د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې مسلکي ټیم پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الرحمن صدیقي سره د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د ځينو لرغونو سیمو څخه هم لیدنه کړې.
د لرغونپوهنې ریاست مسلکي ټیم غړو ویلي، پروان ولایت ته یې د سفر موخه د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د وړاندیز پر بنسټ په لرغونو سیمو کې د غصب شوې ځمکو پلټنه ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي؛ پروان یو له لرغونو ولایتونو څخه دی، چې ډېرې تاریخي او سیاحتي سیمې لري.
د یاد پلاوي د معلوماتو له مخې د ځینو لروغونو سیمو په حریم کې رغنیز او کرنیز فعالیتونه تر سترګو کیږي، چې د مخنیوي لپاره یې موضوع د یاد ریاست سره شریکه کړې.
یاد پلاوي د خپل سفر په بهیر کې د بګرام کافر قلعه، د کوهدامن کافر قلعه، پوزه اشترک، شهرشاهی بګرام، عبدالله برج او توپ درې استوپې څخه لیدنه کړې.