ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1325

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته ویلي، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او زموږ له سوداګرو سره ښه چلند کوي، مننه ترې کوو.

نوموړي زیاته کړې، نن چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پرمختګ په لور روان دی دا د سوداګرو او صنعت‌کارانو د هڅو پایله ده او دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت پر ښه‌والي نړۍ هم اعتراف کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی، چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تامین شوی.

 له همدې امله په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان پانګوالو څخه غوښتنه کوو، چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

ښاغلي برادر په وینا، د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پربنسټ ښې اړيکې غواړي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو سپکاوی دوی ته د منلو وړ نه دی او دغه راز یې له یادو هېوادونو څخه د متقابل احترام غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ په هرات کې د رامنځته شوې زلزلې او د اوښتو ځاني او مالي زیانونو د څېړنې او د حالاتو د نېږدې کتلو په موخه به یاد ولایت ته سفر وکړي.

همدارنګه له پانګوالو او شتمنو هېوادوالو یې غوښتنه کړې، چې په دې سخت حالت کې دې د هرات او شاوخوا ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغان ـ جرمن پيوستون ټولنې له رییس سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغان ـ جرمن پیوستون ټولنې له رییس احمدالیاس عمر او د افغان ـ جرمن د صنایعو او سوداګرۍ خونې له سرپرست رییس ذکریا احمدي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه، په افغانستان کې د تحولاتو، د پانګونې شته فرصتونو، د سرتاسري امنیت شتون او همدارنګه د سوداګرۍ په پراختیا، افغانستان ته د پانګونې جذبول، معیاري کول، د ډبرو سکرو کیفیت تعینولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړي.
د افغان ـ جرمن پیوستون ټولنې په اقتصادي، تخنیکي، مشورتي او د بهرنیو پانګوالو په ځانګړې توګه د جرمنیانو جذبولو په اړه د همکاریو ډاډ ورکړی.

د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدني او لنډ مهاله کمپونو جوړولو کمېسیون کندهار ته سفر کړی

د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند په ځانګړي حکم د اجباري راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو کمېسیون کندهار ته سفر کړې او د کندهار سرپرست والي  رسره یې لیدنه کړې، چي پرمهال یې د کندهار امنیه قومندان مولوي حزب‌الله سمیع‌الله، د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي ولي‌جان بادام او د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمود مظلوم هم شتون درلود.
د کمېسیون مشري د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد کوي او د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي، د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت مرستیال مولوي سیداحمد مستقیم، د عامي روغتیا وزارت مرستیال دوکتور محمد حسن غیاثي، پيښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت استازی مولوي احمدشاه ذهین او د افغاني سرې میاشتي ټولني استازی ملا صالح محمد اخوندزاده د دغه کمېسیون غړي دي.
د لیدني په پيل کي د کمېسیون مشر او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد ویلي؛ تېرو څو لسیزو ناخوالو کي کوم افغان وګړي، چي ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، خو اوس د ایران او پاکستان هېوادونو څخه په اجباري ډول هېواد ته د ستنېدو په پار اخراجیږي.

په همدې موخه یادو ستونزو ته په بېړنۍ توګه د رسېدني او د اوسېدو د ځایونو د تنظیم او ترتیب په موخه کمېسیون ټاکل شوی او یاد ګډ کمېسیون ته دنده سپارل شوې، ترڅو د تورخم، سپين بولدک، اسلام قلعه او د نورو سرحدي پولو څخه راستنېدونکو کډوالو ستونزې د حل په موخه وپلټي.

 د اوسېدو لپاره یې لنډمهاله ځایونه تثبیت، ترتیب، تنظیم او د ژوند کولو لومړنۍ اړتیاوي ورته برابري کړي.
د نوموړي په وینا؛ دوی لومړی تورخم ته سفر کړی او هلته یې ټولې اړتیاوې له نژدې کتلي او اوس یې کندهار ته په دې موخه سفر کړی، ترڅو سپين بولدک ولسوالۍ ته لاړ شي او هلته د کډالو د راستنېدو په برخه کې ټولي اړتیاوې پوره کړي او هم به د یوه لنډ مهاله کمپ لپاره ځای انتخاب کړي.

دغه ټول موارد به په ژر تر ژره د ریاست الوزرا مقام سره شریک کړي او د هغوی له لوري به د اجرااتو په موخه اړین ګامونه واخیستل شي.

مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار سرپرست والي او هلته د یوشمېر اړوندو ادارو همکاري اړینه بللې او غوښتنه یې کړې، چې ورسره بشپړه همکاري وکړي.
د کندهار سرپرست والی مننه کړې ، چې د داسې مهم کار لپاره یې کندهار ته سفر کړی او له خپله اړخه یې د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چي ټولي اړوندي ادارې به ستاسي له کمېسیون سره بشپړه همکاري او همږغي ساتي.

حاجي ملاصاحب ددغه کمېسیون څخه غوښتي، ترڅو لنډمهاله کمپ د ډېرو کډوالو کورنیو لپاره جوړ کړي او هم ورته د ژوند کولو ټولي اړتیاوي برابرې کړي.

فوټسال ملي لوبډله نن شپه د سعودي عربستان پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي

د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن شپه ۸:۳۰ بجې افغانستان فوټسال ملي لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې له سعودي عربستان سره مخ کیږي.

په دې سیالیو کې به افغان فوټسال لوبډله دوې نورې لوبې له اندونیزیا او ماکاو سره ترسره کړي.

دا لوبې به د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې میاشتې له ۱۵ تر ۱۹ نېټې د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره کېږي.

د فلسطین او اسراییل جګړه؛ د حماس په برید کې له ۳۰۰ زیات اسراییلیان وژل شوي

حماس غورځنګ تېره ورځ د الاقصی توپان په نوم عملیات پیل کړل، چې له ۳۰۰ زیات اسراییلیان پکې وژل شوي او شاوخوا یو زرو ۸۰۰ نور ټپیان دي.

له بل لوري پر غزه د اسراییلو د برید له امله څه باندې ۲۵۲ فلسطینیانو ژوند بایللی او یو زرو ۷۰۰ نور ټپیان شوي.

حماس غورځنګ وايي؛ ګڼ اسراییلي سرتېري، چې لوړ پوړي پوځیان هم پکې شامل دي، نیولي.

اسراییلو هم منلې، چې د دفاعي ځواک یو مهم جنرال یې یرغمل شوی دی.

بهرنیو چارو وزارت: د فلسطین خلکو له مشروع او قانوني حق څخه چې باید مستقل هېواد ولري ملاتړ کوو

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، چې د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نږدې څاري او د دغسې پېښو رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي.

اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د ازادۍ او د خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق بولي.

د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخی او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره مستقل هېواد ولري خپل ملاتړ اعلانوي.

له اسلامي هېوادونو،د اسلامي همکاريو له سازمان، نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې په سيمه کې اغیز لري غوښتنه کوي، چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له خوا پر فلسطیني بې‌ګناه ولس د تاوتريخوالي مخه ونیسي، او دفلسطين دقضیې دحل لپاره چې فلسطينيانو ته پکې خپل مشروع حق ورکړل شي لاس پکار شي.

هرات کې مرګونې زلزله؛ څه باندې ۸۰۰ کسان شهیدان او له زرو زیات ټپیان شوي

هرات کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست مسولین له ملي‌تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې دې ولایت کې د شوې زلزلې له امله ۸۱۳ کسان شهیدان شوي او له زرو زیات ټپيان دي.

یاد ریاست زیاتوي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

په دې زلزله کې د هرات د جامع جومات کاشیانې هم زیانمنې شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکوونکي او رضاکاران او بېلا بېل دولتي بنسټونه او ادارې د یاد ولایت د زلزلې له زیانمنو سره د مرستې رسولو په هڅه کې دي.

یادې زلزلې بادغیس کې هم ځینې سیمې لړزولې دي.

د افغانستان اسلامي امارت یادو ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګنده کړې او اړوند ادارو ته یې لارښوونه کړې، چې د زيانمنو شويو هېوادوالو لاسنیوی او لازمې مرستې دې ور سره وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت تامین د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کندوز له والي مولوي نثار احمد نصرت سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کندز والي مولوي نثار احمد نصرت د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت راپور د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړي او ویلي یې دي، چې د مجاهدینو په همت او د خلکو په بشپړې همکارۍ په یاد ولایت کې امنیت په کامل ډول تامین دی.

نوموړي زیاته کړې، چې سیمه‌ییز مسولین د خلکو ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزې هڅې کوي او د کندوز ولسونه د خدمت لپاره هیڅ راز همکاري او هڅې نه درېغوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د کندوز والي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې د هېواد په ټولو سیمو کې د امنیت تامین د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او یاده موضوع په مرکز او ولایتونو کې د مسولینو د شپې او ورځې نه ستړې کېدونو هلو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت رهبري به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د خلکو ستونزو ته رسېدنه، دوی ته د هوساینې د ایجاد، ښاري پراختیا، د ښاروالیو انکشاف او امارتي شرکتونو د فعالیتونو د لوړولو په برخه کې خپلې هر اړخیزې هڅې وکړي.