لرغونپوهنې مسلکي ټیم په لرغونو سیمو کې د غصب شوې ځمکو پلټنې په موخه پروان ته سفر کړی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې مسلکي ټیم پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الرحمن صدیقي سره د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د ځينو لرغونو سیمو څخه هم لیدنه کړې.
د لرغونپوهنې ریاست مسلکي ټیم غړو ویلي، پروان ولایت ته یې د سفر موخه د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د وړاندیز پر بنسټ په لرغونو سیمو کې د غصب شوې ځمکو پلټنه ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي؛ پروان یو له لرغونو ولایتونو څخه دی، چې ډېرې تاریخي او سیاحتي سیمې لري.
د یاد پلاوي د معلوماتو له مخې د ځینو لروغونو سیمو په حریم کې رغنیز او کرنیز فعالیتونه تر سترګو کیږي، چې د مخنیوي لپاره یې موضوع د یاد ریاست سره شریکه کړې.
یاد پلاوي د خپل سفر په بهیر کې د بګرام کافر قلعه، د کوهدامن کافر قلعه، پوزه اشترک، شهرشاهی بګرام، عبدالله برج او توپ درې استوپې څخه لیدنه کړې.
د ټولګټو سرپرست وزیر په لوګر کې د ياد وزارت کاري پروژو څخه ليدنه کړې
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د يو تخنيکي ټيم په ملتیا د هېواد ختیځو ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې لوګر ولايت ته سفر کړی او هلته يې د ياد وزارت د څلورو تر کار لاندې ساتنې او څارنې پروژو څخه له نږدي ليدنه کړې.
په دغو پروژو کې د لوګر – ګرديز لويې لارې پر مسير د التمور په ساحه کې د ۶۵۸ متره په اوږدوالي يو استنادي ديوال، د لوګر – ګرديز پر مسير د ۱۶ پايو پلګوټو، او ۱۴ پايو دون استریم پلګوټو د ترميم او رغونې کار شامل دی.
سرپرست وزیر د لوګر ولايت ازرې او خروار ولسوالیو ته هم سفر کړی او هلته يې د خامه سړکونو او شته ستونزو څخه له نږدې لیدنه کړې.
نوموړي ویلي، چې د دغو سړکونو ترميم او رغونې کار دې د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل شي.
ملا محمد عیسی ثاني د لوګر ویلي؛ ماشينري او تجهيزات د بیت المال مال دی باید په کلکه ترې ساتنه وشي او دغه راز یې د یاد ریاست کار کوونکو ته لارښوونه کړې، چې د حاضرۍ پابندي وکړي او ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او ایماندري سره ترسره کړي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تاریخي ابداتو د بیارغونې چارې روانې دي
کندهار کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د حاجي میرویس خان نیکه مقبرې، د احمدشاه بابا د کور او مقبرې د بیارغونې چارې پیل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني، د بهرنیو چارو رییس مولوي عبدالشکور حقاني، د ښار جوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، د کندهار پوهنتون رییس مولوي اکرم شاه عاصم، د پانګونې خونې رییس حاجي محمد صدیق مهمند، بهرنیو ډیپلوماټانو، ډیرو نورو مسولینو، تاجرانو، ادیبانو، او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي؛ د خوښي ځای دی، چې یادې ابدې داسې شخصیتونو ته منسوبي دي، چې نه یوازې په کندهار بلکې د نړۍ په کچه پېژندل شوي شخصیتونه وو، هغوی په خپل وخت کې تاریخ جوړ کړی، موږ د هغوی په تاریخ ویاړو او پر لاره یې روان یو.
نوموړي د کندهار ولس ته زیری ورکړی؛ چې ستاسو هغه غوښتنه چې دغه تاریخي سیمي باید ورغول شي، اسلامي امارت ورته یاده غوښتنه پوره کړه او عملي چارې یې پیل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي؛ اوس د احمد شاه بابا او میرویس نیکه اولادونه موجود دي او دا یې ثابته کړه، چې په لنډه موده کې دوه لوی زبر ځواکونه مات کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په مختلفو ولایتونو کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تاریخي ابداتو د بیارغونې چارې روانې دي، اسلامي امارت تاریخي ابداتو ته زیاته پاملرنه کوي.
ښاغلي خیرخواه تاجران هڅولي، چې د هېواد په رغونه کې لاسونه سره ورکړي.
سرپرست وزیر د ځوانانو لپاره د کار تر څنګ په سیاحت او د تاریخي ابداتو په رغونه کې د ډیر کار یادونه کړې، چې د اسلامي امارت له خوا به کیږي.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې له رییس سره لیدنه کړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې له رییس ملا وکیل احمد نقي سره لیدنه کړې او په روزګان کې د اغاجان او شفلوغ بندونو د چارو د څرنګوالي پرمخ وړلو په هکله یې خبرې کړي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ویلي؛ چې د اغاجان بند د جوړولو چارې د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون له لوري ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوې دي او همدارنګه د شفلوغ بند د ډیزاین او جیو تخنیک چارې هم پای ته رسیدلې دي.
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رییس د نوموړي ریاست اړوند ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
همداراز په روزګان ولایت کې د سرآب او مني غار بندونو د تخنیکي سروې په موخه هم اړوندو مسولینو ته اړینې سپارښتنې شوي.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د زرغونې انا له زیارت څخه لیدنه کړې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه کندهار کې د لوی امپراطور احمدشاه بابا د مور بي بي زرغونې انا له زیارت څخه لیدنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه زیارت کې له دعا وروسته د زرغونې انا پر ژوند او تاریخي مخینه خبرې کړي او ترڅنګ یې د سیمي له خلګو سره د زيارت پر ویجاړ شوو ځایونو خبرې کړي.
ښاغلي خیرخواه د یاد تاريخي ابدې د بیارغونې ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مختلفو ولایتو کې پروژې تر پوښښ لاندي لري.
نوموړي همدا راز ویلي؛ د تاریخي سیمو ساتنه او بیارغونه د حکومت او ولس ګډ مسولیت دی، ولس دې یې په ساتنه کې خپل مسولیت په ښه توګه ادا کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي: هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشیر ولایت له یو شمیر علماوو سره لیدنه کړې.
علماوو په یاد ولایت کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه خپل معلومات د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړي.
نوموړو زیاته کړې، د اسلامي نظام په راتګ سره په هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی او سیمه ییز مسولین هم خلکو ته د خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
یادو علماو د ولسونو د ستونزو د حل او د هغوی د تعلیم او تربیې په برخه کې د اسلامي امارت د رهبرۍ هڅې ستایلي او ویلي يي دي، له اوسني نظام څخه حفاظت د ټولو افغانانو دنده ده او د ټینګښت په برخه کې یې باید ناغېړي ونکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د علماوو سره په لیدنه خوښي ښودلې او ویلي يي دي، په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دی او په دې برخه کې به د اسلامي امارت مسولین خپلې هڅې ترسره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د ټولنېزې هوساینې او هېوادوالو ته د کار موندنې په برخه کې خپلو هر اړخیزو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي حنفي همداراز د هېواد له ټولو علمای کرامو غوښتي؛ چې د خلکو د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د پیوستون، اتحاد او یووالي د پیاوړتیا په برخه کې تر بل هر وخت زیاته هڅه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ نيکې او ښې اړيکې غواړي
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر اخوند، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد، د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو ریيس ملا عبدالحق وثيق او د کابينې يو شمېر نورو غړو او سفيرانو په شتون کې د پوليسو اکاډمۍ د څوارلسمې دورې فراغت غونډه کې ګډون کړی.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په پيل کې د کورنيو چارو وزارت له سرپرست او رهبري پلاوي او د پوليسو اکاډمۍ مسولينو څخه مننه کړې او د دغو افسرانو د فراغت له امله يې د کورنيو چارو وزارت رهبرۍ، پخپله هغوی، کورنيو او د پوليسو اکاډمۍ استادانو ته مبارکي ویلې.
مولوي عبدالسلام حنفي د امنيت تامين، د جرايمو کشف، د عدالت تامین، د نظام، ارزښتونو، سرحدونو او خلکو د ساتنې، فساد سره مبارزې او د نشه يي توکو کر، تجارت، قاچاق او استعمال مخنيوي لپاره د مسلکي پوليسو لرل اړين بللي او د پوليسو روزل يې د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه یاد کړي.
نوموړي ویلي، مسوولين د مسلکي پوليسو د روزنې او د هغوی تقويت لپاره خپلې هڅې کوي او هغوی ته به هر ډول امکانات برابر کړي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، اوس د امنيتي بنسټونو په چوکاټ کې د مجاهدينو د هڅو په نتيجه کې سرتاسري امنيت رامنځته شوی، هېڅوک نشي کولی د چا په حقونو تېری او ورسره ظلم وکړي او که د هر چا له لوري د خلکو امنيت مختل او په حقونو يې تېری وشي، نو د امنيتي ځواکونو له لوري به ګير او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، اوسمهال د دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او استخباراتو رياست په چوکاټ کې په اټکلي ډول ۴۰۰ زره امنيتي او دفاعي ځواکونه خدمت کوي، چې له عادي خلکو سره د توپير لپاره بايد هغوی په نظامي یونیفورم ملبس وي.
مولوي عبدالسلام حنفي له ګاونډيو، سيمې او له سيمې هاخوا هېوادونو سره د اړيکو په اړه ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ نيکې او ښې اړيکې غواړي.
رییس الوزرا د سوداګرۍ خونو ریيس او يو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه کړې
رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند نن د افغانستان سوداګرۍ خونو لوی رییس یونس مهمند، د سوداګرۍ خونو د دارالانشاء ریيس خان محمد سرفراز باز، د ټوکر پلورونکو اتحاديې مشر عبيدالله، ملي سوداګر شرف الدین، د جلال اباد د سوداګرۍ خونو د مديره پلاوي مشر ګل مراد عرب، د جلال اباد د سوداګرۍ خونو سوداګريز مرستيال عبدالولي بابکرخېل، د جلال اباد د سوداګرۍ خونو مرستيال محمد رودوال، د جلال اباد د سوداګرۍ خونو غړي مخلص احمد، ملي سوداګر محمد عثمان، ملي سوداګر زلمي عظيمي، ملي سوداګر بشير وهاب او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګريزې خونې عامل مدير نقيب الله ساپي سره په ارګ کې لیدنه کړې.
په دې غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ خونو پر شته ستونزو او بدیلو لارو پیدا کولو خبرې شوي.
یادو تجارانو په هېواد کې د ډاډمن امنیت، د فساد د مخنیوي او مخدره موادو له منځه وړلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه کړي او څرګنده کړي يي ده، اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی.
دوی همداراز په مالیاتو، ترانزیټ او یو شمیر نورو برخو کې د شته ستونزو یادونه کړي او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د مرستې غوښتنه کړې.
د اسلامي امارت رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند له یادو تجارانو څخه په مننې ویلي، تجاران د هېواد په پرمختګ کې مهم او حیاتي نقش لري او د هغوی لخوا د یادو شویو ستونزو د حل په اړه یې د جدي هڅو ډاډ ورکړی.
د کرېکټ نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته څومره پیسې جایزه ورکول کیږي؟
د افغانستان په ګډون د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام نن پيلیږي.
د ۲۰۲۳ کال يو ورځنيو لوبو کرېکټ نړيوال جام د هند په کوربتوب نن ماسپښین ۱:۰۰ بجه د یاد هېواد په احمد اباد کې د انګلستان او نیوزیلاینډ په لوبې پیلیږي.
د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام کې افغانستان، انګلستان، هند، سويلي افريقا، اسټراليا، نيوزيلنډ، بنګله ديش، سريلانکا، پاکستان او نيدرلینډ یا هالینډ هغه لوبډلې دي، چې په دې سياليو کې به ګډون ولري.
نړیوال جام کې د ګډون کوونکو لوبډلو تر منځ ټولې ۴۸ لوبې کیږي، چې نن د تلې/میزان پر ۱۳مه به پيل او د لړم/عقرب تر ۲۸مې به دوام وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ دغه لوبو ته ۱۵ کسیزه لوبډله کې ابراهيم ځدران، رحمان الله ګربز، رحمت شاه، رياض حسن، نجيب ځدران، محمد نبي، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، راشد خان، عبدالرحمن، نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمن، فضلالحق فاروقي او نوينالحق اعلان کړي.
د يادو سياليو لپاره ګلبدين نايب، شرفالدين اشرف او فريد ملک هم د احتياطي لوبغاړو په توګه انتخاب شوي دي.
افغان لوبډله به دغه نړیوال جام کې ټولې نهه سيالۍ وکړي، چې لومړۍ لوبه یې د بنګله دیش پر وړاندې د اکتوبر په ۷مه د هند په دهرامسالا کې، دويمه لوبه د هند پر وړاندې د اکتوبر په ۱۱مه دهلي کې، درېيمه د اکتوبر په ۱۵مه انګلنډ سره بيا هم دهلي کې، څلورمه د اکتوبر په ۱۸مه د نيوزيلنډ پر وړاندې په چينای کې وکړي او پنځمه سيالۍ يې بيا هم چينای کې پاکستان سره د اکتوبر په ۲۳مه ده.
افغان لوبډله به خپله شپږمه لوبه په پونه کې د اکتوبر په ۳۰مه له سريلانکا سره، اوومه لوبه به د نومبر په ۳مه له نيدرلینډ سره په لکنو کې، اتمه لوبه به د اسټراليا سره د نومبر په ۷مه په وانکهيد ښار کې وکړي او نهمه لوبه به د نومبر په ۱۰مه په احمد آباد کې د سويلي افريقا پر وړاندې ترسره کړي.
افغان لوبډله که له دغو نهه سياليو پنځه لوبې وګټي کولای شي، د دې سترو سياليو بل پړاو کې هم ولوبیږي.
د کرېکټ نړيوالې شورا د دې سياليو اتلې لوبډلې ته څلور ميليونه ډالر، دويم مقام لرونکې ته دوه ميليونه ډالر، د نيمه پای لوبې بايلونکې لوبډلې ته ۸۰۰ زره ډالر، د هرې لوبې ګټونکې لوبډلې ته ۴۰۰ زره ډالر او د دغه سياليو هرې ګډونوالې لوبډلې ته ۱۰۰ زره ډالر په پام کې نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې د کرېکټ له دې سترو سياليو وروسته به د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کې د ویسټ انډيز او امريکا په کوربتوب د کرېکټ ۲۰ اوریزو لوبو نړيوال جام سيالۍ ترسره شي.









