، دپیښی شهیدانو  ته یې د لوی خدای ج له دربار څخه جنت الفردوس، مجروحینو ته کامل صحت او خواښوږو او کورنیو ته یې د جمیل صبر او اعظیم اجر دعا کړې.

نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو څخه غوښتنه کړې؛ چې په بېلابېلو برخو کې اولیه کمکونه او د بشردوستانه مرستو او د چټکتیا په برخه کې د اسلامي امارت د وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ زیانمن شوو خلکو سره  پوره همکاري وکړي.

د غېر امارتي بنسټونو د فعالیتونو د انسجام رییس مفتي عبدالسلام اشرفي د پېښې د څرنګوالي او د رامنځته شویو زیانونو په اړه معلومات ورکړي او زیاته ګړې یې ده؛ چې لومړنۍ احصایې او شمېرې ښيي، چې شاوخوا درې زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په پېښه کې له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې کلي ويجاړ شوي، اوس مهال د پېښې له ځايه د سلګونو شهيدانو جنازي او ټپيان را ايستل شوي دي او شواهد ښيي چې تر خاورو او خټو لاندې لا زيات قربانيان بند پاتې دي، چې د بیلابیلو ادارو او وزارتونو تیمونو له خوا په ساحه کی کار جریان لری ترڅو خلکو سره لازمې مرستې وشي.

په کار ده چې د غیر امارتي موسسو له خوا  زیانمنو  وګړو سره د لومړنۍ مرستې لکه خوراکي توکو، خیمې، پوشاک، د څښاک اوبه او روغتیايي خدمات برابرې کړي او په راتلونکي ګام کې د کورونو او د اوبو رسولو د شبکو په جوړولو او د زیانمن شوو لپاره د لومړنیو خدمتونو په برابولو او لازمو تسهیلاتو په برخه کې همکارۍ ته تیاری ولري.

 د ملګرو ملتونو د دفترونو او د کورنيو او بهرنيو غيرامارتی بنسټونو مسولينو اقتصاد وزارت  رهبري ته په هرات کې د پرونۍ زلزلې زيانمنو ته د خپلو فعاليتونو او بشري مرستو  رسولو په هکله معلومات ورکړي او د لازمو مرستو د چټکتیا په هکله یې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې.