ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو سرپرست وزیر په لوګر کې د ياد وزارت کاري پروژو څخه ليدنه کړې

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د يو تخنيکي ټيم په ملتیا د هېواد ختیځو ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې لوګر ولايت ته سفر کړی او هلته يې د ياد وزارت د څلورو تر کار لاندې ساتنې او څارنې پروژو څخه له نږدي ليدنه کړې.

په دغو پروژو کې د لوګر – ګرديز لويې لارې پر مسير د التمور په ساحه کې د ۶۵۸ متره په اوږدوالي  يو استنادي ديوال، د لوګر – ګرديز پر مسير د ۱۶ پايو پلګوټو، او ۱۴ پايو دون استریم پلګوټو د ترميم او رغونې کار شامل دی.

سرپرست وزیر د لوګر ولايت ازرې او خروار ولسوالیو ته هم سفر کړی او هلته يې د خامه سړکونو او شته ستونزو څخه له نږدې لیدنه کړې.

نوموړي ویلي، چې د دغو سړکونو ترميم او رغونې کار دې د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل شي.

ملا محمد عیسی ثاني د لوګر ویلي؛ ماشينري او تجهيزات د بیت المال مال دی باید په کلکه ترې ساتنه وشي او دغه راز یې د یاد ریاست کار کوونکو ته لارښوونه کړې، چې د حاضرۍ پابندي وکړي او ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او ایماندري سره ترسره کړي.